نظــر

ملت دې پخپله قضاوت وکړي!

 استاد حمزه افغان

د جمعه په ورځ په ۲۰ د جنوري ۲۰۱۷ زکال ډونلډ ټرمپ د امريکا د ۴۵ منتخب ولسمشر په توګه خپله لوړه وکړه

د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ورته مبارکيانې او مختلف پيغامونه واستول شول دا پيغامونه د مختلفو جمهوري او غير جمهوري، اسلامي او غير اسلامي حکومتونو لخوا ورته واستول شول.

د افغانستان جمهوري حکومت ، او د افغانستان اسلامي امارت له طرفه ورته هم پيغامونه واستول شول چى دواړه پيغامونه ډېر سره مختلف وه

بعضې خلک وايي چې مونږ نه لاره ورکه ده چې مونږ دې چا طرفته ته لاړ شو څوک په حقه دي، زه دغه دوړاه پيغامونه ستاسې مخته ږدمه نور قضاوت تاسې پرې وکړئ!:
.

اول پيغام د امارت اسلامى افغانستان درته ږدم:

(۱) تاسې د امريکا دريم ولسمشر ياست چې د افغانستان په جبه زار کې ښکېل ياست.

(۲) تر يو ټريليون مو زيات مصرف کړی دى خو په افغانستان کې مو مجاهدين او اسلام ختم نه کړو.

(۳) په دغه ۱۶ کالونو کې مو بې ګناه افغانان شهيدان ګړل او د کليو او باغونو د ورانولو پرته مو څه نه دي تر لاسه کړي.

(۴) تاسې بايد پوه شئ چې افغان مسلمان ولس د خارجي اشغال په مقابل کې راپورته شوى، له خپلې عقيدي، اسلام ، هيواد او انساني کرامت او خپلواکۍ څخه دفاع کوي.

(۵) له کومه وخته چې ستاسې له لوري افغانستان اشغال شوى او په مقابل کې مو وسله وال جهاد شروع شوى دی، ستاسې په مقابل کې يوه ډله نه بلکې يو ملت جنګيږي دا مسله د عسکرو په زياتولو نه حل کېږي او نه حل شوې ده.

(۶) نو ښه دا ده چې اشغال ته د پاى ټکى کېږدئ، او خپل پوځونه له افغانستان نه وباسئ.

دا پيغام د امارت اسلامى افغانستان وه امريکا او ډونلډټرمپ ، ته نور قضاوت پخپله وکړي.
.

اوس راځو د افغانستان جمهوري حکومت پيغام ته:

(۱) د اشرف غنى وياند دوا خان مينه پال وويل: د ترهکرۍ او طالب په وړاندې امريکا او د نړۍ کفار له مونږ سره ولاړ دى.

(۲) امريکا او ناټو بايد له مونږ سره پوځي مرستې نورې هم زياتې کړي ترڅو مونږ طالبان ختم کړو.

(۳) ډونلډ ټرمپ دې له افغانستان نه خپل پوځيان نه باسي ځکه چى له مونږ سره يې تړون کړى دی.

(۴) ډونلډ ټرمپ له مونږ نه ښه پوهېږي چي دلته تراوسه پورې ډيمکراسي سمه نه ده عملي شوې.

(۵) ډونلډ ټرمپ د ترهکرۍ په وړاندې متوجه دی او مونږ يې په خدمت کي يو، ټرمپ دې د طالبانو په خط نه ورخطاء کېږي.

دا پيغام وه د افغانستان جمهوري حکومت امريکا او ډونلډټرمپ ته. نور قضاوت پخپله وکړئ.

نور خپلې ليکنې ته خاتمه ورکوم او قضاوت خپل ګران او مجاهد ملت ته پرېږدم چې څوک د اسلام او افغانستان لپاره په حقه دي او څوک غلامان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحداڅګزۍ

اشرفغنی کمونسټ منافق دۍ افغان ساده ملت یی په تسپو لنګوټه اودرواغو ویلو خطایستۍ ملت داسلام دپاره ووټ ور کۍ دۍ چه قدرت ته ورسید سمدلاسه یی هغه پخوانی خلکیان اوپرچمیان دامریکااواروپاڅخه دحکومت کولو دپاره راوغوښتل هیڅ یومسلمان او وطن پرسته یی نکۍ مقرر ټول جنایت کاران لکه دوستم،عطانور…..یی وقدرت ته ورسول افغانان په هیڅ شی دونه نه زهیریږی لکه په یی نامو سیو دادۍ تاسو وینۍ په ننګرهار کی دیوه مظلوم دوی لوڼی یوه بی ناموسه په زور کش کی دوستم یوه سپینږیری ته بی آبرویی ور واړوله اوداسی نوری ډیری بی ناموسۍ واوښتی افغانان مرګ قبلوی ددنیاتاوان ورته… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x