نظــر

د اوسنیو او پخوانیو غلو یو څو توپیرونه

پخوانې غله:

سر مخ په نقاب پټ، اوږدي وحشتناکه څڼې، خیرني  جامي په تن ، سپین بي ماډله سیلور بوټان په پښو مزی يي خلاص ، لاسونه يي چاودی چاودی، ګریوانونه شلیدلي ، په لاسونوکې خیرني ټوپکې په بډه برچې بوکسپنجي او تیره چاقوګان بداخلافه او د خولي الفاظ کاملاْ ستغ له ښاره او د خلکو استوګن ځایونو څخه لیری په پټ اوګوښه  لویو نا امنه  لارو د مسافرو مخې ته راوتل خلکو ته له شرم څخه ټیټو سترګو باندي  برند برند کتل  او ځينې وخت په تکه توره شپه کې د کوم شتمن ، سوداګر او یا لوړ  پوړي  دولتې چارواکې په کور په مهارت سره ور اوښتل

د کور نارینه غړي یوه کوټه کې یرغملول ژر ژر چې ګاونډیان پري مخکې لدي چې خبر شي د زنانه و ګاڼه او روپيو  صندوقونه لټل او په بیړه په کړکي، وره او یا د انګړ په دیوال اوښتل او پښې سپکول په غلا شویو څیزونو وږي ګیډي مړول اوځینې وخت ورباندي د غلا د بانډ کسانو ته جامی ، بوټان، خولې ، پکول ، لنګې ، څادرونه او وسلې رانیول خو د غلا په ټوله پروسه کې د خالق د ویري ترڅنګ غل سره د مخلوق  ویره او شرم هم موجود.

اوسني غله:

ویښتان ښه اصلاح ږیره هرسهار  پاکه فرنچ سټایل او نور…  تراشلي منظمه ترکې ماډل دروشي اغوستي اعلی درجه پاریس میډ عطر لګولي شخه نکټايي قیمتې بوټان منظم تړلي  دفتر ته ننوتو کې لومړي خونه کې د ۱۸-۲۰ کلونو په عمر  کمر باریک نجلي سکرټره د میز په سر مک لپټاپ کمپوټر د خروار کاغذونو ترڅنګ پروت ته وا چې ټول وطن همدا نن جوړوي د میز په بل څنګ کې  ای فون فایف او ګلکسې فور موبائیل ټیلفونونه پراته ، پرله پسې زنګونه ډیرو ټیلفونو ته سکرټراومرستیال ځواب باید ووايي  د مراجعینو په میز الکوزي هېلداره د بیلا بیلو ذایقولرونکې  چاي د مسکوساخت چاکلیټو خري جوړه ، له میلمنواو مراجعینوسره په نرمه او یو خبره د بلي سره په مکث کول په منځ منځ د خبروکې ځینې وطندوستي احساسات څرګندول کاملاْ اخلاقې څنګ کې  د وتلو نړیوالو پوهنتونو نه فارغ لیسانس ماسټر ځوانان او پیغلي راټولي   /  که  ږیره وی پاکه ږمنځ کړي په مشکواوعنبرو اواعلی درجه روغن موي باندي موږلي اعلی درجه عربستان د شیخانو عطرلګولي چې مالیکونونه يي شل مترو کې خوریږي اوړي کې نرمي کاټن جامی ژمي کې چترالي واسکټونه پکول پاکه لنګي تړلي ،  مولټپال دندنې بی شمیره ساتونکې لوی ۲۱ انچه نوی ماډل ټلویزیون ته د بی  بی سی ، الجزیري ، طلوع نیوز او سی ان ان لپاره سترګې څلورکړي  په شخصې دولتې بانکونو کې اکوڼټونه ، څو عرادی یو رنګ زری ګاډی چې ځانمرګې په کې غلط کړي ، زرګونه جریبه ځمکې غصب په زحمت او خواریو لاسته راغلې پیسو اوسرمایه باندي  په دوشنبه، اسلام اباد ، دوبی ،  لندن ، مسکو کولالمپور کې بلډنکونه اخیستل په مطمینو هیوادونوکې کارګو سیستم باندی سرمایه ګذاری ، د ساعتیری لپاره دوبي ، دوشنبې او لاس انجلس ته سر ورښکاره کول ، په هر قرارداد کې په فیصدي شریک په تحصیلي بورسونو کې د مستحقو پرځای زوی ، لور، خورې ، وراره ، خپل پردی لیږل ، کلیدي پوستونو خپل سړیو لپاره که يي وړتیا ولری که یا فرق نه کوي  اړونده ادارې مشر  ته زنګونه وهل  له هیچا هیڅ ډول شرم نه حیاء بلکه د هر لاسته راوړني په پای کې ویل: {هذا من فضل ربی }

لیکنه : همایون بابر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x