د یاسین د سورت برکت

لیکوال :ابن الحسن عباسي
ژباړه :عبدالمالک مدني

یوځل امام ناصرالدین بستي رحمه الله ناروغ شو او د ناروغي په مهال یې سکته وکړه .قریبانو دی مړ وګڼه او ښخ یې کړ.

دشپې دی په هوښ کې راغی،خپل ځان یې په کفن کې ولید او ډیر پریشان شو،په دې حیرانتیا او پریشاني کې ده ته ور په یاد شول چې کوم سړی دپریشاني په مهال څلوېښت ځله دیاسین سورت ووا یي،نوالله تعالی به دهغه پریشاني ختمه کړي او تنګي به یې په پراخي ور بدله کړي .

ده د یاسین سورت شروع کړ،کله چې یې نڅلوېښت ځله یاسین تلاوت کړ، په دغه وخت کې یو ه غله دکفن دغلاکیدو لپاره د نوموړي قبر وکینده،امام بستي صاحب ته دا معلومه شوه چې دا کفن غلاکونکی دی،نو څلوېښتم یاسین یې ډیرپه کم اواز تلاوت کړ.دلته نوموړي څلوېښتم یاسین پوره کړاوهلته غله هم خپل کارپوره کړ.

نوموړی له قبر څخه را و وت، غل دومره و ویریده چې زړه یې وچاود او هلته مړشو.امام ناصرالدین دا فکر وکړ ،که چیري زه نا څاپه ښارته ورشم نو خلک به ډیرسخت پریشان اوحیران شي .

نوموړی په شپه کې ښارته راغی اودهرې دروازې مخ ته به یې دغه اواز وکړ:زه ناصرالدین بستي یم،تاسو زه دسکتې په مهال کې مړ وګڼلم او په تیروتنه موښخ کړم ،زه ژوندی یم . له دې پیښي وروسته امام ناصرالدین دقرآن شریف تفسیر ولوست .

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالله
میلمه
عبدالله

السلام عليكم ورحمة الله
كه مهربانى وكري د روايت دصحت لپاره صحيح سند وراندی کری
جزاكم الله خيرا