شعـــــرونه

غزل/ ابراهيم صياد

 

ابراهیم صیاد

لکه د ژمي مازدیګر تیریږي
ژوند مې په منډه لکه لمر تیریږي

له مجبوریه د اغیار په کوڅه
دغه ملنګ د یار له در تیریږي

ماته زندان شوله دا لویه دنیا
په تا به هره ورځ اختر تیریږي

په نیمو شپو راشي کاروان د غمو
ان تر سهاره په زیګر تیریږي

درد به یی څه وي نامیندي مې وژني
چې پرهرونه په پرهر تیریږي

ها د صیاد په زړه به څه تیریږي
چې له کابل او پیښور تیریږي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x