افغانستان

پروېز مشرف: بدماشه واکمني او سپېرې شېبې – ذاکر جلالي

پروېز مشرف د خپلو درېوو وروڼو دویم دی، چې په ۱۹۴۳ل کال د اګسټ پر لسمه نېټه په «نهروالې هاولي» سیمه کې چې د هندوستان پلازمېنې، نوي ډيلي ته نژدې پرته سیمه ده، زېږېدلی دی. پر ۱۹۴۷ل کال د هندوستان له وېشاک وروسته، مشرف له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته، چې له هنده بېل شوی و، کډه شو. د مشرف کورنۍ د پاکستان په کراچۍ ښار کې چې هغه مهال یې پلازمېنه وه، مېشته شوه. د مشرف پلار، مشرف‌الدین د پاکستاني سفارت منشي په توګه په ترکیه کې کار کاوه. پروېزمشرف د خپل عمر لومړني کلونه (۱۹۴۹ تر ۱۹۵۶) پورې په ترکیه کې تېر کړل. مېرمن یې «بېګم صبا» د پاکستان پنجاب ایالت پورې تړاو لري. دوی دوه بچیان لري: بلال مشرف او آیلا رضا. بلال د امریکا په کالیفورنیا کې د پانګونې په برخه کې او آیلا د پاکستان په کراچۍ کې پر سوداګریزو چارو بوخته ده.

مشرف په نظامي برخه کې زده کړې کړي دي، د پاکستان پوځ کې يې په مختلفو پوړو دندې ترسره کړي دي. په پوځ کې له ګڼو دندو وروسته په ۱۹۹۸م کال کې د جنرال جهانګیر کرامت له تقاعد وروسته د لومړي وزیر نوازشریف له لوري د پاکستاني پوځ سرلښکر وټاکل شو. ده په ۱۹۹۹م کال کې د پاکستان پوځ د کارګل جګړه کې چې له هند سره وه، رهبري کړ. ویل کېږي، چې د کارګل جګړه د پاکستان د ملکي او نظامي چارواکو ترمنځ د اختلافاتو لامل شوه، چې په پایله کې مشرف د ۱۹۹۹ل کال د اکټوبر پر ۱۲مه نېټه د یوې سپینې کودتا له لارې د لومړي وزیر نوازشریف حکومت نسکور او په خپله د واک پر ګدۍ کېناست.

د جنرال مشرف د واکمنۍ دور سراسر له غیرقانوني او ولس ضد کړنو سره مل و. د ده د حکومت په لومړيو کې (۲۰۰۱م) د سپټمبر پېښې وشوې، چې د نړۍ حالات یې پاموړ بدل کړل. دې بدلون د پاکستان، افغانستان او سیمې پر وضعیت تر بل هر ځایه ډېره اغېز وکړه. د مشرف حکومت چې یو له هغو حکومتونو څخه و چې په افغانستان کې يې د طالبانو واکمني په رسمیت پېژندله، د امریکا د وخت د بهرنیو چارو وزیر، کولن پاول په «يوه تلیفون» يې د افغانستان په تړاو د خپل هېواد څو کلن بهرنی سیاست په بشپړ ډول بدل کړ. ریچارډ آرمیټاج، د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال مشرف ته ګواښ کړی وو: «د بمبار لپاره تیار شئ. د حجر عصر ته د ورګرځېدو لپاره چمتو شئ». مشرف دا په ډاګه ویلي چې کولن پاول هم ده ورته ګواښ کړی و: «یا له موږ او یا زموږ پر ضد». مشرف په دې اړه نور توضیحات نه دي ورکړي. مشرف له امریکا سره د «تروریزم ضد جګړې» په بلاک کې دومره مخلص شو، چې د وخت افغان سفیر، ملا عبدالسلام ضعیف یې له ډیپلوماتیک خوندیتوب (Diplomatic Immunity) سره سره پر امریکايي ځواکونه وپلوره، چې په دې کار سره یې د ډیپلوماتیکو اړیکو په باب د ویانا کنوانسیون ۱۹۶۱م هم مات کړ. شاید د ډیپلوماسۍ په معاصر تاریخ کې دا د «سفیر خرڅونه» هم بې‌بېلګې وي. ښاغلي ضعیف د «ګوانتانامو انځور» کې د پاکستان ذلیل دریځ په ډېر رڼو ټکو نړیوالو ته بیان کړی.  

پاکستان د مشرف له خوا د بهرني سیاست دومره بدلون له امله ورځ تر بلې د بې‌ثباتۍ او ناامنۍ ښکار شو. که د ۲۰۰۰ کال پاکستان له ۲۰۰۱ یا دوو او همداسې تر اوسه له اوسني پاکستان سره پرتله کړو، نو وبه وګورو چې دې هېواد ډېر څه د «تروریزم ضد» جګړې لپاره قرباني کړل. د څه کم څلوېښت زره پاکستانیانو وژنه، په لویو ښارونو کې چاودنې، فرقي يي تاوتریخوالی، د غرب‌زدګۍ په لور تېز حرکت، سیاسي بې‌ثباتي او د پاکستاني طالبانو تحریک منځ ته راتګ او د دې هېواد له حکومت سره اوږدمهال جګړه، دا ټول هغه څه وو چې د پاکستان د دیکتاتور ولسمشر د «تروریزم ضد» بهرني سیاست له امله منځ ته راغلل. مشرف د خپلې واکمنۍ پر مهال د لوېدیځ پر سیاسي او اقتصادي ملاتړ او په کوردننه د یکه‌تازۍ له امله د امریکا هر حکم په سر سترګو ومانه، بې له دې چې د خپل هېواد ګټې او ننګونې په پام کې ونیسي. مشرف په قبایلي سیمو کې د خپل ولس پر ضد داسې عملیات وکړل، چې په پایله کې قبایل ټول د دې هېواد د حکومت په تېره د پوځ پر ضد شول. په ۲۰۰۷م کال کې پروېزمشرف د پلازمېنې اسلام اباد په زړه کې پر لال جومات او جامعه حفصه نظامي عملیات وکړل، چې په اسلامي تاریخ کې ښايي کم‌ساري عملیات وي، چې د یوه هېواد پوځ د جومات او مدرسې پر ضد پر نظامي عملیاتو لاس پورې کړي. پر لال جومات له حملې وروسته د ۱۰۰شاوخوا زده‌کوونکي او زده‌کوونکې شهیدان شول. مشرف د خپلې واکمنۍ پر مهال هڅه وکړه، چې پاکستان د غربزدګۍ پر لور وخوځوي. د ده د واکمنۍ په وخت کې ولس له حکومت سره په ډېر لرې واټن کې وو. مشرف په ….کال خپل سیاسي مخالف او بلوچ قومي مشر نواب اکبر خان بوګټي وواژه. په ۲۰۰۷م کال د ډسمبر په ۲۷مه بېنظر بوټو د ده په واکمنۍ کې ووژل شوه، چې دی یې په قتل کې تورن بلل کېږي.

په ۲۰۰۶م کال کې مشرف په خپل نامه د «اور پر لیکه» په نامه یو کتاب خپور کړ، چې د خپلو کړنو لپاره یې د توجیه کولو هڅه کړې ده. «د اور پر لیکه» کې مشرف ځان یو اتل او زړور قومندان ښودلی. مشرف هغه مهال رښتیا هم داسې لیډر و چې د واک او ځواک ساری یې نه و. د «تروریزم ضد» جګړې لپاره د امریکا بې‌خرته ډالر او پراخ ملاتړ، د اپوزیسیون نشت هغه لاملونه وو، چې مشرف په خلاص لاس خپل سیاستونه پلي کړای شول.

اوس مشرف په پاکستان کې دی او نوازشریف لومړی وزیر دی. اوسنی حکومت غواړي مشرف د قانون ماتونې او کودتا په تور محاکمه کړي. سربېره پر دې پر مشرف د لال جومات، د بېنظرې او اکبربوګټي د قتلونو تور دی. تر دې مهاله مشرف درې ځله محکمې ته غوښتل شوی، لومړی او دویم ځل د ناامنۍ له امله محکمه کې حاضر نه شو او درېیم ځل د ناروغۍ په پلمه د سترې محکمې پر ځای په راولپنډۍ کې یې نظامي روغتون ته پناه یوړه. په لومړي او دویم ځل خو د ناامنۍ ستونزه وه. په درېیم ځل چې مشرف څومره د ټولو د خندا وړ شو، دا نو شاید له نادرو وي چې یو دیکتاتور چې داسې سرشاره واکمني کړې وي، اوس دومره په ذلت او خوارۍ د محاکمې او قانون له وېرې یوه نظامي روغتون ته د ناروغۍ په پلمه پناه یوړه. محکمې له روغتونه د مشرف روغتیايي راپور وغوښت چې د پنجشنبې پر ورځ (د جنوري ۹مه) یې راپور محکمې ته وړاندې شو، چې د مشرف په اړه یې د یو شمېر ناروغيو یادونه پکې کړې وه. د وینې فشار، شکر، د زړه ناروغي او داسې نورې ناروغۍ پکې یادې شوي. جالبه دا وه، چې کله په پاکستاني ټلویزیوني چېنلونو کې پر دې راپور بحث کېده، د اکثرو کوربنو پر شونډو به له معنا ډکې مسکاوې خورې وې. د ډسمبر پر ۲۷مه مې له یوه پاکستاني ټلویزیون سره د مشرف مرکه ولیده، چې د مشرف ماتې، پښېماني او روحي شکست پکې ډېر ښه څرګند وو. خبریال ترې د هغو په اړه وپوښتل، چې پرون له ده سره او نن يې یوازې پرېښود، ده په ډېر تاثر وویل، چې دا د انسانانو شخصیت دی او دا حالات د دوی شخصیت ښيي. اوس محکمې مشرف ته د جنورۍ تر شپاړسمې (راتلونکې پنجشنبې) پورې وخت ورکړی، چې محکمې ته دې حاضر شي. لا هم څرګنده نه ده، چې مشرف به تیار شي چې محکمې ته ولاړشي کنه. تېره اوونۍ د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر، سعود‌الفیصل پاکستان ته دوه ورځنی سفر درلود چې له لوړ پوړو چارواکو سره یې وکتل. د فیصل د سفر پر مهال د پاکستان په محلي رسنیو کې دا ګنګوسه خپره وه، چې فیصل له نوازشریف سره دې موافقې ته رسېدلی، چې مشرف به محاکمه شي، سزا به ورته واورول شي؛ مګر بیا به د ولسمشر له خوا وبښل شي.

مشرف به وبښل شي او یا به هم سزا ورکړل شي، خو تېره اوونۍ ښايي د ده د ژوند تر ټولو ذلیله، خواره او نه هېرېدونکې لمحې وې. ما چې د مشرف دا حالات په جیو تلویزیون کې څارل، د عراق پخوانی دیکتاتو صدام حسین رایاد شو. صدام د امریکایانو له خوا محاکمه شو او پای کې په ۲۰۰۶م کال کې اعدام شو؛ خو صدام د اعدام تر دړې خپل غرور، خودي او ایګو له لاسه ورنه کړه.  د صدام پر شجاعت، زړورتیا او ویسا د ده دښمنانو هم اعتراف وکړ. له مرګ وروسته صدام د ټولې اسلامي نړۍ یو قهرمان شو. ولې؟ صدام د امریکايي ښکېلاک ضد دریځ غوره کړ. ولسونه په یوې قهرمانۍ هم د خپلو دیکتاتورو مشرانو جنایتونه هېرولای، آن اتلولای يې شي؛ مګر مشرف په خپل ژوند کې یوه هم داسې کومه قهرماني ونه کړه، چې نن یې ولس د یوه کریزماټیک ليډر په توګه ومني. مشرف نن د خپل ژوند د اویایم پسرلي شېبې په ډېرې خوارۍ د راولپنډۍ په نظامي روغتون کې تېروي.  په دې وروستیو شېبو کې د ده پخوانی دوست هېواد امریکا د ده په تړاو لږ تر لږه یوه د همدردۍ اعلامیه هم خپره نه کړه. د مشرف له ژوند او کړو وړو ډېرو اوسنیو مشرانو او ليډرانو ته ډېر درسونه او پندونه شته، چې ترې عبرت واخلي.

لیکوال: ذاکر جلالي، کالم: تم شه! – نن ټکی آسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x