افغانستان

نبیل: په پاکستان کې تر اوسه دوولس طالب مشران وژل شوي

نن ټکی آسیا: د ملي  امنیت لوی ریاست سرپرست رحمت الله نبیل رويټرز خبري اژانس ته ويلي دي چې تر دې مهاله دولس طالب مشران چې اکثره یې د طالبانو شورا غړي دي او د سولې خبرو ته يي زړه ښه کړی دی د ناڅرګندو وسله والو له لوري په نښه کيږي او وژل کيږي.

نوموړی وايي چې د دوی څيړنې ښيي ټول وژل شوي طالب قومندانان هغه کسان دي چې د سولې خبرو ته يي زړه ښه کړی و.
ښاغلی نبيل وايي: تر دې دمه ۱۲ تنه چې وژل شوي د کابل حکومت له استازو سره خبرې کړي دي چې تر ډيره ولايتي مسولين يا هم قومي مشران وي.
پاکستاني چارواکو هم په خپلو خبرو کې د طالب مشرانو وژني تائید کړي، خو زیاتوي چې دوی ددې وژنو تر شا لاس نلري.
بل پلو طالبانو تېره ورځ په یوه اعلامیه کې د افغان چارواکو د ورته څرګندونو په غبرګون کې د خپلو ملګرو وژنې رد کړي او یوازې د پخواني جهادي قومندان نورالله د وژنې پېښې ته یې اشاره کړي؛خو بیا یې هم پړه پر کومې خاص ډلې ور اچولې نه وه.
د ملي امنیت رئیس د طالبانو د وژنو په باب ځان یا کومې بلې مطرحې ډلې-ټپلې ته ګوته نه ده نیولې.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې په مطبوعاتو کې په پاکستان کې د طالب مشرانو د وژنو په باب تاوده بحثونه کېږي، خو هېڅ لوری یې په دې چاره کې مسؤل نه دی پېژندل شوی.
نن ټکی آسیا ویب پاڼې څه موده وړاندې د پاکستان د مشهورې ورځپاڼې (امت) د یوې ځانګړې لیکنې ژباړه هم خپره کړې وه، چې پکې راغلي وو، چې د طالب مشرانو په وژلو کې د ۱۵ استخباراتي ادارو لاس دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x