ټولنیزه برخه

د السلام علیکم او ان شآءالله تحقیق

حمزه حسيني
 
کوم یو صحیح دی؟
【۱】الســــلام علیکم.
【۲】ســــــلام علیکم.

محترمو ملګرو! په اکثره اوقاتو کې چې مونږ د خلکو پوسټ یا کمنټ ته زیر شو نو یو څه مشــکل پکې وینو چې نن مو بعضو هغه مهمو الفاظو ته توجوه را اړوم چې باید تصحيح یې کړو.

الســلام علیکم صحیح ده، نو السلام به مبتداء شي او علیکم به یې په اعتبار د متعلق سره خبر شي، په داسې لیکلو کې مشکل نشته بلکې دا افضل او بهتر لیکل او ویل دي. خو سَلَامٌ علیکم هم په قران کریم کې راغلی، دلته به بیا سَلَامٌ مبتداء شي، او دا تنوین به یې لپاره د تعظيم شي؛ نو ابتدائیت به یې هم صحیح شي، دا اعتراض به هم نه واردیږي چې دلته خو مبتداء نکره واقع شوې ده، او علیکم به یې په اعتبار د متعلق سره خبر شي لپاره د مبتداء، نو دا هم صحیح شو، البته دا خبره باید یاد وساتل شي، چې په عجمي ژبو کي خلک د تنوین خیال نه ساتي فلهذا بيا یې صحت ممکن نه ده.
او په دیکې داسې هم ویل کیږي سِلَام علیکمٌ یا اَلسِّلَامُ علیکم دا بالکل نه ده صحیح دا ښېرا ده، دا هلته چې تغیر په اعراباتو کې وشي بیا دا مشکل منځ ته راځي.
او بعض وروڼه بیا اسلام علیکم لیکي دا هم نه ده صحیح دا بیا دوه جهته لري:
۱: اَسَــــــلَامٌ علیکم دلته همزه د استفهام په معنا کیږي او معنا یې داسې کیږي (ایا سلامتیا ده پر تاسو؟) او دا معنا د سلام اچونکي مقصود هم نه وي.
۲:چې همزه یې له اصل باب څخه شي بیا به داسې شي اِسْلَامٌ علیکم بیا به یې معنا داسي شي چې (اسلام په ضرر د ستاسو ) العیاذ بالله او دا معنا هم غلطه راځي ځکه دلته به علي بیا لپاره د ضرر شي، او اسلام به مصدر له باب افعال څخه شي.
له ټولو ملګرو دا هیله کوم چې (اَلسَّـــلَامُ عَلَیْکُمْ) ووایي او په همدې صورت یې ولیکې او له دا نورو الفاظو څخه ځان وساتي.
کــــــوم یو صحیح ده؟
【1】ان شآءالله
【2】انشآءالله
اول صحیح ده ځکه چې (اِنْ)شرطیه ده او ( شَآءَ) فعل او (اَللهُ) یې فاعل ده نو دا ټوله جمله شرطیه کیږي او معنا یې داسې کیږي:کچیرته د الله خوښه شي.
او دوهــم صحیح نه ده ځکه چې بیا (اِنْشَآءَُ)دا مضاف کیږي او لفظ د(اَللهِ)مضاف الیه کیږي نو بیا یې معنا داسې کیږي چه:پیداکول دالله بل شي لره، ځکه انشاء په معنا د ایجاد سره راځي، نو دا اوس پوره جمله نه شوه، بلکې جزء د جملې شو، او معنا یې تامه نه شوه.
او شاء له باب فتح یفتح مجردو څخه راځي لکه:شَآءَ،یَشَآءُ، مَشِیَّةً.
او دوهم له باب افعال مزیدو څخه ده ګردان یې داسې راځي :اَنْشَأَ، یُنْشِأُ، اِنْشَآءً.
او بعض نا خبره وایې چې قران کریم کې دواړه استعمال شوي دي، صحـیح ده دواړه استعمال شوي، خو په پخپلو ځاينو کې نه دا چې د ان شاء په ځای انشاء او یا د انشأ په ان شاء راغلي وي.
او دا بعض بیا بغیر له دلیله دواړه جائز بولي او دا صحیح خبره نه ده.
(اِنَّا اَنْشَأْنَاهُنَّ اِنْشَآءً) الآیة.
دا انشاء لپاره مثال شو.
(وَاِنَّا اِنْ شَآءَ اللهُ لَمُهْتَدُوْنَ) الآیة.
دا د ان شآء لپاره مثال شو.
وما علـــینا الا البــــلاغ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله شاه وطنپال

مننه کوو په رښتیا چی ټولنه دداسی مشکل سره مخ ده

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x