افغانستان

پاکستان د نوي میزایل تجربه وکړه – ویډیو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغه ۵، ۱۳۹۵ل): پاکستان نن د «ابابیل» په نامه د ځمکي څخه ځمکه ویشتونکي میزایل تجربه وکړه.

د پاکستان د پوځ د اطلاعاتو او رسنیو سره د اړیکو ادارې «آی ایس پي آر» نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه خبر ورکړی او پر خپل ټویټر اکاونټ یې د میزایل د تجربې ویډیو هم خپره کړې ده.

د خبرپاڼې سره سم د ابابیل په نامه د پاکستان د پوځ دغه میزایل د ۲۲۰۰ کیلو میټر په اندازه هدف ویشتلی شي او له ځانه سره ایټومي سرګلولې هم انتقالولای شي.

د خبرپاڼې سره سم په دغه میزایل کې بیا دوه توغندۍ نصبېدای شي چې دواړه پر یوه وخت جلا جلا هدفونه په نښه کولای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x