نظــر

اسلامي فکر او پر وړاندې یې خنډونه!

فاتح کاروان

کله چې هم د اسلامي نظام خبره یادیږي، نو غرب ځپلي او خوسا فکره خلک به اعتراضونه شروع کړي، په داسې حال کې چې اسلامي نظام د اسلام د حاکمیت په معنی دی او بل کوم هدف ترې مراد نه دی؛ هغه وخت چې اتاترک د لویدیځ په مرسته اسلامي ترکیه په لویدیځواله ترکیه بدلوله نو که به چا یواځې د لمانځه خبره وکړه نو هم به په عربیت او د جمهوري ترکیې په دښمنۍ تورن او ونیول شو، اتاترک د سیکولر ترکیې د رامنځته کولو لپاره لومړی د اسلامي فکر د له منځه وړلو پروګرام عملي کړ، حجاب باندې بندیز ولګیده، دا کیسه دلته هم غلی غلی تکراریږي!

هلته هم لومړی اسلامي مراکز له فعالیته وغورځول شول، دا حالت له تیرو پنځلسو کالو دلته هم وینو چې په مدارسو چاپی، د مساجدو انفجارول او بدنامول، د سترو عالمانو ترور او یا نظر بند کول یې ښه بېلګه ده.

اتاترک لویديځ وال فکر لرونکي په لوړو منصبونو وګومارل، موږ یې دلته هم په رڼو سترګو وینو چې د کابل ادارې چارواکي له یوې مخې د امریکا او اروپا تابعیت لرونکي او جاسوسان دي، دا لا څه چې ټول حکومتي سیسټم غربي دی. اتاترک د مساجدو تعداد محدود کړ او د دغو محدودو مساجدو ملا امامان یې هم خپل درباریان مقرر کړل او هغوی یې دېته تیار کړل چې د جمعې د ورځې بیانونو کې د لویديځ د کلتور، تمدن، صنعت او لویدیځوال فکر ستاینې وکړي، نن موږ هم د دې شاهدان یو چې کوم ملایان د حج او اوقافو وزارت سره راجستر دي هغوي د حکومتي ورکړل شوو موضوعاتو پرته بل څه نه شي بیانولې، آن تر دې چې عام خلک یې له خپلو حقوقو هم ناخبره ساتلي، همدا شان هڅې روانې دي چې کوم مسجدونه ندي راجستر شوي هغه هم راجستر او په دې توګه د اسلامي فکر د ترویج او دوام مخه ونیول شي، تیره اونۍ کې امریکا غږ راډیو د دې پروګرام او طرحې د هڅو لومړی پړاو پیل کړ، نوشابه اشنا خو لا دا هم وویل چې مسجدونو کې جنسي تیري کیږي، مسجدونه د پاکستان او عربي هېوادونو لخوا اداره کیږي، ملا امامان خلکو سره بد سلوک او برخورد کوي او… دغه د خبرو اترو پروګرام چې د شپې په اتو بجو برابر شوی و، د حج او اوقافو وزارت یو استازی یې هم میلمه کړی و خو د ورسپارل شوی دندې له مخې هغه کټ مټ هغسې څه ویل چې د غربي فکر حقانیت ته یې لاره برابروله، یعنی د کوربه نوشابه اشنا پورته ذکر شوي اعتراضونه او تهمتونه یې رد نه شول کړای!!

هدف مې دادې چې ووایم: حامد کرزي او اشرف غني دواړو د سیکولرزم د ترویج لپاره پوره په اخلاص هڅې وکړی او دا سلسله لا دوام لري، اسلام، عالمان، مدارس، مساجد او په پوهنتونونو کې اسلامي مضامین د یو منظم پروګرام د لاندې ټکول کیږي او بدنامیږي!!

لکه څنګه چې اتاترک له مساجدو او مدارسو وروسته د شرعیاتو پوهنځي بند کړل له دې ډاره چې دلته اسلامي فکر ته خلک دعوت کیږي، کټ مټ په همغه ډول دلته اشرف غني د یهودو په مرسته په پوهنتونونو کې د اسلامي فکر لرونکي لسګونه محصلین ترور کړي چې ښې بېلګې یې د ننګرهار، خوست او کندهار پوهنتونونو کې ولیدل شوی!!

د سیکولرزم او لویديځ وال فکر، کلتور او تمدن د ترویج هڅې په پوره شدت سره دوام لري، مګر دا هر څه بیا هم د نقد او اعتراض سره مخ نه شول، خو که د اسلام او اسلاي نظام یواځې نوم یاد شي، نو له هرې خوا به د اعتراضونو سره یوځای ډول ډول تهدیدونه هم درته متوجه وي!!

که سر له اوسه ویښ نه شو او لاس په کار نه شو، وروسته به یواځې پښيماني راپاتې وي.

د نړیوال اسلامي نظام د قیام په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحداڅګزۍ

دهغه وخته چه ایګریزانو هندستان ونیوۍ داسلام دخرابۍ اوغلطو کتابو دلیکلو اوتبلیغولو کار شروع دۍ واروپاته ویزه په څونه سختو شرایطو ترلاسه کیږی تبلیغی جماعت څنګه په اسانۍ تلای سی ټول د دوی ایجنټان دی په جرمنی کی په یومسجد کی دجمعی په ورځ ملا ګډی وډی خبری وکی خو درسول الله داحادیثوچه هغه به هم صحیح نه وودثبوت دپاره به یی ویل افلاطون هم داسی ویلی دی په اروپااوامریکاکی اکثره مسجدونه د دوی دپاره کارکوی قرآن هیڅ څوک نه تبلیغوی ولی چه دقرآن حفاظت خپله الله کوی ټول داحادیثو پرنامه دځانه جوړی کړی خبری داسلام پرنامه تبلیغوی موږوینو مسلمانان… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

اڅکزی صاحب السلام علیکم ! زه ستاسی د دی تبصری محتویات سل په سلو کی تایید او تصدیقوم ، په تیره بیا چه تاسی لیکلی د تش په نامه اسلامی خوځښتونو، مذهبونو او ګوندونو رامنځته کیدل او دیریدل یعنی په اسلام کی اسلام جوړونه او شرک دی په رښتیا هم داسی ده د وعتصمو بحبل الله جمیعا و لا تفرقو د مبارکه ایت او بل هر ایت له مخی که یی څوک تعمیل نه کوی ( په استثنی د منسوخ شوو ) ګناه کبیره او که یی څوک نه منی کفر او شرک دی. د تبلیغیانو په اړه دی هم… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x