fbpx
makoos fahm

معکوس فهم – لطف الله خیرخوا

تېره ورځ مې د مصر د حالاتو په اړه د يو استاد نظر ولوست. د افغانستان کوم ځوان اخواني د مصر د اخوانيانو په تړاو ويلي وو، چې بايد جهاد پيل کړي. استاد غوښتي وو، چې د دې زلمي احساسات کنترول کړي؛ عجب دليل يې ويلی و : ځينې ځوانان احساساتي شوي، خو ورونه بايد پوه شي، چې مصر د يوې سترې دسيسې ښکار دی، د دښمن دسيسه بايد شنډه شي.

دسيسه يې دا ښوولې وه، چې دښمن غواړي مصر تقسيم کړي، اقتصاد ته يې ضربه ورکړي، پوځ يې ورخراب کړي، ولس سره يې وجنګوي، خو موږ بايد دا دسيسه شنډه کړو، هغوی که هر څه کوي، په سړه سينه يې بايد وزغمو!!

فکر کوم خبره دا ډول نه ده په کار، بلکې د مصر په اړه که خبره کيږي، نو لومړی خو هغه حالت پوره ځان ته روښانول غواړي. دوهم په دې پوهېدل اړين دي چې اسلام د داسې يو حالت په اړه څه حکم کوي؟

په مصر کې د مسلمان حاکم پر ضد کودتا وشوه. د انقلابي حکومت له اوسنيو اعلاناتو دا جوتيږي، چې کودتا يوازې او يوازې د داکتر مرسي د اسلامپالنې له امله شوې! دوی وايي اخوانيان ترورستان دي او دوی دا تور په هغه چا پورې کوي، چې کفر ترې په ترهه کې وي.

د اخوانيانو د حکومت په اړه ما د اسراييلو يوه اندېښنه لوستې وه، چې له قاهرې د “خلافت” بوی راځي. که څه هم اخوانيان په دې قوت کې نه ول، چې بايد ترهه ترې شوې وای، خو کفري نړۍ چې له انګېرنو او وهمونو ډکه ده، اوسنی مصر يې د سيدقطب او حسن البنا رحمهما الله د دريځ محکوم باله، همغه و، چې په ډېره سپين سترګۍ او ناروا ډول يې د اخوانيانو پله واړوله..د قتل او حبس نوی پړاو پيل شو.

په دې کې د هيچا اختلاف نه شته چې دا کودتا مستقيما اسراييلو او امريکا رهبري کړه. د موساد مشر په ښکاره وويل چې سيسي د اسراييلو جګړه کوي او هغه يو اتل دی. د عربي نړۍ طواغيتو يې په ښکاره مادي او معنوي ملاتړ وکړ. په مصر کې په لمونځ کوونکو ناتاره ډزې او بمباري، ان تر دا اوسه پر مصري ولس روان ظلم خامخا څه عقيدوي او فکري لامل لري. له دوی پوښتنه کيږي، چې دې نه وروسته به کوم حالت راځي، چې جهاد فرض شي؟ که اعداد وي، نو همدومره، چې اخوانيانو په فکري او روزنيز ډول کړی، ستونزه د څه ده، چې د جهاد مخه نيول کيږي؟ د اخوانيانو په سوونو مشران ونيول شول، خو بيا هم له قيادتي بحران سره مخ نه دي، معنا دا ده، چې تېر نوي کاله په فوق العاده توګه کار شوی، څه دليل دی، چې جهاد به خدای مه که د مصر په ګټه نه وي؟

فکر کوم ستونزه دا نه ده، لکه د استاد وينا چې ګوندې جذبات پر عقل غالب دي، بلکې ستونزه دا ده، چې له ټولو دعوو سره سره موږ د معکوس فهم له امله هم د لومړيتوب په انتخاب کې تېروتي يو، هم يې له اصيل فهمه لرې ساتلي يو. اصلا د جهاد د مشروعيت فلسفه ولې له پامه غورځول کيږي؟ په دې اړه که مخکيني فقهاء نه لوستل کيږي، نو هغه چې دوی يې خاصې مطالعې ته خلک رابولي علامه مودودي رحمه الله هم په “الجهاد في الاسلام” کې دا په ډاګه کړې، چې جهاد د اسلام پر ضد د هر طغيان د مخنيوي “معقوله” لار ده.
نه پوهيږو دا ستن چا وهلې چې جهاد د جذباتو کار دی؟ اصلا عقل په خپل ټول قوت جهاد کې کاريږي، که جهاد د جذباتو خبره وګڼل شي، نو د نبي الرحمة د غزواتو حکيمانه قيادت ته به دا خلک په کوم نظر ګوري او څه ځواب به يې کوي؟ هغه خلک چې له جهاده ناست دي، قرآن کريم ورته “وروسته پاتې” ويلي. که په اوسني مفهوم هغه “وروسته پاتې کېدا” واخيستل شي، نو واضحه معنا يې دا ده، چې جهاد پرمختګ دی.

په قرآن کريم کې جهاد نه کول د ذلت او کمزورۍ نښه ښوول شوې. داسې څه نه بريښي، چې ګوندې دا دجذباتو کار دی او جذبات دا معنا چې عقل معطل شي، بلکې ځای ځای وينو چې جهاد د پرمختګ او د الله جل جلاله د حکم د لوړاوي لار ښوول شوې.

د جهاد په کار کې ((لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا)) همدا مفهوم ورکوي، چې د پرمختګ، د عدل د پر ځای کولو، د دښمن د ماتولو، د نظام د جوړولو لار به ورښوول کيږي. بالمقابل هغه خلک چې جهاد نه کوي، له ښځو سره تشبيه شوي. يعنې چې ښځه په کور ناسته وي او د بهرنۍ نړۍ هيڅ وظيفه يې په غاړه نه ده، له جهاده پاتې خلک هم هغسې دي، چې د نرانو په کار کې ګوتې نه وهي.

قرآن کريم فرمايي : ((رَضُوا بِأَنْ يَكُونُوا مَعَ الْخَوَالِفِ وَطُبِعَ عَلَى قُلُوبِهِمْ فَهُمْ لَا يَفْقَهُونَ))، بل ځای وايي : ((رَضُوا بِأَنْ يَكُونُوا مَعَ الْخَوَالِفِ وَطَبَعَ اللَّهُ عَلَى قُلُوبِهِمْ فَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ)) معنا دوی خوشاله دي، چې ښځو سره پاتې شي، د دوی پر زړونو مهر لګېدلی، نه پوهيږي.

دا خلک چې له دغسې ترينګلي وضعيته وروسته هم داقتصاد، پوځ، ولسي تړاو، تجزيې او…وېره کوي او پر اساس يې خلک له جهاده کېنوي، قرآن کريم يې په اړه فرمايي :((قُلْ إِنْ كَانَ آبَاؤُكُمْ وَأَبْنَاؤُكُمْ وَإِخْوَانُكُمْ وَأَزْوَاجُكُمْ وَعَشِيرَتُكُمْ وَأَمْوَالٌ اقْتَرَفْتُمُوهَا وَتِجَارَةٌ تَخْشَوْنَ كَسَادَهَا وَمَسَاكِنُ تَرْضَوْنَهَا أَحَبَّ إِلَيْكُمْ مِنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ وَجِهَادٍ فِي سَبِيلِهِ فَتَرَبَّصُوا حَتَّى يَأْتِيَ اللَّهُ بِأَمْرِهِ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ)) ورته ووايه که پلرونه، بچي، ورونه، ښځې، خېلخانې، ګټلي مالونه، تجارت چې وخت يې تېرېږي، خوښ کړي کورونه درته له الله، رسول او جهاده ډېر ګران وي، نو انتظار وکړئ، چې الله فيصله وکړي او الله فاسقانو ته لار نه ښيي.

وګورئ چې جهاد دلته يو مستقل عمل ښوول شوی او له هر هغه شي غوره ګڼل شوی چې کېدای شي د جهاد مخه ونيسي. سړی ويلی شي، چې جهاد داسې عمل دی؛ که مذکوره هر څه دې په کې له لاسه ورکړل بيا هم ګټه ده. د دې ايت په استناد او د مصر په تړاو ويلی شو، چې نور د پوځ او ولس تړاو کې څه نه دي پاتې، يوازې مقاطعه ده. دغه ډول که مصر ورانيږي هم خو چې د الله کلِمه او اسلام سر لوړی وي. دا په دې ارزي چې يو هېواد يې په خاطر لوټې لوټې شي. که مصر جوړ وي، اقتصاد يې ښه وي، پوځ يې قوي وي، خو د اسلامي رنګي طرزِ حکومت او مايل مسلمان په کې دا حال وي، لکه د اخوانيانو حکومت او مرسي، نو دا مصر او د اسلام استعلايي تصور څنګه سره برابرېدای شي؟ : ((فَلَا تَهِنُوا وَتَدْعُوا إِلَى السَّلْمِ وَأَنْتُمُ الْأَعْلَوْنَ وَاللَّهُ مَعَكُمْ وَلَنْ يَتِرَكُمْ أَعْمَالَكُمْ)) معنا دا چې کمزوري او ذليل کېږئ مه، چې کفار سولې ته بلئ، الله تاسې سره دی، ستاسې اعمال او اجرونه به کم نه کړي.

زه خو چې دغو نصوصو او د صحابه کرامو جهادي عزايم مطالعه کوم، دغه زموږ اوسنی اخواني فهم معکوس رابريښي، چې نه راته جهاد مستقل عمل ښکاري او نه راته د پرمختګ وحل لار او نه حتی معقول اقدام!!

لیکوال: لطف الله خیرخوا، کالم: نکات- نن ټکی آسیا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د