ټکنالوژي

دفلکي علومو لارښود (9) دکروي مثلث او (Sin،Tan،Cos) پېژندنه

مفتي احسان الله

دهر مثلث دوجود لپاره لازمه ده، چې ددوو ضلعو مجموعه درجې يې تر دریمه ضلعه زیاتي وي.

دهر مثلث مستوي (غیر کروي) دزاویو مجموعه به همشه 180 درجې وي، یعني له زاويې مستقیمې سره به برابره وي، یا په اسان الفاظو سره، له مجموعه زاویونه به يې نصف دایره جوړيږي.

كروي مثلث (Spherical Triangle):

که دمثلث اضلاع دبرابر خطو پر ځای، له کږو دقوس په شان اضلاعونه جوړي وي، هغه ته کروي مثلث وايې، او کوم علم چې له دغه مثلث نه بحث کوي، هغه ته علم مثلث کروي ویلکیږي.

او یا په اسانو ټکو: کله چې درې دایرې عظیمي یو دبله سره قطع کړي، په نتیجه کې کروي مثلث راځي، مثلث کروي، دکرې پر سطح جوړيږي، درې راسي زاويې لري،  دمستوي مثلث اضلاع مستقیمي وي، خو دکروي هغه بیا دقوس په شان غیر مستقیمي وي، ددرو زاویو مجموعه اندازه (مقدار) به يې له 180 نه زیاته، او تر 540 درجو کمه وي، دمثلث مستوي مقدار نصف کره وي، یعني زاویه يې مستقیمه جوړ وي، او دکروي مثلث هغ بیا پوره کروه وي، او دا مثلث دکرې دثنائي ابعادو دمعلومولو لپاره کاریږي.

 وضاحت:

لمر همیشه په مختلفو ځایو طلوع کوي، او پر مختلفو ځایو باندي لوېږي، ګواګي لمر په ورځني سفر کې همیشه مختلفي دایري جوړه وي، له دې سره رنګارنګه کروي مثلث منځ ته راځي، که موږ دا مثلثونه حل کړو، دلمنځو دوختو تخریج، او دسمت القبله پېژندل به ډیر اسانه شي.

مثلث همیشه دثنائي البعد دمعلومولو لپاره استعالیږي، که مثلث مستوي وي، نو دسطحي طول او عرض په معلومیږي، او که مثلث کروي وي، نو دکرې دکږې (منحني) سطحي اوژدوالی او پلنوالی په معلومیږي، په مثلث دثنائي البعد دمعلومولو لپاره د Sin، Cos، او Tan پیژندل ضروري دي.

دمثلث داضلاعو او زاویو په مابین کې نسبتو ته Sin، Cos، او Tan ویلکیږي، او ددایرې دقطر او محیط په مابین کې نسبت ته بیا پایه وايې.

داوقاتو دتخریج او دقبلې دسمت په معلومولو کې به موږ وایو، چې ساین، کاس او ټین په کلیه سره معلوم کړئ، ددې مطلب دا دی، چې دمثلث دزاویو او اضلاعو په مابین کې نسبتونه معلوم کړئ.

که دمتقابلې یا عمود نسبت وتر ته واخلو، هغه نسبت ته ساین (Sin)، او که دمتصلې هغه وتر ته واخلو، هغه ته کاس (Cos) او که دمتقابلې نسبت متصلې ته واخلو، هغه ته بیا ټین (Tan) ویلکیږي.

استاذ دي دغه درې سبتونه شاګردانو ته په بیا بیا تکرار او وریاد کړي، تر څو شاګردان وکولای شي، دکالکولیټر په مټ دمثلث داضلاعو او زاویو په مابین کې نسبتونه (Sin، Cos، Tan) معلوم کړای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x