افغانستان

لويې څارنوالۍ د جنرال دوستم د نهوو ساتونکو د نيولو امر صادر کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغه ۵، ۱۳۹۵ل): د افغانستان لويې څارنوالۍ د يو ځانګړي فرمان له مخې امر صادر کړی، چې د ګډ حکومت د مشر اشرف غني د لومړي مرستيال جنرال دوستم نهه تنه ساتونکي دې ونيول شي.

پر جنرال دوستم تور دی، چې جوزجان کې يې خپل مخالف احمد ايشچي په شخصي زندان کې اچولی، شکنجې يې ورکړي او خپلو ساتونکو ته يې پر ده د جنسي تيري امر کړی دی.

د لويې څارنوالۍ وياند جمشېد رسولي رسنيو ته وويل، چې د دوستم د نهوو ساتونکو د نيولو امر يې  د احمد ايشچي د ادعا پر بنسټ کړی دی او پر دوستم د لګېدلو تورونو څېړنه يې پيل کړې ده.

رسولي وايي، چې څېړونکي پلاوي ويلي، چې د ايشچي د ادعا له مخې د دوستم دغه نهه تنه ساتونکي په جنسي ځورونه او شکنو کې ښکېل دي.

د لويې څارنوالۍ وياند د دوستم نوم له اخيستو پرته وويل، چې له دې وړاندې هم د احمد ايشچي مخالف ته د څارنوالۍ له لوري درې ځله جلب لېږل شوی، خو تر اوسه نه په خپله او نه يې هم خپل وکيل څارنوالۍ ته د ځواب لپاره رالېږلی دی.

د افغانستان د اساسي قانون د ۶۹ ماده کې راغلي: ولسمشر خپل ولس او پارلمان ته د اساسي قانون له مخې مسوول دی. ولسي جرګه کولای شي، چې ولسمشر د بشري جرمونو، ملي خيانت او يا هم د رايو په اکثريت له خپلې دندې ګوښه او څارنوالۍ ته معرفي کړي.

له دې وړاندې د جنرال دوستم دفتر د احمد ايشچي تورونه بې بنسټه بللي وو او ويلي يې و، چې د څارنوالۍ له لوري د ولسمشر د مرستيال نيول ناقانونه کار دی، خو ښاغلی رسولي وايي، چې لويه څارنوالي د اساسي قانون له مخې دا واک لري، چې له جنرال دوستم څخه پوښتنې او څېړنې وکړي.

د لويې څارنوالۍ وياند وايي، چې له څېړنو وروسته به روښانه شي، چې د دوستم په ګډون د نورو کسانو د نيولو اړتيا پېښېږي که نه.

احمد ايشچي نن سه شنبه په کابل کې رسنيو ته وويل، چې جنرال دوستم پنځه ورځې دی په شبرغان کې په خپل کور کې بندي کړی و او خپلو ساتونکو ته يې امر کړی و، چې پر ده جنسي تېری وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x