د لوي اختر د رارسيدلو په مناسبت د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني پيغام

د لوي اختر د رارسيدلو په مناسبت

د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني پيغام

١٣/٨/١٣٩٠ – ٤/١١/٢٠١١

تر هر څه د مخه خپل، د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشرتابه پلاوي او ټول غړو لخوا د ١٤٣٢ ق کال د لوي اختر د راسيدلو په مناسبت مبارکي او نيکي هيلي د نړي ټولو مسلمانانو په ځانګړي توګه د افغانستان مسلمان زوريدلي، کړيدلي اومظلوم خلګو ته وړاندي کوم.

د لوي خداي (ج) د دربار څخه ټولو مسلمانانو ته خوشحاله او نيکمرغه اختر غواړم.

لوي اختر چې مسلمه امت ته د خداي (ج) و دربار ته د حضرت ابراهيم (ع) د اطاعت او د حضرت اسماعيل (ع) د ځان تيريدني يو لوي درس دي، بايد هرمسلمان په ووياړي او عمل په وکړي.

درنو هېوادوالو!

زموږ په هېواد کې د دري لسيزو ناخوالواو جګړو له عمله هره ورځ په لسګونو مظلوم او بي وسه افغانان د جګړي قرباني کيږي، خويندي او ميندي مو بوري او کونډي کيږي چې د اختر مبارکی ورځي په اکثرو کورونو کې د غم او ماتم ټغر خپور کړي، ځکه نو جګړه د افغانانو د پاره د حل لاره نده.

راځي چې د پخلايني او سولي د ټينګښت دپاره يو موټي سو او د مذاکراتو، جرګو او لوي جرګي د طريقه هميشني سولي دپاره هلي ځلي وکړو تر څو چې د جنګ، جګړي او ولسي قرباني کمبله زموږ د ګران او   وياړلي هېواد افغانستان څخه د هميش دپاره ټوله سي.

د وخت څخه په ګټه اخستلو يو وار بيا ټولو مسلمانانو او په خاصه توګه افغان ربړيدلي ولس ته نيکمرغه او خوشحاله اختر غواړم.

اختر مو بختور

الحاج غرزي خواخوږی



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.