دیني، سیرت او تاریخ

رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په آند (۴۲برخه)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر
پروفيسر درجار او د اسلام د حقانيت په هکله وايي:
دا ډېره مشکله ده چې یو انسان د هغه څه په اړه فکر وکړي، چې هغه ۱۴۰۰ کاله مخکې بیان شوي دي او اوس دې انسانان ورباندې پوه شي، زه دا درته ویلای شم چې دا د یوه عادي انسان پوهه او لیکنه نه ده، بلکې دا له مافوق الفطرت څخه سرچېنه اخلي.

شیخ عبدالمجید زندانی بیا د قرآني آیاتونو د حقانیت په هکله ورڅخه وپوښتل:
تاسې په قرآنکریم کې دساینسي معلوماتو په هکله څه نظر لرئ او  له نوي ساینس سره قرآنکریم څنګه پرتله کوئ؛ حال دا چې امام الانبياء حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ۱۴۰۰ کاله مخکې په دې پوهېده؟
پروفيسر درجار په ځواب کې وویل:

د هر شي په هکله چې په قرآنکریم کې په تفصیل سره معلومات ورکړل شوي دي، دې ته هرڅوک حیران دي او دا کېدای شي چې په هغه وخت کې انسانانو په څه شیانو کې څه محدود علم درلوده او قرآنکریم هر څه داسې په تفصیل سره بیان کړیدي چې دا د انساني عقل او پوهې څخه لوړ دي، نو زه دا منم چې قرآنکریم د مافوق الفطرت د یوې سرچېنې څخه راغلي دي۔
پروفيسر سايويدا د اسلام د حقانيت په هکله وايي:
هغه څه چې ما په قرآن کریم کې مطالعه کړي، ورته حیران شوم، چې هره څیړنه یې څومره له راز او نیازه ډکه ده، زه په یقیني توګه درته ویلای شم چې دا یو عجیب او د اعتماد وړ کتاب دی او زه د دې کتاب د ټولو لارښونو سره پوره موافق یم.

شیخ زنداني په یوه ځانګړی ملاقات کې له نوموړي څخه ډېرې پوښتنې د قرآنکریم د حقانیت په هکله ورڅخه وکړې، چې د غرونو، سمندرونو، د غرود جوړښت او د ځمکې پر مضبوطوالي باندې مشتملې وې او یوه پوښتنه یې دا هم ورڅخه وکړه، چې د کایناتو هغه پټ راز چې اوس ساینس پوهانو پیداکړی دی او هغه ۱۴۰۰ کاله مخکې په قرآنکریم او سنت نبوي صلی الله علیه وسلم کې موجود ؤ؛ تاسې ورته په څه نظر ګورئ؟

زه په دې باور یم چې دا هرڅه له پټو رازونو څخه ډک او د پوره یقین وړ دي، تاسې چې هر څه وایاست، هغه ټول یقیني او حق دي او قرآنکریم له ټولو کتابونو څخه لوړ امتیاز لري، چې زه درسره پرې موافق یم۔

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x