روسیه نه غواړي له افغانستانه دي بهرني ځواکونه ووزي

نن ټکی اسیا (چار شنبه، سلواغه ۶، ۱۳۹۵ل): تېره ورځ په افغانستان کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې که ټرمپ له افغانستان څخه خپل د ځواکونو د ایستلو پرېکړه وکړي، نو «هر څه به ویجاړ شي».

ضمیر کابلوف د روسیې په بهرنیو چارو وزارت کې د اسیا د برخي رئیس هم دی.

د روسیې د خبري اژانس «سپوتنیک» په حوال نوموړي وویل: ««تر کومه چې زه خبر یم، ټرمپ په پام کې نه لري، چې له افغانستان نه ځواکونه وباسي. او که نوموړی په اوسنیو حالاتو کې د افغانستان نه د ځواکونو د ویستلو په هکله پریکړه وکړي نو هر څه به ویجاړ شي. مونږ څو ځلې په دې هکله خبرې کړې دي».

باید وویل شي چې تر اوسه هم څرګنده نه ده چې د امریکا نوی ولسمشر ډونلډ ټرمپ به په دقیقه توګه په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د برخلیک په اړه څه پرېکړه وکړي؟ په افغانستان کې به د اوسني ګډحکومت هغه سي ملاتړ وکړي لکه څرنګه چې د هغه تر مخه ولسمشر «بوش او اوباما» کړی او که به د خپل انتخاباتي شعار سره سم د نورو هیوادونو رغولو پر ځای خپل پر هیواد توجه زیاته کړي.؟

نوموړی په انتخاباتي کمپاینونو کې ویلي وه چې د امریکا امنیت په امریکا کې ساتل کیږي، مونږ باید د نورو هیوادونو او ولسونو د جوړولو مسؤولیت په غاړه وانه خلو.

نوموړي د لوړي مراسمو وروسته په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو سره خبري وکړې او له هغوی څخه یې مننه وکړه.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

په رښتیا هم له ټولی نړۍ کلی جوړ شوی ، په کلیو کی به هم هم خانانو او ملکانو له همدغه څومخیو کار اخست، څه به چه یی ویل هغه به یی نه کول او څه چه به یی کول هغه به یی نه ویل، د خپل رقیب ملک سره به یی نور غریبان بدمعاشان په جنګ اچول او هغه جنګ به یی قصدا اوږدوو، په ضد به یی تبلیغ کولو په دی واسطه به یی هم هغه ملک په هر اړخیز ډول ناتوانه او له صحنی لیری یا مهار کړو. عین کار نن په نړۍ کی روان دی یعنی… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

روسیه غواړي امریکایان په افغانستان کې له افتضاح سره مخ کړي.