ايا ډمانو ته هنرمند ويل په کار دي؟

استاد حمزه افغان

د اسلام دښمنانو د مسلمانانو خصوصا د ځوانانو بې لارې کولو لپاره تر ټولو مهمه وسيله موسيقي او ډمان ګڼلي دي او دا ګمراه کوونکې وسيله يې د تلويزيون ، انټرنيټ، او په ځانګړي ډول په ګران افغانستان کې د راډيوګانو له لارې او داسي نورو عصري وسايلو په واسطه د مسلمانانو په اکثرو ټولنو کې عامه کړې، تر دې چي په اوسني عصر کې خو زياتره خلک ساز او سرود ته د ګناه په نظر هم نه ګوري، حال دا دا چي الله تعالى موسيقي په قران الکريم کي د لهو الحديث (بيهوده خبرو) په نوم ياده کړې. او هغه کسان چي په دغه ناوړه عمل اخته دي هغوي يې د شيطان پيروان ګڼلي دي.

همدارنګه په دې اړه ډېر احاديث راغلي چې ځينې يې په لاندې ډول دي:

۱ـ عبدالله بن مسعود رضي الله عنه روايت كوي چى رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: « الْغِنَاءُ يُنْبِتُ النِّفَاقَ فِي الْقَلْبِ كَمَا يُنْبِتُ الْمَاءُ الْبَقْلَ» يعنې موسيقي په زړونو کي نفاق داسي زرغونوى لکه اوبه چي کښت ته وده ورکوى.

۲ـ عن ابن عباس وابى امامه مرفوعا: «ليكونن في هذه الامۍ خسف وقذف و مسخ وذلك اذا شربواالخمور واتخذوا القينات وضربوا بالمعازف» (رواه احمد والطبراني)
ژباړه: دحضرت ابن عباس څخه مرفوع روايت دى چې فرمايي: ارومرو به په دې امت كې په ځمكه ننوتل او ويشتل او مسخ كيدل راځي، كله چې شراب وڅښي او سندرغاړي ونيسي او د موسيقي اّلات ووهي.

۳ـ امام احمد يو بل حديث روايت كړى دى: عن ابى امامه رضي الله عنه قال رسول الله صلی الله علیه وسلم : «وامرني ربي بمحق المعازف والمزامير والاوثان والصلب وامر الجاهليه»

ژباړه: د حضرت ابوامامه څخه روايت دې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: ماته خپل رب د موسيقي د اّلاتو، شپيليو، بتانو، صليب او د جاهليت د نښو د ړنګولو امر كړي دى

۴ـ حدثنى ابوعامر اوبومالك الاشعرى والله ما كذبنى سمع النبى صلی الله علیه وسلم يقول: «ليكونن من امتى اقوام يستحلون الحر والحرير والخمر والمعازف» ‎(اخرجه البخاري)

ژباړه: ابوعامر او يا ابوعامر ماته ويلي دي اوپه الله قسم چې دروغ يې راته نه دى ويلي، چيك د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه يې اوريدلي دي، چي فرمايل يې: خامخا به زما په امت كې داسي خلك پيدا كيږي چي زنا، وريښم ، شراب او موسيقي به حلالوي.

۵ـ عن ابي امامه رضي الله عنه ان رسول الله صلی الله علیه وسلم قال: ان الله عز وجل بعثنى هدى ورحمه للمومنين، وامرني بمحق المزامير والاوتار والصليب وامر الجاهليه» (رواه احمد، وابو داؤد، والطيالسي).
ژباړه: الله تعالى زه د مومنانو لپاره هدايت او رحمت رااستولى يم، او ما ته يې د مزاميرو (هغه اّلات چې په خوله وهل كيږي) اوتارو( دموسيقي هغه اّلات چې تارونه لري) د صليب او د جاهليت د نښو د له منځه وړلو امر كړي دي.

۶ـ همدارنګه رسول الله ﷺ فرمايي : کله چي زما په امت کي سندرې زياتى شى نو د الله تعالى عذاب رانازيدل به پرې شروع شي .

همدارنګه په نورو ډېرو احاديثو كى د ډول ډول الهي عذابونو د راتګ لامل، په موسيقى او ساز اوسرود كى وړاندى والى اوانهماك ښودل شوى دى. اوپه ځينى نورو احاديثو كى بيا د څيرومسخ كيدل را نقل شوي دي.
په يوه بل حديث كى راغلى دى چى څوك سندرغاړې اوبازنګرانې ساتي اودغه سړى مړشى نوجنازه پرى مه كوﺉ.

پورته په لنډ ډول د هغو احاديثو یادونه وشوه چې د موسيقي په حرمت دلالت كوي او په رڼا كې يې فقهاو کرامو د موسيقي د حراموالي قول كړى دى.

رابه شو دې موضوع ته چې ډم ته هنرمند ويل څنګه دي؟

په افغانى ټولنه کې به سندرغاړو ته ډمان ويل کېدل او اکثرو خلکو به ډمانو ته په ډېر کم نظر کتل او چا به د ډم لور هم خپل ځوى ته نه غوښتله او چا به يې په کورونو کي ډوډۍ هم نه خوړله.
اوس غرب پالو ډيمکراتانو ډمانو ته د هنرمند لقب ورکړي دی، او دا لقب له اورپا راغلى دی، ځکه هلته خلک ډمانو ته Artists وايي.

نو د دغو ډمانو له وجې د مسلمانانو په زړونو کې نفاق اچول کېږى، نو آيا دغو ډمانو ته هنرمندان ويل مناسب دي؟

د دغو ډمانو له وجې په مسلمانانو باندې الله تعالى عذاب نازلوي ، نو په کوم دليل ورته هنرمند وايو.

افسوف په هغو مسلمانانو او افغانانو چي ډم ته هنرمند وايي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د