fbpx
طالب ځواکونه

په ۱۰ میاشتو کې د طالبانو ۱۹۰۰۰ بریدونه

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

د دویچه وله دری ژبې الماني ویب پاڼې په حواله د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال وزیرې ویلي چې طالبانو په تیرو ۱۰ میاشتو کې د دولتي ځواکونو په خلاف ۱۹۰۰۰ بریدونه تر سره کړي.

د ویب پاڼې د خبر پر اساس ښاغلی وزیري د سه شنبې په ورځ په کابل کې له رسنیو سره په څرګندونو کې ویلي چې د تیرکال په نسبت په سږني کال کې د طالبانو د بریدونو شمیر ډیر لوړو و، د نوموړي په خبره د طالبانو د ۱۹۰۰۰ پوځي حملو په مقابل کې دولتي ځواکونو یواځې ۷۰۰ بریدونه کړی چې دا ارقام نسبت د طالبانو زرګونو بریدونو ته ډیر کم دي.

جنرال وزیري دا هم ویلي چې د دولتي ځواکونو په ۷۰۰ بریدونو کې د طالبانو ۳۶۵ تنه وسله وال وژل شوي او ۲۰۲۱نور ژوندي نیول شوي.

که واقعا د ښاغلی وزیري لخوا د دولتي ځواکونو په خلاف د طالبانو د بریدونو ورکړل شوی ارقام ریښتیا وي نو دا خو په پوځي لحاظ د دولت په نسبت د طالبانو د زیات محاربوي فعالیت او برلاسي ښکارندوینه کوي.

ځکه دا چې طالبان په میاشت کې د دولتي ځواکونو په مقابل کې۱۹۰۰ پوځي حملي تر سره کولای شي نو طبیعي ده چې د دغومره زیاتو عملیاتو لپاره همدومره زیاتو پوځي پرسونلو ، همدومره زیاتو پوځي تجهیزاتو او د عملیاتو د تطبیق لپاره په همدو مره کچه پراخې اراضي ته ضرورت دی چې دا ټول په مقایسوي انداز په دولتي ځواکونو باندې د طالبانو د برلاسي او ځواکمنتوب نښه بلل کیږي.

له پورتنۍ فرضيې څخه دا جوتیږي چې د ملي یووالي حکومت په هیواد کې نه پوځي حاکمیت لري او نه هم ولسي حمایت ؛ ځکه یو حکومت چې په یوه میاشت کې د خپلو مخالفینو لخوا ۱۹۰۰ ځله تر برید لاندې نیول کیږي معنا یې داده چې د هغه حکومت د ملاتړو په نسبت د هغه مخالفین زیات دی.

خو دا چې همدا حکومت له دغومره زیات ولسي مخالفت سره سره بیاهم د ولس پرسر واکمني کولو ته دوام ورکوي ښکاره خبره ده چې دا واکمني یې د ولسي حمایت محصول نه ، بلکي د اجنبي تحمیل نتیجه ده چې ولس ته په هیڅ صورت د منلو وړ نه ده او په مقابل کې په پراخ ولسي مقاومت لاس پوري کړی او په دې مقاومت کې چې څومره ځاني او مالي تلفات رسیږي د هغو پړه د هغه چا پر غاړه ده چې د پردیو وسلو په زور په ولس خپل ځان تحمیلول غواړي.

دا چې د جنرال وزیري د ورکړل شویو ارقامو په اساس د دولتي ځواکونو په ۷۰۰ بریدونو کې د طالبانو ۳۶۵ تنه جنګیالي وژل شوي نو د طالبانو په ۱۹۰۰۰ بریدونو کې به د دولتي سرتیرو د مرګ ژوبلې شمیره څومره وي؟

له ډیره بده مرغه چې د دواړو لوریو د بریدونو دغه په زرګونو قربانیان بیا هم مظلوم افغانان دي ، هغه بیوزله افغانان چې د یوه نامعلوم راتلونکي لپاره په داسې بیرحمي وژل کیږي …

یاربه ستا د فضل او کرم په هیله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د