شعـــــرونه

امیرالمؤمنین ته ډالۍ/ عرفاني

عرفان الله عرفاني

مسؤل د ټول ملت شوې مسؤلیت ته اوسه زیر!
آمیره هر مأمور د اِمارت ته اوسه زیر!

زمونږه یې امام موږ اقتداء درپسې کړې
پوښتنه به لتا وي امامت ته اوسه زیر

نېشه د ستر قدرت او د منسب خیال کې رانه وړې
همېش ښه په اخلاص د دین خدمت ته اوسه زیر

چې څوک د نقد ګوتې تاته و نه نیسې ګرانه
ښه سم دې خپل صورت او خپل سیرت ته اوسه زیر

د هر ظالِم د ظلم او وحشت مخې ته ډال شه
په حقه فیصلې کړه عدالت ته اوسه زیر

رهبره د نړۍ امپراطوران دې حیران کړي
ناټو دې په ګونډو کړه سیاست ته اوسه زیر

د غرب دېمکراسي دې کړه بربنډه ټول جهان ته
سپېڅلي اسلامیت او شریعت ته اوسه زیر

رښتیني مؤمنان دې د بیرغ سیوري ته ټول کړه
یو والي د وحدت او آخُوت ته اوسه زیر

سپین صف دې صفاء ساته چې ګډوډ درځینې نشي
جانانه د دوه مخو شرارت ته اوسه زیر

د پاکو شهیدانو ارمانونه خاورې نکړې
خیانت درنه ونشي امانت ته اوسه زیر

محشر کې هسې نه چې زما لاس او تا ګرېوان وي
زما د (عرفاني) خوار مظلومیت ته اوسه زیر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحداڅګزۍ

ډیرحقیقت دی ویلۍ پرعقل اوپوهه دی برکت سه که پردغه عمل وسی فتح حطمی ده الله دمؤمنانو ملګرۍ دۍ ولی چه مؤمنان وی نه په نامه او لباس

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x