پښــــتو ادب

د جهانی او دانش شخړه (اصلی ستونزه چیري ده ؟)

مقدمه می بده ایسي خو مجبور یم ووایم چي بحث او مباحثه همیشه ښی پایلې ورکوی خو کله کله د بحث اصول مات سی نو چی څومره اصول پکي ماتیږی هغومره بدي پایلې زیږوي !

جهانی صاحب (د پښتو په کلاسیک ادب کي د ناروا لاسوهني) تر عنوان لاندی په یوه لیکنه کی د خوشحال بابا د اثارو په ننګه ګیله کړې وه چی دانش نړیوال خپرنیز ارګان د خوشحال بابا ځینی بیتونه ډیربد تحریف کړي دي ، بیا یې د دانش د چاپ او د نورو نسخو بیتونه سره مخ په مخ کړی وه او دعوه یې هم په ځای وه چی تحریف راغلی دی اما د دغه تر څنګ یې متاسفانه دغه روا خروښ په ناروا توګه تر ښاغلی اسد الله دانش صاحب ایستلی وو ، حال دا چی هغه غونډ زاهد مشواڼی ترتیب کړی وو ، چي هغه اوس هم ژوندی دی .

بهر حال ( دوی مشران دی او پوهیږی چی یو بل سره څنګه برخورد کوی ) خو خبره اصلا په شلو او بیستو کی ورانه وه، جهانی صاحب د دانش صاحب څخه د خوشحال بابا د کلیاتو دپاره د اخځ په توګه کار سویو نسخو پوښتنه نه وه کړې بلکه په خپل کتابتون کی پرتې نسخې یې سره پلټلې وې چی ظاهره خبره ده د هیواد څخه په زرګونه میله لری ټولو موادو ته چی ډیجیټل هم نه دی، لاس رسئ شونتیا نه لری !

هغه وو چی په ۱۹۸۶ ز کی د (همیش خلیل) په زیار د خوشحال بابا په خپل کلي اکوړه خټک کی د خوشحال ادبی او ثقافتی جرګې لخوا چاپ سوی کتاب (سوات نامه) د جهانی صاحب لاس ته نه وو رسیدلی ، چی د دانش خپرندویه ټولنی او زاهد مشواڼي صاحب دپاره له دې خاطره چی د خوشحال بابا په عین کاله کی چاپ سوی کتاب دی، او بل په کلاسیک ادب کی د لوی لاس لرونکی لیکوال همیش خلیل په زیار ترتیب سوی دا اثر دی چی تقریبا اته تیا بیتونه پکی تر نورو اضافه دي، تر ټولو باوری ماخذ کیدای سی .

په دغه یاده سوې (سوات نامه ) کی ټول هغه بیتونه چی جهانی صاحب نیوکه ورباندی لری، هوبهو هغه ډول راغلی دی چی دانش خپرندویه ټولني په خپلو کلیاتو کی چاپ کړی دي.

همیش خلیل په زغرده لیکلی چی د دغه کتاب، ترتیب ، سمون او تحقیق ورباندی دده خپل دی نو ظاهره خبره ده ، که تحریف سوی وی نو هم ذمه واري یې دده په خپله غاړه ده ، همیش خلیل صاحب ته دی خدای اوږد ژوند ورکړی اوس هم په کلاسیک ادب کی کار کوي او ډیر دیوانونه یې بیرته احیاء کړی دی .

په لاندی پیوندونو کی همیش خلیل د وډل سوي سوات نامې د هغو پاڼو انځورونه سته چی جهانی صاحب نیوکه ورباندی لری او دانش خپرنځی او مشواڼی هغه بیتونه ور څخه را نقل کړی دی .

کیسه نه اوږدوم خو یوه خبره په ټینګه کوم چي کومو بدمخو چي د جهاني صاحب د لیکني په تکیه د دانش صاحب ټولو خدمتونو ته لته ورکړې وه او حتی په ډیره سپین سترګی یې د هغه پر انځورونو لکه د یو خاین غوندي چلیپاوي را کش کړی وې ، هغوی د دغه ټولو شخړو ذمه واره دي چي آن خلګو دا موضوع د کندهار او ننګرهار تر مینځ شخړي ته ووهله خو چون دواړه مشران او د کار خلګ دی نو زه لمړئ د دانش صاحب څخه په ډیر معذرت بخښنه غواړم او دده څخه د زغم هیله لرم او بیا د جهانی صاحب څخه هیله کوم چي واضح کړی چی دا لغړیان چی د ده علمي هڅی په صفر کی ضربوی او ناروا ګټه ترې اخلي ، د خپل ځان ترجمانان و نه بولی.

دواړه د کار خلګ دی او د خدمت لوی مصدرونه دی ، موږ یې احترام لرو او دوی هم خپلو کی ډیر سره خواږه او یاران دی ، موږ هیله لرو چی بیرته سره ورسي او زیاتی جنجال ختم کړی او د دواړو د مریدانو څخه هم کلکه هیله لرم چی نور د اموضوع پر مخ ایسته واچوي او نور اړین مسائل را مخ ته کړی.

د جهانی صاحب په لیکنه کی د نیوکه یوه برخه په لاندی ډول ده او په عین حال کی د همیش خلیل د سوات نامې د هغو پاڼو انځورونه هم دی چی یاد بیتونه پکی راغلی دی ، تاسو یې سره کتلای سئ :
====
پر دې موضوع باندي بحث کول زموږ د دې لنډ مضمون کار نه دی، خو دونه باید ووایو چي خان د دې دواړو مشرانو د عقایدو او اعمالو سره مخالف وو. موږ څرنګه ځان ته دا حق ورکړو چي د خوشحال خان د وفات څخه څه باندي درې پیړۍ وروسته د هغه په عقیده کي تغیر راولو. د دانش د خپرندویی ټولني نسخه د دې فصل لومړی بیت داسي پیل کوي.

هغه وخت چي پیر روښان فساد بنیاد کړ
پښتنو ورسره ټینګ کار د ارشاد کړ.

لومړی خو د خوشحال خان په شعر کي ناروا لاس وهنه سوې ده چي د فساد څخه یې ارشاد جوړ کړی دی؛ ورپسې دا څومره نا معقوله خبره ده چي پیرروښان د فساد کار بنیاد کړ او پښتنو د ارشاد کار ټینګ کړ. منطقي خو دا ده چي پښتانه هم له هغه سره د فساد کار ټینګ کړي. دا څرنګه کیږي چي پیر روښان د فساد خواته زور وهي او پښتانه، په داسي حال کي چي د هغه پیروي کوي، د ارشاد کار ورته ټینګوی.

دغه راز، کله چي خوشحال خان، په همدغه فصل کي، د اخوند درویزه په باره کي ږغیږي، او وایی چي:

درویزه له یوه لوري را پیدا شه
په لږ علم په دا ملک کي لوی ملاشه
د روښان خیرالبان یې وو لیدلی
هغه هم مجهول بیان وو نا پسندلی

خو د دانش د خپرندویی ټولني په چاپ کي راغلي دي چي:

د روښان خیرالبیان یې وو لیدلی
د هغه په مضمون نه وو پوهیدلی

د دانش د خپرندويي ټولني لویه خطا او حتی ګناه هغه ده چي د پیر روښان په باره کي د خوشحال خان منفي نظر په وچ کلک زور مثبتوي او د همدې فصل اوه ویشتم بیت داسي لیکي:

د روښان مرید محکمه وو په دین کی
درویزه رخنه آغازه کړه په دین کي
د علومو د اکاډیمی په چاپ کي لولو:
د روښان مرید به وران شو په یقین کي
سل فتنې به یې پیدا کړلې په دین کي

په داسي حال کي چي خوشحال خان پیرروښان د فساد عامل او مشر بولي او د هغه خیبرالیان، چې د ټول روښاني تحریک روح دی، یو مجهول او نا پسندلی بیان بولي، څوک څرنګه دا جرأت وکړي چي د پښتنو د پلار په شعر کي، چي له نیکه مرغه ښایی د پښتو ژبي تر ټولو کلاسیکو دیوانونو زیات چاپ سوی او خپور سوی وي، داسي ناروا لاس وهنه وکړي چي د پیر روښان هغه مریدان چي خان یې بې عقل او غولیدلي بولي دوی یې په دین کي محکم وبولي. ادبي خدمت خو په هیڅ صورت نه بلل کیږي؛ بل نوم به لوستونکي ورکوي. زما له ټولو ناشرانو او د پښتو ادب او فرهنګد دوستانو او علاقه مندانو څخه دا هیله ده چي د پښتو ژبي، فرهنګ او تاریخ سره د دوستی په نیت دغه راز دښمني ونه کړي. زه پر دې نه یم چي د دانش خپرندویی ټولني دا ستره ادبي او فرهنګي ناروا وکړه، بلکه له هغي ورځي ویره لرم چي دغه راز ناراوو ته لاره خلاصه نه سي؛ او سبا کوم بل د نرزوی د خوشحال خان خټک د دیوان په کوم بل ځای کي لاس وهنه ونه کړي. یو بل تن د رحمن بابا په افکارو کي د تغیر راوستلو ته ملا وتړي او یو بل تن د نیرنګ عشق سانسورپیل کړي.

لومړی مي ددې مضمون له لوستونکو څخه عاجله غوښتنه دا ده چي سمدستي د دانش د خپرندویی ټولني له خوا د خوشحال خان د خپاره سوي کلیات په ۹۳۴ او ۹۳۵ مخونو کي راغلي تحریف سوي کلمات او بیتونه هغسي اصلاح کړي چي ما درته لیکلي دي؛ او خپل ټول ملګري دي، په تیره بیا هغه کسان چي دغه کلیات لري، خبر کړي او ځوانان دي له ګمراهی څخه را وګرځوي. دوهمه غوښتنه مي دا ده چي د خدای روی وګوری د خپل فرهنګ او تاریخ سره د دوستی په نوم دغه راز دښمني مه کوی. زه د اسدالله دانش د ټولو فرهنګي خدمتونو او نه ستړي کیدونکو هلو ځلو د ستایلو او قدردانی سره سره، د هغه د یوه مشر ورور او خواخوږي په حیث، د دغي ناروا له امله، له امریکا څخه یوه څپیړه ور لیږم؛ او هیله مي دا ده چي زما څپیړه منظوره کړي. که څه هم چي د خوشحال خان خټک په څیر لویانو، حتی وړو لیکوالانو او شاعرانوپه املاء او انشاء کي لاس وهنه هم بد کار دی خو د پښتنو د پلار او د پښتو ژبي د لمر له عقایدو سره داسي لوبي کول نه بخښل کیدونکي ګناه ده. هیله ده چي ګوندي بیا به تکرار نه سي.

د یوه نا پیژندل سوي توري احتمالي ترجمه:

د دانش خپرندویی ټولني د کلیات په دغه فصل کي یو بیت دی:

درویزه د ناکسینو دین برپای کړه( خدای دي وکړي چي قصداً یې تغیر کړی نه وي)

خارجي یې یوسفزیه ځای په ځای کړه.

د ارمغان خوشحال په ۱۰۳۳ مخ او د علومو د اکاډیمی د سوات نامې په ۶۷ مخ کي راغلي دي:

درویزه د ناکشیسینو دین برپای کړو
خارجي یې یوسفزیه ځای په ځای کړو

د علومو د اکاډیمی په نسخه کي یې لیکلي دي چي د ناکشیسینو کلمه په ( ار، مر) او خطي نسخو کي کټ مټ دغسي ده چي هیڅ معنی نه لري.
—–
او دا هم د همیش خلیل د وډل سوې نسخی د اړونده مخونو انځورونه

1543545 10152204182156155 1822855235 n 1

1600125 10152204183721155 612221802 n

1508464 10152204181961155 598352091 n 1

1555722 10152204181526155 1740122787 n 1

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x