
د امنیت له نشتوالي،د رایې اچونې ۴۱۴ مرکزونه د فعالیت جوګه نه دي
نن ټکی آسیا: د ټاکنو د امنیت کمیسیون د یو راپور په خپرولو سره وايي، چې د امنیتي ننګونو له امله به د ټاکنو په ورځ د رایې اچونې د اوه زرو مرکزونو له ډلې څخه به ۴۱۴ مرکزونه تړلي وي.
د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونه وايي، د ټاکنو په ورځ به د رايي اچونې د ۶۸۴۵ مرکزونو له ډلې څخه ۴۱۴ مرکزونه د امنیتي ګواښونو له امله تړلي وي.
دوی همداراز د ټاکنو پر وړاندې امنیتي مشکلات د ډیریدو په حال کې بولي.
په راتلوونکو درې اتیا ورځو کې به چې د انتخاباتو تر ورځې پاته دي، افغان پوځیان د لومړي ځل لپاره د ټاکنو د خوندیتوب ازموینه ورکړي.
که څه هم د کورنیو چارووزارت چارواکي د ټاکنو پر وړاندې امنیتي ستونزې لږ بولي؛ خو د ملي دفاع وزارت بیا خبرداری ورکوی، چې طالبان به د راتلوونکي کال ټاکنې له جدي ګواښونو سره مخ کړي او د دوی ترلاس لاندې سېمو خلک به د ټاکنو په دې پروسه کې د برخې اخستلو موقع ونلري.