دیني، سیرت او تاریخ

د غسل اړوند دویم درس

احمد الله عاطفي
د خولې او پوزې وینځل
په یاد ولرئ چې په مضمضه او استنشاق کې هغه وخت زیاته توجه وکړئ چې روژه نه وئ ،ځکه په زیاتې مبالغې سره ممکن اوبه له ستونې تیرې شي ،چې دروژی دفساد لامل ګرځي، دروژي په صورت کې په اُوبو غړ غړه صحي دی خو ،خوله به بره نه پورته کوئ او په عادي توګه اوبه دخولي په ټولو اړخونو(جوف) کې تاوکړئ،او همداراز پوزه کې اوبه پورته کړئ ،خو داسي نه چې له ستونې مو تیر شي!

عن عاصم بن لقيط بن صبرة (رضي الله عنهما) عن ابیهِ قال : قلت : يا رسول الله أخبرني عن الوضوء . قال : أسبغ الوضوء ، وخلل بين الأصابع ، وبالغ في الاستنشاق إلا أن تكون صائما . (رواهُ الترمذي والنسائي،وأبو داود ، وابن ماجه والدارمي و…).
ژباړه: عاصم زوی دلقیط زوی دصبرة(رضي الله عنهما) دخپل پلار (حضرت لقیط) نه روایت کوي چې وائې ماعرض وکړ:ای دالله رسوله!(صلی الله علیه وسلم) ما له اودسه خبر کړه.
حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم)وفرمائیل: بشپړ اودس کوه(یعنې فرایض،سنت او اداب په ښه توګه تر سره کوه)دلاسونو او پښو دکوتو ترمینځ خلال کوه،په پوزه کې داُوبو په اچولو مبالغه کوه مګر که ته روژه ئې په پوزه کې داُبو په اچولو کې مبالغه مه کوه.
دحضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) دمبارک ارشاد په رڼاکې مضمضه او استنشاق لازمي دی خو روژه لرونکی به داُوبوپه اچولوکې مبالغه نکوي !
په اصل کې غسل یو فرض لري چې دالله(جل جلاله) حکم دی ، قال سبحانهُ وتعالی: وَإِن كُنتُمْ جُنُباً فَاطَّهَّرُوا …(المایده۶) ژباړه: او که جنب وئ، ښه ځان ووینځئ، ښه ځان پاک کړئ په لمبلو سره.
دځان وینځلو حکم په صیغه دمبالغې آمر شوی، چې دبدن ټولو هغو برخو ته اُوبه رسول لازمي دي کوم چې
تکلیف نه رسوي،چې دخولې مضمضه او پوزي استنشاق هم پکې شامل دي،خوله او پوزه دبدن په ظاهر کې شمیرل کیږي ،ځکه دپوزي سوړي تل خلاص او خوله هم نه بندیږي په ځانګړي توګه دجنابت اوښتو په لمحو کې ، په ویښه وي یا خوب.
 ولې دخولې او پوزې وینځل فرض دي؟
اوس مسله دادی چې په غسل کې باید دغسل فرض، یواځی دټول ځان وینځل ذکر شوی وای، دخولي او پوزي(مضمضه او استنشاق) ولي په بیلا بیله توګه ذکر شول؟
ځواب: دحنفي فقي ایمه کرامو په غسل کي دپوزي او خوله وینځل په تاکید سره دقرآنکریم حکم اودنبوي احادیثو دهدایت په رڼا کې دغسل په فرضونو کې شمیرلي، لامل ئې دادی چې امام شافعي او امام مالک(رحمهما) دواړه په غسل کې دخولې او پوزې وینځل سنت بولي او دلیل هم درسول الله (صلی الله علیه وسلم) دامبارک حدیث وړاندې کوي.
عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ الزُّبَيْرِ عَنْ عَائِشَةَ قَالَتْ : قَالَ رَسُولُ اللهِ (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ) : عَشْرٌ مِنْ الْفِطْرَةِ : قَصُّ الشَّارِبِ ، وَإِعْفَاءُ اللِّحْيَةِ ، وَالسِّوَاكُ ، وَاسْتِنْشَاقُ الْمَاءِ ، وَقَصُّ الأَظْفَارِ ، وَغَسْلُ الْبَرَاجِمِ ، وَنَتْفُ الإِبِطِ ، وَحَلْقُ الْعَانَةِ ، وَانْتِقَاصُ الْمَاءِ، قَالَ زَكَرِيَّاءُ قَالَ مُصْعَبٌ : وَنَسِيتُ الْعَاشِرَةَ إِلا أَنْ تَكُونَ الْمَضْمَضَةَ.
رواه مسلم، أبو داود، ابن ماجة، ترمذي و…
ژباړه:حضرت عبد الله ابن زبیر(رضی الله عنهما) له اُم المومنین حضرت عایشه صدیقه(رضی الله عنها) نه روایت کوي ،چې فرمائیلي حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم): لس(۱۰) احکام په فطري توګه سنت دي.
۱- بریتانو خریئل.
۲ – ږیره پریښودل(قبضه).
۳ – مسواک استعمال(قایمقام ئې برس او دغاښونوکریم).
۴ – په اُبوسره دپوزي وینځل(استنشاق).
۵ –  دلاسونو او پښواوږده شوي نوکان پریکول.
۶ – دالبراجِمِ وینځل(دغوږو کاسه،تخرګونه او دورنومینځ).
۷ – دتخرګو ویښته ویستل.
۸ – دنامه لاندې ویښتان خریئل.
۹ – په اُوبو سره استنجا کول.
۱۰ – ویلي دي زکریأ،چې وویل حضرت مصعب:لسمه خبره زما نه هیره شوه،کیدی شي چې مضمضه وي.
همداراز:وقال ابن عباس رضي الله عنهما في قوله تعالى : ( وَإِذِ ابْتَلَى إِبْرَاهِيمَ رَبُّهُ بِكَلِمَاتٍ فَأَتَمَّهُنَّ ) قال : ابتلاه الله بالطهارة خمس في الرأس ، وخمس في الجسد ؛ في الرأس : السواك ، والاستنشاق ، والمضمضة ، وقص الشارب ، وفرق الرأس ، وفي الجسد خمسة : تقليم الأظافر ، وحلق العانة ، والختان ، والاستنجاء عند الغائط والبول ، ونتف الإبط . رواه عبد الرزاق ومن طريقه ابن جرير الطبري في التفسير
ژباړه: سیدنا حضرت عبد الله ابن عباس(رضی الله عنهُ)ددې مبارک آیت په تفسیر کې فرمايې: ( وَإِذِ ابْتَلَى إِبْرَاهِيمَ رَبُّهُ بِكَلِمَاتٍ فَأَتَمَّهُنَّ )ابتلا دپاکوالي په اړوند چې پنځه شیان ئې د سر، سره او پنځه نور ئې د ټول بدن سره تعلق لري،د سر، سره عبارت دی: دغاښونو مسواک کول، د پوزې وینځل، د خولې وینځل،دبریتانو خرېئل او د سر په ویښتانو کې لاره ویستل.
دبدن اړوند: دنوکانو قطعه کول، دنامه لاندې ویښتانو خرېئل، سنت کول،دتشو او ډکو متیازو نه وروسته په اوبو سره استنجاکول او دتخرګانو ویښته ویستل دي.

امام شافعي او امام مالک (رحمهما) دپورته ذکرشوي مبارک حدیث په دلیل دخولې او پوزي وینځل، په اودس او غسل کې سنت بولي.
دحضرت امام شافعي (رحمه الله)دمذهب فتوی:  امام الشّافعي فرمايې: هیچاته خوښ نه ګڼم چې دجنابت په غسل کې مضمضه او استنشاق پریږدي، که چا مضمضه او استنشاق ونکړ؟ او لمونځ ئې ادا کړ، پرده دغسل او لمانځه اعاده نشته. (الأم ۱/۴۱)
ت – دحضرت امام مالک(رحمه الله)دمذهب فتوی : دجنابت په غسل کې مضمضه او استنشاق داسي سنت دي څرنګه چې په اودس کې سنت دي.(ابن بشیر)
ث – امام احمد حنبل(رحمه الله)، یو شمیر مفسرین او علمائې کرام، دخولي او پوزې وینځل په اودس او غسل دواړو کې فرض ګڼي او دلیل همدا پورته ذکر شوی مبارک حدیث (عن لقيط بن صبرة (رضي الله عنه) قال : قلت : يا رسول الله أخبرني عن الوضوء . قال : أسبغ الوضوء ، وخلل بين الأصابع ، وبالغ في الاستنشاق إلا أن تكون صائما .) وړاندې کوي او تاکید کوي چې دلته دپوزي په استنشاق باندي آمر شوی،په او داسه او غسل دواړو کې دخولې او پوزې وینځل ضرور او لازمي دي.
او هم حنابله حضرات دحضرت اُم المومنین عایشه صدیقه(رضی الله عنها) دا مبارک روایت دلیل نیسي اوابن الجوزي پرې استدلال کوي…
عن عائشة أن رسول الله (صلى الله عليه وسلم) قال : المضمضة ، والاستنشاق من الوضوء الذي لا بد منه .( مغني،دارقطني)
ژباړه:اُم المومنین حضرت عایشه صدیقه(رضی الله عنها)وايې:چې وفرمائیل حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم):مضمضه او استنشاق داودس څخه دی او له دی نه خلاصی نشته.
حنابله حضرات داوداسه په لارښوونه کې دقرآنکریم دا مبارک حکم(قال الله تبارک وتعالی: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا قُمْتُمْ إِلَى الصَّلَاةِ فَاغْسِلُوا وُجُوهَكُمْ…) چې دمخ  وینځلو دی، وايې: په مخ کې خوله او پوزه داخل دي په همدې بنأ وینځل ئې هم فرض دی.
دامام احمد حنبل(رحمه الله) دمذهب فتوی: په غسل کې دټول بدن وینځل فرض دی،چې دخولې او پوزې وینځل هم پکې داخل دي.(منارالسبیل ۱/۴۱)
دخولې او پوزي په وینځلو کې اتفاق او اختلاف   
اتفاقي مسئله:  څلورواړومذاهبوأیمه کرام او ټول علما په دي اتفاق لري چې دجنابت په غسل کې دټول بدن وینځل فرض دي، په داسي توګه ،چې دیو ویښته ځای هم وچ پاته نشي.

وعن أبي هُرَيْرةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قالَ: قالَ رسولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وسَلَّمَ: إِنَّ تَحْتَ كُلِّ شَعَرَةٍ جَنَابَةً، فَاغْسِلُوا الشَّعْرَ وَأَنْقُوا الْبَشَرَ. (رواهُ أبو دَاوُدَ والتِّرْمِذِيُّ و)
ژباړه:له حضرت ابو هریره (رضی الله عنه) نه روایت دی چې وايې: وفر مائیل حضرت رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم): یقیناً دهر ویښته لاندې دجنابت اغیزه وي، تاسو دجنابت په غسل کې خپل ویښتان ښه ووینځئ او بدن مو په مخلو او اوبو سره ښه پاک کړئ.
عَنْ عَلِيٍّ، رضى الله عنه أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم قَالَ:مَنْ تَرَكَ مَوْضِعَ شَعْرَةٍ مِنْ جَنَابَةٍ لَمْ يَغْسِلْهَا فُعِلَ بِهِ كَذَا وَكَذَا مِنَ النَّار.
قَالَ عَلِيٌّ فَمِنْ ثَمَّ عَادَيْتُ رَأْسِي فَمِنْ ثَمَّ عَادَيْتُ رَأْسِي ثَلاَثًا.
وَكَانَ يَجِزُّ شَعْرَهُ.(رواه ابوداود و…)
ژباړه:دسیدنا حضرت علي(رضی الله عنه) نه روایت دی چې وايې: یقیناً وفر مائیل حضرت رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم):چاچې دجنابت په غسل کې دویښته ځای پریښود(له وینځلو پاته کړ) دهغه غسل نه دی شوی،دهغه سره به داور(سوزولو) دا او دا کار کیږي.
وفرمائیل حضرت علي(رضی الله عنه): له دی نه وروسته[درسول الله(صلی الله علیه وسلم) له ارشادنه بعد] ما دخپل سر(خرېئلو) عادت جوړ کړ، دا خبري درې ځله تکرار کړې .
هغه به خپل ویښته خرېئل
په بل روایت کې دي چېحضرت علي(رضی الله عنه)وفرمائیل: ما دخپل ویښتو سره دښمنې جوړه کړه(دپورته کیدو سره ئې خرېئل).
 ‏‎اختلافي مسئله: دجنابت په غسل کې اختلاف  په مضمضه او استنشاق کې دی.

دامام اعظم (ابو حنیفه) او امام احمد حنبل(رحمهما)مذاهب دجنابت په غسل کې مضمضه او استنشاق فرض بولي، دوۍ خوله او پوزه د بدن ظاهرې برخه شمیري.
دامام شافعي او امام مالک(رحمهما) مذاهب په غسل کې مضمضه او استنشاق ته سنت وايې،دوۍ خوله او پوزه دبدن باطني برخه ګڼي.
دامام جعفر صادق(جعفریه فقه) رحمه الله، مذهب دجنابت په غسل کې دخولې او پوزې دوینزلو په اړوند دسنت فتوی ورکوي،په دي برخه کې فقه جعفریه، شافعي مذهب او مالکي مذهب یوه فتوی او یوه کړنلاره لري.
نور بیأ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x