شعـــــرونه

غزل/ عبدالباقي مهاجر

عبدالباقي مهاجر
لـکـه اوښـکـه لـه لیـمـو درپـسـې لاړم
زار تــر خــړو سـنـګـرو درپـسـې لاړم

چاپه غوږ کی راته ویل یار دی شهیـد شو
حـق حـیـران تر ګـړنګـو درپسی لاړم

د مشهد ځائ ته دی ډیر په چیغو سر شوم
سـوچ کـی زه تـر جـنـتـو درپـسـی لاړم

نور څـه نه وو صرف یو څو څاڅکی د وینو
غـمـجـن زړه تـر تـورو غـرو درپسی لاړم

ما ویل پروت به پرګړنګ یی سپیری څڼی
معلوم نـه شـوی پـو مـزلـو در پسی لاړم

ستا په غم می دواړه سترګی شبګیریو وړی
مسـافـره پـه شـپو شـپـو در پسـی لاړم

راته سـتـا د مـخ دیـدن مـی نصیب نه وو
( مـهـاجــر)تــر مـرچـلـو در پــسـې لاړم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x