افغانستان

د هرات-فراه پر لاره اته تنه تښتول شوي

نن ټکی آسیا: د فراه ولایت امنیتي چارواکي د هرات-فراه په لویه لار د ناڅرګندو کسانو له لوري د اتو تنو د تښتولو خبر ورکوي.
امنیتي چارواکي وایي، نن د شنبې په سهار د فراه – هرات پر لویې لار د یوه مسافروړونکي موټر اته تنه سپرلۍ تښتول شوي دي.

د فراه  ولایت د بالابلوک ولسوال سید محمد رسنیو  ته تښتوونکي ناپیژندل شوي کسان بللي دي .
د تښتول شویو کسانو هویت او معلومات څرګند شوي نه دي او نه هم امنیتي چارواکو تر دې دمه د تښتول شویو کسانو په اړه نور جزیات ورکړي دي.
تر اوسه چا د یادو کسانو د تښتولو پړه په غاړه نه ده اخیستې.
 خو د فراه امنیتي چارواکي وایي، د تښتول شویو  د موندنې هڅې یې پیل کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x