ټولنیزه برخه

ډېر خلګ ګور ته کښته سول!

ا. ج. م

د مستقبل ( راتلونکۍ ) په امیدونو ډېر خلګ ګور ته کښته سوه، لیکن افسوس چي هیڅ یې هم ونه کړه ، همدا تشي وعدې وې چي ځان ته یې ورکولې ، کلونه ورباندي تېر سوه ، خو سهار یې په سترګو ونه لید .

نن ورځ په خوشحالۍ تېره کړه ، کار او کسب ته دومره وخت مه ورکوه چي نور فرائض درڅخه وځنډیږي ، یو ګړی راسه په کور کي ارام وکړه ، له میرمني او اولادونو سره وخانده او د خوښۍ خبري ورسره وکړه ، الله تعالی فرمایي : ما چي تاته څه درکړي دي ، هغه واخله خوند یې وګوره او سمدستي په شکر وېستلو پیل وکړه ، سبا ته ولي د شکر وېستل ځنډوې؟! :

[سُوۡرَةُ الاعرَاف : 144]

فَخُذْ مَآ ءَاتَيْتُكَ وَكُن مِّنَ الشّٰكِرِينَ
( نو څه چي زه درکړم، هغه واخله او شكر اداء کړه ) .”

کله چي تا د ماضي ( تېر وخت ) غمونه ، دښمنۍ او واقعات هېر کړل او د مستقبل په وعدو ونه غولېدې ، له چاسره دي حسد او بغض ونه کړ او نه د شیطان تر جادو لاندي راغلې په دې فکر که مي په کاروبار کي دوکه ونه کړه، خیانت مي ونه کړ ، غلا مي ونه کړه، د بل حق مي تر پښو لاندي نه کړ ، ټوله ورځ او شپه مي کار ته ور و نه ایستله ، نو غریب به سم ، خوار او ذلیل به سم او سبا به څشي خورم او څښم؟!
که د شیطان په دغو غلطو خبرو دي سر ونه ګرځاوه ، نو یقیناً پر تا به دغه ورځ په ډېري خوشحالۍ، سکون او اطمنان تېره سي، پر دماغ به دي بوج کم سي ، له ژونده به خوند واخلې او د شکر ویستلو موقع به په لاس درسي .

نن چي تاته خوږې اوبه او خوندوره ډوډۍ په لاس درغله او تا خوند ځني واخیست ، نو تاته د پرون تروې اوبه او بې خونده ډوډۍ نن ورځ څه تاوان کوي چي فکر ورباندي خرابوې؟! او سبا ورځ چي تر اوسه عدم ده او په سترګو دي نه ده لیدلې ، ولي یې غمجن کړي یې؟!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x