
په لوګرکې د دویم ځل لپاره د کانکور آزموینه واخیستل شوه
د لوګر په ولایت کې د دولسمو ټولګیو له فارغانو نه یوې ناپاکې ویالې ته د اخیستل شوي لومړنې آزموینې د پاڼوله اچولو وروسته د دویم ځل لپاره د کانکورازموینه نن واخیستل شوه.
محمد شاهپور عرب د لوګر د پوهنې ریاست ویاند وايي چې په هغومراسموکې چې د پوهنې ریاست په دفتر کې د دې ازموینې د پیل په موخه جوړه شوي وه. د لوړو زده کړو وزارت له لوري د رالیږل شوي ۳۷ کسیزې کمیټې مشراکبرجان “آرزومند” ، په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو منتخب استازې هریو انجینر صاحب خان ، الحاج محمد اکبر”ستانکزي”، د والي مرستیال محمد هاشم “فیضي” ، د پوهنې رئیس انجینر محمد اکبر”ستانکزي” ، د ولایتي شورا شورا مشر ډاګټر عبدالولي “وکیل” او یو شمیر نورو چارواکو ګډون کړی وه.
دغه آزموینه تر هغه وروسته چې د لومړنې اخیستل شوي آزموینې پاڼې کابل ته د لیږد پرمهال د لوړو زده کړو وزارت د یوه تن پلاوي پوهنوال لطف الله “سافي” له لوري دې وزارت ته تر رسیدو مخکې د کابل په قلاچه سیمه کې یوې ناپاکې ویالې ته اچول شوې وه. ددویم ځل لپاره بیا په دریو محلونو کې د بشپړې سولې او امنیت په فضا کې واخیستل شوه.
په دې آزموینه کې د ۲۹۵ نجونو په ګډون ټول ټال ۳۶۳۹ کسانو برخه اخیستي وه. چې ۲۷۸۸ تنه یې د سږکال د دولسمو ټولګیو فارغان او پاتې ۸۵۱ تنه نوریې د مخکنیو کلونو متفرقه او خارج دي.
د دې آزموینې ګډون کوونکي وایې ، چې د آزموینې صحنه د لوړو زده کړو وزارت او نوروڅارونکو له لوري په بشپړه توګه څارل کیده او هیڅ ډول بې نظمې او ګډوډي په کې نه ده شوې.
له بل لوري د آزموینې د اخیستلو لپاره د لوړو زده کړو له لوري د رالیږل شوي کمیټې مشر پوهنمل اکبرجان “آرزومند” هم وایې ، چې آزموینه په پوره بې طرفۍ او روڼتیا سره واخیستل شوه اودوی د آزموینې د اخیستلو له پروسې خوښ دي.
د یادونې وړده ، چې د تیرکال د لوګر د کانکورپه آزموینه کې ۳۰۵۴ تنو ګډون کړی وه چې ۲۰۶ تنه پکې نجونې وې.
د لوګر ولایت د پوهنې د ریاست خبرپاڼه