نظــر

دولتي کارمند بايد څنګه وي؟ (۳ برخه)

لیکنه: عبدالواحد رسولي

دریم خاصیت: له رشوت څخه ډډه

رشوت ۸۳ لویو ګناهونو له ډلي څخه ۳۲ لویه او کبیره ګناه ده هر دولتي کارمند چی په هر دولتي موقف کي وی باید ځان ددی ګناه له ګندګې څخه مصؤن او محفوظ کړي ځکه دا داسی ګناه ده چی نه یوازې دولتي کارمند ځان دجهنم په سوزناکه اور لوروی بلکي ددې علاوه په ټولنه کي هم په کثرت سره دجرایمو او دظلم د تاریکو بندي دروازې پرانیزې.

ځکه عادل او اسلامی دولت درب له لوری درب پر بندګانو یوه داسي بی مثله او بی بیه عطاء ده چي نه یوازې اسلام مبارک دین عطاء ده بلکې دمسلم امت دهر کمزوری او زورور فرد حقوق هم په کی خوندي او په امان دي چی رشوت دهمدغي سترې الهی تحفي (دولت) قوت او ډار له منځه وړي او خلکو ته دجرایمو جرت او غیر مستقمه بلنه ورکوي نو دولتي کارمند باید ددی ګناه له ارتکاب څخه ځان وساتي موږ الحمدالله موحدین او مؤمنان یو په دی عقیده یو که مو په دنیا کی ددې جرم مجازاتو څخه ځانونه وژغورو نو عقبی کی مو دخلاصون هیڅ چانس نشته ځکه رشوت ګناه کبیره ده او علماء کرامو دکناه کبیره په تعریف کی دګناه کبیره یوه علامه اخروي عذاب او همدارنګه لعنت ذکر کوي چی درشوت خوړونکی لپاره دا دوړه ذکر شوی چی په راتلونکو ایاتونو او احادیثو کي به یې ولولو الله ج فرمایي:

وَلَا تَأْكُلُوٓا أَمْوٰلَكُم بَيْنَكُم بِالْبٰطِلِ وَتُدْلُوا بِهَآ إِلَى الْحُكَّامِ لِتَأْكُلُوا فَرِيقًا مِّنْ أَمْوٰلِ النَّاسِ بِالْإِثْمِ وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ [سُوۡرَةُ البَقَرَة : 188]

او تاسي مه په خپلو منځو کښي يو د بل مال په ناروا توګه خورئ او مه هغه مال حاكمانو ته په دې غرض وړاندي کوئ چي تاسي ته په قصدي توګه او ظلم سره د نورو خلكو د يو څه شتمنۍ د خوړلو فرصت په لاس درشي، په داسي حال کي چي تاسي پوهیږئ؟

همدارنګه له عبدالله بن عمر رض څخه روایت دې چي رسول الله ص وفرمایل: «لَعَنَ رسول الله صلی الله علیه وسلم الرَّاشِی وَالمُرْتَشِی» رواه ابوداود

ژباړه:په رشوت ورکوونکي او رشوت اخیستونکي دي لعنت وي معاذالله لعنت څه وړه خبره نه ده الله ج موږ دلعنت معنی او مفهوم سره داسي اشناء کوي

أُولٰٓئِكَ الَّذِينَ لَعَنَهُمُ اللَّهُ ۖ وَمَن يَلْعَنِ اللَّهُ فَلَن تَجِدَ لَهُۥ نَصِيرًا [سُوۡرَةُ النِّسَاء : 52]

ژباړه: همداسي خلك دي چي الله پرې لعنت کړيدي، او پر چا چي الله لعنت وکړي بيا د هغه لپاره هیڅ مرستندوى نه شې موندلى.

همدارنګه ابو حمید الساعدی رض وایی رسول الله ص داسد د قبیلې یو کس چی ابن لتبیه نومیده دعامل په صفت ولیږی چی دصدقې مال راوړي کله چی ابن لتبیه راغلی نو مال یی دوه ځایه کړی او ویی ویل دا ستاسی دی دا نور زما دی.

نو رسول الله منبر ته وختلو او خطبه یی وویل څه دی هغه عامل ته چی زه یی دعامل په صفت ولیکم بیا وایې دا څه شیان ستاسي دې او دا نور خلکو ماته ډالی راکړي دې، ولي نه کیني دپلار یا مور په کور کي، نو بیا دي ورته خلک ډالۍ راوړي یعني کومي ډالۍ چی تاته خلکو راوړي دایی رشوت راوړې کنې دا تحفې دې تاته راوړي،چی ته په کور کي یې.

بیا رسول الله ص وفرمایل قسم می دې په هغه ذات وي چی زما روح یې په قبضه کي دي نو هر هغه څوک چی دا کار وکړي نو دغه مال درشوت اوش،یا غوا یا وزه چی چا اخیستی وی نو دوی به رمباړې وهي دغه رشوت اخیستونکي به په اوږو بار کړي وي بیا رسول الله ص لاسونه اوچت کړل دوعا یې وغوښته تر دي چی تخرګونه مبارک یې ښکاره شول او ویې ویل ای الله تعالی ماستا دین ورسولو دغه خبره دوه ځله وکړه (رواه ابوداود وترمذی)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x