fbpx

اسلام د ممبر دين دی

راشد خليفه عمربن عبدالعزيز رحمه الله وایې: کله چې تاسو داسي خلک ووینئ چې په دین کې له عاموخلکو پټې خبرې کوي، پوه شئ چې دوی یو ډول نوې ګمراهي اوبیلاري رامنځته کوي. قال عمر بن عبدالعزيز : “إذا رأيت قوماً يتناجون في دينهم دون العامة فاعلم أنهم على تأسيس ضلالة” اخرجه اللالكائي(235/1) واحمدفي الزهد(48ص) ةالدارمي في سننه (91/1) .

عمربن عبدالعزیز رحمه الله په ټولیزه توګه خلک د یوه وتلي عادل سیاستوال په توګه پیژني اوکم خلک به په دې خبر وي چې هغه دقران او نبوي حدیثو ټولمنلی عالم هم دی، هغه د مدیني منوري له اوو مشهورو فقهاوو نه دڅو فقهاوو خاص شاګرد دی،

ځکه خو د مختلفو مذاهبو علماء اوفقهاء دهغه پریکړې او فیصلي دحجت په توګه مني، دبیلګې په توګه دحنفي فقهي مشهور امام او لوی فقیه السرخسي په خپل وتلي کتاب المبسوط کې د ده اقوال او پریکړې ځای په ځای دحجت او استدلال په توګه را اخلي.

 د دې سترګور اوهوښیارعالم عمربن عبدالعزیز رحمه الله دالوړه وینا خورا له حکمته ډکه او ډیره درنه خبر ده، په دې خبره سره دده مطلب داده چې اسلام بیخي څرګند او روښانه دین ده، اسلام دلمرپه څیر ځلانده او د منبر دین ده، اسلام هیڅ اسرار او دخواصو له پاره بیل اوځانګړې توضیحات نلري، دی وایې که څوک له عامو خلکو پټې دځان له پاره خاصي خبرې لري د دې مطلب داده چې داد دوی خپله ګمراهي ده له اسلام سره اړیکه نلري.

 اسلام د موجوده محرف عیسایت په څیر دین نده چې دپاپانو له پاره ځانګړي رموز او اسرار لري چې په هغوکې عام خلک آن دپوښتنې حق هم نلري.

متاسفانه نن سبا ځیني داسي دیني کړۍ شتون لري چې هغوی په خپلوکې د خواص، خاص الخاص، اخص الخواص او…. دې ته ورته اصطلاحات کاروي. او ځیني داسي خبرې لري چې هغه له عوامو پټې بولي، داراز ځیني داسي خلک هم شته چې هغوی په عملي توګه د دوی او عامو خلکو ترمنځ فاصلې او واټنونه رامنځته کړي دي، خوداشیان له دین سره اړیکه نلري دا د دوی خپلې خبرې دي او له ځانونو یې رامنځته کړې دي .

 اسلام عالمان مکلف کړي دي چې ټول دین باید خلکو ته ورسوي که یوه جمله یې له خلکو پټه کړه دهغه عالم خولې ته به د اور لګام ورلویږي(فَا لْجِمَ بِلُجَامٍ مِنَّ النَّارِ) داراز اسلام عام خلک مکلف کړي او امر ورته کوي چې په کوم شي نه پوهیږي دهغه په اړه دي له علماو پوښتنه کوي ( فَاسْئَُلوا اَهْلَ الذِّکْر ِاِنْ کُنْتُمْ لاتَعْلَمُون)َ. نوخبره سپینه او روښانه ده اسلام دلمرپه څیر روښانه او ځلانده دین ده، اسلام د ممبر دین ده اودممبر له لارې باید په ښکاره توګه مسلمانانوته بیان شي. ( لِیُبَیِّنَ لَهُمْ) .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د