ادبي لیکني

ناکامه مينه «ادبي ټوټه»

نصيب رحماني

خپلې کورنۍ ته یې نه شوای ویلای.

چې زه د عشق په رنځ اخته یم .

هر څه به یې له ترخې مسکا سره د زړه تل ته تیرول.

شپې ورځې تیریږي له بی خوبې سره عادت شو.

هیڅکله یې نه غوښتل چې د زړه په راز نیږدي.

ملګري هم خبر کړي.

هغوي به ډیر څیړو څه خبره ده؟

چې داسي سرې سترګې ګرځي.

له موږ سره راز شریک کړه یوه نه یوه د حل لار به یې درته پیدا کړو.

خو نوموړي په ټینګار کاوُ.

نه یاره هیڅ داسې کومه خبره نشته.

یو ورځ له کلي لري لاړو غوښتل یې د ځان په اړه فکر وکړي.

چې تر څو به دا مصیبت په زړه کې ساتي.

او تر څو به د درواغو په مسکا کورنۍ او ملګري دوکه کوي.

پلان یې وینو چې نن به خامخا ملګري له حقیقته خبره وي.

په همدي سوچونو کې وُ.

چي موبایل ته یې پیغام راغی.

موبایل یې په تلوار له جیبه راویست که ګوري.

ملګریه ده ورته لیکلی دي.

سلام د زړه سره:

تا خو راته د زړه حال نه وایو

خو زه پوهیږم چې ستا په زړه کې څه دي

ما ډیر کوښښ وکړ چې ستا مینه ترتا در ورسوم

ما ونه شواي کړاي چې هغه وژغورم

هغه مې د ولایت تر شفاخانې په خپل موټر کې ورسوله

خو ډاکټر راته د زیاتو زهرو د خوړولو خبره کوي

هیڅ امکان یې نشته ….

هیله کوم ما وبښه’

او ما هم په اخرې ځل ولیدله چې کله یې سپینه ټوکره(کفن) په مخ ور اوار کړ.

د پیغام تر ختمیدو یې له ګریوانه د سمندر کناره جوړه کړه

او د اوښکو له څپو سره د ابد په خوب ویده شو.
ــــــــ
نصیب رحماني

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x