نړۍ

د شارون بې محاکمې مرګ د بشري ارګانونو لپاره شرم دی

د اسراييلي ورځپاڼې «یدیعوت آحارونوت» د منځنۍ اسیا د چارو کار پوه “لیتا ویتسون ” د بشري حقونو مسؤولین پر دې پړه بللي چې اریل شارون له بشري حقونو د سرکشي له امله محاکمه نشو کړای.لیتا ویتسون وايي چې د بشري حقونو د نقض په اړه د شارون مصؤونیت د دې لامل شو چې د فلسطین او اسراييلو شخړه نوره هم زیاته شي او د خبرو اترو لارې يې وتړلې.دا سراييلو پخوانی لومړی وزیر د اتو کالو له بې هوښۍ وروسته نن ماذدیګر د ۸۵ کالو په عمر ومړ. شارون هغه مهال د قصاب لقب خپل کړ چې د لبنان جنوب «صبرا و شتیلا» او فلسطین باندې خونړي بریدونه وکړل. ندیم حوري د ویتسون مرستیال هم په خپل تويټر پاڼه کې لیکلي چې له محکمې پرته د شارون مرګ زموږ ټولو د پاره د شرم او سرټيټۍ لامل دی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x