ورزش

د افغانستان او زیمبابوۍ تر منځ سیالۍ لغوه شوې

د کرکټ مشهورې او معتمدې وېبپاڼه (کریک انفو)  ته نېږدې سرچینو ویلي دي  چې د زیمبابوی او افغانستان تر منځ په روانه میاشت کې کیدونکې سیالۍ لغوه شوې.
افغانستان د روانې میاشتې په ورستیو ورځو کې زیمبابوۍ ته د سیالیو لپاره په خپل شخصي مصرف تلل، خو د زیمبابوۍ د کرکټ بورډ د مالي ستونزو له امله سیالۍ لغوه کړي.

د زیمبابوۍ کرکټ لوبغاړي د تېر دسمبر راهیسې د تنخوا ګانو د نشت له امله احتجاجا لوبې نه کوي. د ددغې لوبډلې په دې ټینګار کوي چې تر هغې يې تنخواګانې نه وي اخیستې لوبې نه کوي.

د زیمبابوۍ کرکټ لوبډله د سختو مالي ستونزو سره مخ ده، او امکان ده چې په نېږدې وخت کې د کرکټ د نړیوالې شورا څخه نور پور واخلي.

افغانستان کرکټ لوبډلې سره له دې چې ددغې سفر ټول مصارف يې په خپله غاړه منلي و، خو ددې سره سره هم د سیالیو لغوه کول په دې دلالت کوي چې زیمبابوۍ لوبډله د پراخو مالي مشکلاتو سره مخ ده.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان کرکټ بورډ په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x