breaking-news 1

غټ غټ خبرونه/ افغان زلمی

افغان زلمی

ځنګل باغ په ټوله نړۍ پُسخند وواهه

د کندز امنیه قومندان ځنګل باغ په نړیواله کچه د ډرۍ وهلو ریکارډ ټینګ کړ. تردې پخوا په یوه او دوو کسانو هر چا ډرۍ وهلې، د اپرېل فول له فرصته په استفاده به خلکو په یوه او بل له پُسخنده خوند اخیست. مګر داسې نه و لیدل شوي چې کوم څوک د ټولو نړیوالو رسنیو په دوکه کولو سره په درسته نړۍ ډرۍ ووهي.

د کندز امنیه قومندان آبله ورځ رسنیو ته وویل چې په کندز کې د طالبانو په والي ملا عبدالسلام د داعش لخوا برید شوی او سخت ټپي شوی دی.له دې خبرې سره نو رویټر، پژواک، بي بي سي، امریکا غږ او نور د کعب بن اشرف چچوخي پچوخي مطبوعات همدې موضوع ته کش شول. ازادۍ او امریکا غږ خو له اوو نه تر اوو د همدې درواغو باړونه وچلول. بي بي سي هم یو راپور ورباندې نشر کړ. هشت صبح په همدې موضوع سلامت مخ مقاله نشر کړه او په انلاین رسنیو کې د پسرلي بېلمازانو هم د یوې پوندې اتڼ ته کش ورکړ . خو چې کله د نړیوالو رسنیو دروغو ښه سور ونیو د طالبانو والي په یوه ژوندۍ مرکه سره اعلان کړه چې پیښه هیڅ حقیقت نلري او رسنۍ د ځنګل باغ په صورت کې شیطان غولولي دي.

د درواغو د چارو ماهرین وایي چې د قسیم ځنګل باغ نوم باید د ګینس په کتاب کې ولیکل شي ځکه تراوسه چا رسنۍ او د هغوی شعارونه داسې نه و مسخره کړي لکه ده یې چې یې آبرو باد باد او د نړۍ د خندا کړه.

د ښځو وزارت د موږکانو په زهرو بندیز ولګاوو

ددې ورځو یوبل غټ خبر دادی چې په افغانستان کې د امریکایي دموکراسۍ په سیوري کې د ښځو د حقوقو مبارزه لا هم په ټاف ګېر کې روانه ده او وړو جمپو ته خو هیڅ بریک نه نیسي.

راپورونه وایي چې د ښځو چارو وزارت د افغانستان ښځو ته د ژوند داسې چاپیریال برابر کړی چې په ټوله دنیا کې یې ساری نه لیدل کیږي. د یوه تازه راپور له امله د غور په ولایت کې د ښځو د چارو د ریاست په مشوره ولایتي ادارې په دې ولایت کې د موږکانو په وژونکو زهرو بندیز لګولی او له دې وروسته هیڅ دوکاندار نه شي کولی د سپږو او موږکو دوایانې وپلوري.

ولایتي چارواکي وایي چې په غور کې د دموکراسۍ تر سیوري لاندې ښځو دومره پرمختګ کړی چې اوس له ډیرې خوشالۍ او هیجان څخه د ځان وژنې شوق کوي او درګرده د موږکو په دوایانو ځانونه وژني.

د غور د ښځود چارو د ریاست کارکوونکي وایي چې د ښځو د زیاتیدونکي خودکشۍ د مخنیوي لپاره بل هیڅ لاره نشته پرته له دې چې په بازار کې د موږکو په زهرو بندیز نافذ شي چې له همدې امله یې په غور کې د موږکو، سپږو او نورو حشراتو دوایانې بندې کړي دي.

د ښځو د حقوقو د چارو ماهرین وایي که د موکراتیک نظام همداسې نافذ وي بالاخره به د ښځو د حقوقو په برخه کې دومره پرمختګ وشي چې له امله یې په بازارونو کې په رسیو او پیټرولو هم بندیز ولګیږي چې هسې نه څوک ورباندې ځان زیندۍ کړي او یا ځان ته اور واچوي.

ګناه قصاب کړې سزا سبزي فروش ګالي

وایي په کلي کې د یاقوت اکا زوی له قصاب سره جنګ کړی و او قصاب یو څو عسکري څپیړې وهلی و، وایي د یاقوت اکا زوی چې کور ته په ژړا راغی نو پلار ته یې شکایت وکړ چې قصاب ووهلم. وایي یاقوت اکا چې له غوسې یې رنګ تور اوښتی و په ډیر تاؤ کې له کوره ووت تر څو له قصاب څخه د خپل زوی غچ واخلي. خو کله چې یاقوت اکا د قصاب دوکان ته ورنږدې کیږي ګوري چې قصاب یو اوږد په وینو لړلی ساطول په لاس کې نیولی او څو تېرې چړې یې هم له بغل سره پرتې دي. وایي یاقوت اکا چې له یوې خوا غوسه و له بلې خوا د قصاب له چړو څخه وېریده نو نه پوهیدو چې بالاخره څه چل وکړي او خپل قهر په چا تخلیه کړي. یاقوت اکا همداسې حیران حیران یوه بله خوا کتل خو چې متوجه شو ویي لیدل چې د قصاب د دوکان له څنګ سره د سبزي فروش دوکان دی. نو دا ده چې یاقوت اکا پر سبزي فروش ور لمبه شو او حمله یې پرې وکړه چې زما زوی ته وا سیلاب راوړی و چې داسې بې رحمه دې واهه. تر هغو چې خبره تر ګواښه رسیدله یاقوت اکا د قصاب غوسه په سبزي فروش تخلیه کړه.

آبله ورځ جنرال دوستم پر سپین ږیري احمد ایشچي باندې جنسي تیری وکړ او په دې ډول یې اشرف غني له سخت وضعیت سره مخامخ کړ، احمد ایشچي اشرف غني ته شکایت راووړ خو لا اشرف غني په موضوع باندې سم چورت نه و ځغلولی چې دوستم هم له دوه زره ټوپکیانو سره کابل ته راغی. اشرف غني دا څو اونۍ په دې موضوع کې داسې سرګردانه او دوه ډزی و لکه یاقوت اکا چې د قصاب د دوکان مخ ته په ژور چورت کې دورې دورې ګرځېده.رسنۍ وایي بالاخره اشرف غني هم د خپلې پردې د خوندي کولو چل زده کړی او هغه دا چې د قصاب غچ له سبزي فروشه واخلي نو ځکه یي همدا نن اعلان کړی چې د ایشچي د موضوع په رابطه به خپله ددوستم په عوض د نوموړي محافظین نیول کیږي ترڅو ورسره حساب او کتاب وشي چې ولې یې ددې نارواعمل ننداره کړې.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
pattang
میلمه
pattang

وایې ډم یم هغه تور نه مې ننګ شته نه پېغور !! وروره له چا څخه ګیله کوې ؟ دکوڅو له ښځې څخه، له غلو څخه، له جعلکارو رشوتخورو څخه، له دین او هېواد فروشو څخه، د سي ای اې له مذدورانو څخه ، له بې علمه ګدایګرو څخه او که له بچه بازانو لواطتګرو څخه ؟؟؟ ما تر ادمه له دې دمه داسې بې کاره جاهلان ، دین او هېواد پلورونکي څلور پښي ندي لیدلي اونه مې اورېدلي ! دا فاسدین هر څه ته تیار دي اوحتی شرم یې هم نه راځي چې دخپلې عورتې جامې د سي ای… نور لوستل »