شعـــــرونه

غزل/ محمد نعیم افغانزوی

محمد نعیم افغانزوی

زما احساس له ویښ ضمیره الهام اخلي
له غیرت او دروند مسیره الهام اخلي

ستا په لوري دې مائل وي خوږ حبیبه
ستا د کلي له تاثیره الهام اخلي

د عثمان غوندې غني، علي ته ورته
له صدیق، عمر امیره الهام اخلي

ننګ کې ساه اخلي په هسکه غړۍ ګرزي
هم له ډال هم له شمشیره الهام اخلي

حوصله مې د احساس ده دومره دنګه
قد قامد کې له پامیره الهام اخلي

هر ډګر په هر میدان کې ځلیدلی
لوړ شعار مې له تکبیره الهام اخلي

چې سرلوړی وي که څه هم بندیوان وي
له همداسې یو اسیره الهام اخلي

ولوله یې یو په دوه شي کله کله
په مظلوم اوري له ویره الهام اخلي

له رحمته یې زما ربه خالي مکړه
ډېر صابر دی له تقدیره الهام اخلي

زما احساس دی لامثال په خپلواکۍ کې
د انسان له هر اجیره الهام اخلي

افغانزویه عاجزي مې پاچاهي ده
شاه احساس مې له فقیره الهام اخلي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x