افغانستان

ملا عبدالسلام: د طالبانو سیاسي او نظامي فعالیتونه د شریعت پر اصولو ولاړ دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغه ۵، ۱۳۹۵ل): د کندز ولایت لپاره د طالبانو والي ملا عبدالسلام وايي چې د طالبانو سیاسي او نظامي هلې ځلې د شریعت په اصولو ولاړې دي او له بهرنیو هیوادونو سره یې ډيپلوماټیکې اړیکي هیڅ شرعي ستونزه نه لري.

نوموړي د طالبانو له رسمي ویب پاڼې (الاماره) سره په خپلې تازه غږیره مرکه کې ویلي چې طالبان د هیواد په ۹۰٪ فیصده خاوره واکمن دي او په وینا یې دا حق لري چې سیاسي نماینده ګان یې له ګاونډیو او بهرنیو هیوادونو سره لیدنې کتنې او اړیکي ولري.

ملا عبدالسلام چې په شمال کې د طالبانو یو له تر ټولو ځواکمنو مشرانو څخه ګڼل کیږي، په خپلو پلویانو غږ کوي چې د مشرانو په پرېکړو باور او اعتماد وساتي او ډاډ څرګندوي چې هیڅکله به یې سیاسي او نظامي کوښښونو له شریعت سره په ټکر کې ونه لویږي. نوموړی زیاتوي:

«رسول الله صلی الله علیه وسلم او خلفاوو د کفارو له سفیرانو سره کتلي او یا یې سفیران ورلیږلي، نو مونږ هم کولی شي چې کفري ممالکو ته سفیران ولیږو، دا باید د مجاهدینو ذهنونه مشوش نه کړي، مجاهدین باید په خپل امیر باندې نیک نظر ولري، الحمدلله زمونږ په مشرانو کې داسې څوک نه شته چې زمونږ په وینو د شریعت خلاف سودا وکړي».

ملا عبدالسلام ټینګار کوي چې طالبان ازاد، خپلواک او مستقل دي او هیڅکله به د چا تر ثاتیر لاندې رانشي. نوموړی زیاتوي چې د طالبانو د اسلامي امارت د واکمنۍ نړیدل د دې ښکاره بېلګه ده چې طالبان له بهرنیو هیوادونو سره په خپلو اړیکو کې د شریعت اصولو ته ژمن دي.

هغه په ځانګړي توګه د کوم هیواد نوم نه دی اخیستی خو دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په رسنیو کې د سیمې ځینو هیوادونو ته د طالبانو د سیاسي دفتر د استازو د سفرونو راپورونه ورکړل شول.

د طالبانو دغه چارواکي په امریکايانو هم غږ کړی چې د افغانستان د اشغال سوچ دې نه کوي او «امریکایان دې په دې پوه شي چې افغانان له جهاد څخه نه ستړي کیدونکی قوم دی، جهاد به د اشغال تر خاتمې پورې جاري وي، په جهاد کې زمونږ مورال نه ضعیفه کیږي».

ملا عبدالسلام په کندز کې د داعش ډلې موجودیت تر رسنیو پورې محدود بللی او زیاته کړې يې ده چې یوازې په رسنیو کې د داعش نوم اوري خو عملا په شمالي ولایتونو او په ځانګړي ډول کندز کې د داعش یا بلې ډلې څرک نه لیدل کیږي.

هغه همدارنګه په کندز کې د دولتي ځواکونو ژمني عملیات خیالي ګڼلي او ویلي یې دي چې دولتي عسکر پرته له دې چې د ولسي خلکو کورونه په درنو وسلو په نښه کړي بله لاسته راوړنه نه لري.

د طالبانو دغه مشر رسنۍ او خبریالان د ژورنالیستیکو اصولو پاملرنې ته رابللي او د خپل ځان په اړه یې پرلپسې ناسمو راپورونو ته په اشارې زیاته کړې چې په ځلونو یې د وژنې او ټپي کیدو خبرونه ورکړل شوي.

نوموړي په ځانګړي ډول کومه رسنۍ نه ده مشخصه کړې خو ویلي یې دي چې ناسم راپورونه د رسنیو دروغژنه څیره نوره هم رسوا کوي او په ولس کې يې حیثیت نور هم کموي.

«هغه رسنۍ چې ځانونه خپلواک بولي او بیا داسې دروغژن خبرونه خپروي هیوادوال یې باید وپیژني چې د بل چا لپاره کار کوي».

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د طالبانو د دغه پیاوړي مشر د وژل کیدو خبرونه ورکړل شوي وو، د تېر اکتوبر میاشت په لومړیو کې د کندز دولتي والي اسدالله عمرخیل او جنرال مراد علي مراد په ټینګه ویلي و چې ملاعبدالسلام د افغان ځواکونو په هوايي برید کې له مینځه تللی. تر هغې مخکې د ۲۰۱۵ په سپتمبر میاشت کې د ملي امنیت لوی ریاست د یوې رسمي خبرپاڼې په ترڅ کې اعلان کړی و چې په کندز کې يې د طالبانو والي ملاعبدالسلام له یو پنجابي وګړي سره یوځای په هوايي برید کې وژلی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close