افغانستان

افغانستان،پاکستان او ترکیه د سولې په باب ګډه ناسته کوي

نن ټکی آسیا: د سولې په اړه د خبرو اترو لپاره د افغانستان او پاکستان چارواکي د یوې درې اړخیزې ناستې په را بللو سره موافقې ته رسېدلي.
له ارګ څخه د جمهوري ریاست د مطبوعاتي دفتر له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې ولسمشر حامد کرزي تېره شپه د پاکستان له صدراعظم نواز شریف سره د یوه تلیفوني تماس په ترڅ کې د سولې په باب خبرې وکړې.

د یاد ګزارش په اساس، دواړو لوریو په دې تلیفوني اړیکې کې د خپلمنځي اړیکو او همکاریو پر ادامه او د پاکستان او افغانستان تر منځ په دوه اړخیزو او د افغانستان، پاکستان او ترکیې ترمنځ په درې اړخېزو همکاریو او ناستو ټېنګار وشو.
 په اعلامیه کې راغلې، چې ښاغلي شریف او ولسمشر کرزي موافقه کړې چې په نږدې راتلونکې کې به د دې ناستو په لړ کې په انقره ښار کې سره جرګه کېږي.
د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې د سولې شورا یو لوړپوړی پلاوی سعودي عربستان ته سفر وکړ او تېره اونۍ د دوشنبې په ورځ د سعودي د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته لاړ.

ویل کېږي په دغه سفر کې پاکستاني او سعودي مقاماتو له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره د هڅو پر ګړندیتوب او طالبانو ته په سعودي کې د دفتر پر پرانستلو هوکړې ته سره رسېدلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x