نظــر

د ملي يووالي د پياوړتيا لارې چارې

عاشق الله اخلاص يار

ملي ژوند د خلکو د سياسي ژوند يوه برخه ده چې په هغه کې پر داسې ارزښتونو، لکه – شريک هويت ، شريک شخصيت ، شريکو موخو او شريک برخليک ټينګار کيږي .

دغه مشترکات به هغه وخت په واقيعيت سره تر سترګو شي چې بله مشترکه وجه يعنې سياسي مشترکه ټولنه يا حکومت د خلکو استازيتوب وکړي، د خلکو يووالی او سياسي همغږي وساتي.

د ملي ژوند برخې ته ورننوتل په واقعيت کې د حکومت ارزښت د ملي يوالي د ساتنې او پياوړتيا لپاره د درک وړګرځي .

ددغه اصل له مخې ملي صداقت يوازې د هيواد د ملي ګټو او ځمکني تماميت په وړاندې صادق والي نه دی بلکې د ملي صداقت اصلي اړخ ګډې سياسي ټولنې يا حکومت ته درناوی دی چې د ملي حاکميت تر عنوان لاندې هم تربحث لاندې نيول کېدای شي.

هغه عامل چې د ملتونو ملي يووالي، ملي هويت، ملي شخصيت، ملي موخو او ملي سرنوشت ضمانت کولی شي (( ګډه سياسي ټولنه)) يا د هغه ملي حکومت دی.

لازمه ده پوه شو چې په ملي ژوند کې څه مشترکه وجه او څه اختلافي وجه وجود لري ؟.

ملي ژوند د خلکو د مشترکو اوليتونو ساتونکی دی ، دغه مشترک هويتونه عبارت دي له: مشترک دين، خاوره، مليت ، ملي هويت، ملي شخصيت، سياسي او ملي برخليک، اقتصاد، ملي دود، ملي تاريخ ، ملي قدرت، ملي او سياسي ژوند، ملي اړېکې او له ټولو مهم ((مشترکه سياسي ټولنه)) چې د ټولو خلکو لپاره د عدالت ضمانت کولی شي.

اختلافي وجه کومې دي؟

مختلف مذاهب، دودونه، اتني،  ژبې، د اختلاف هماغه څلور وجهې د ملي مشترکو ۱۳ وجوهاتو په وړاندې دي.

ښه ده چې د اختلاف هماغه څلور وجهې هم وڅېړل شي، چې ايا په ملي ژوند کې مشترک وجوهات د دغو اختلافاتو د کم رنګ کېدو باعث کيږي او کنه؟

الف: مذهبي اختلافات

موږ ټول مسلمانان يو او په الله جل جلاله ايمان لرو، د رسول الله ﷺ امت يو او په قرانکريم عقيده لرو.

د فقهي اختلافاتو باوجود په خپلو مذهبي اعتقاداتو کې څلور مشترک اصلونه لرو، کله چې په الله جل جلاله ايمان لرو، حضرت محمد ﷺ د الله رسول منو، قران د اسلامي شريعت د مکتوب متن او د الله تعالی ﷻ له لورې نازل شوی منو او مشترکه قبله د خپلې هرې ورځې د عبادت مرجع لرو، ايا په مذهب کې فقهي اختلاف ډېر کمزوري او کم رنګه نه دي؟

په مذهبي اختلاف کې د دين پر اساسي اصولو او بنيادونو اختلاف نه دی بلکې پر فروع دی ، زمونږ په ملي ژوندانه  کې دا چې ديني يووالی لرو که موخه واقعاً اسلامي او ملي وي، مذهبي اختلافات نشي کولی زموږ د ملي مشترکو وجوهاتو په مقابل کې مطرح شي.

ب: مختلف اتني

انتي عبارت له لوی جمعيت څخه دی چې د واحد نژاد ، اقتصاد ، ټولنې او فرهنګ له وجود څخه رامنځ ته کيږي .

د دې توپير له نژاد سره دا دی چې اتني د يو هيواد د ملي ځانګړتيا وو نژاد دی يعنې په دې کې د يوې واحدې ژبې، ټولنې، اقتصاد او فرهنګ څخه خبرې کيږي .

حال دا چې د نژاد په تعريف کې د مختلفو فرهنګونو، ټولنو، ژبو او ان مختلفو هيوادونو څخه خبرې کيږي، نو ((ملي)) عنصر يا صفت د نژادي هويت سره د اتنيکي هويت د اختلاف وجه ده، بيا هم کولی شو قضاوت وکړو چې کله ملي ژوند ته شامليږو.

دغه شاملېدل موږ د نژادي هويت څخه جلا کوي، چې مونږ د ټاکل شوي ملي هويت څخه برخمن کوي ، دغه علمي واقعيت مونږ ته را زده کوي چې اتنيکي هويت نشي کولی چې زمونږ په ملي ژوندانه  کې د اختلاف عمده عامل وي، نو نه بايد ړانده تعصبات او جاهلانه طريقې زموږ د سياسي او ملي اړيکو په قاعده کې ځای ولري.

ج: مختلف دود (فرهنګ)

د دود په برخه کې مونږ مشترکه وجه لرو چې عبارت دی د مشترک ((اسلامي دود)) څخه .

همدغه عامل کفايت کوي چې هر ډول اختلاف کمزوری شي، خو دويم عامل چې د هغه ارزښت هم د پاملرنې وړ دی د اتنيکي دود اړيکه ده .

د ملي فرهنګ سره دلته بايد ووايو چې ملي فرهنګ د پياوړي غنا څخه برخمنه ده ، کمزوری فرهنګ نشي کولی پياوړی دود متاثر کړي.

په ملي ژوندانه  کې د فرهنګي اړيکو بلې مشترکې وجهې ته چې رسيږو هغه عبارت له انسانيت څخه ده .

فرهنګي تکامل زمونږ انساني هويت له ټولو نورو هويتونو څخه مهموي، که زموږ دود هغه درجې ته تکامل وکړي چې انسانيت د هغه په محور کې قرار ونيسي، موږ به د ملي ژوند شاهدان و اوسو چې د هغه برخې زمونږ په سياسي ژوندانه کې انساني باورونه وي.

د انساني باورونو کمښت مهم عامل دی چې يو افغان يې د بل افغان قاتل ګرځولی دی.

 

د: مختلفې ژبې

ژبني اختلافات داسې اختلاف نه دي چې  د سياسي او ټولنيزې بر تری لپاره دليل وګڼل شي.

دا چې ژبنۍ اړيکې لکه د فرهنګي اړيکو، ارزښتمنې اړيکې دي د ژبو د اړيکو پراخوالی د ژبو د پياوړتيا باعث کيږي، د ژبو تکامل د ټولنې د فرهنګ او مدنيت د تکامل له سطحې سره په مستقيمه اړيکه کې قرار لري.

سياسي، اقتصادي، ديني ‎او مدني فرهنګ  تکنالوژيکو ژبو ته اړتيا لري، ژبنۍ اړيکي په واقعيت کې د ژبو ترمنځ يوه  تکاملي اړېکه ده.

هر څومره چې دغه اړيکه ډېره شي په هماغه اندازه د ژبني تکامل او پرمختګ زمينه مساعدوي.

په افغانستان کې د مختلفو ژبو شتون بايد د اختلاف عامل نه وي.

اوس په يوې لنډې څېړنې سره وايو چې ولې مونږ سره له دې چې له ديارلسو ډېرې مشترکې وجهې په خپل ملي ژوند کې لرو د خپل ملي يووالي په ټينګولو نشو قادر کېدای او ولي د ملي حکومت په باثباته کولو کې پاتې راځو؟

د اختلافونو او نفاق محور چېرته دی؟

زموږ نيمګړتيا چېرته ده؟

ښه ده چې لږ وړاندې ولاړشو او يو وارې د ملي ژوند ټول ارزښتونه د ځان په وړاندې ووينو چې ايا له هغه سره موافق يو که مخالف ؟.

ايا ملي هويت نه غواړو؟

ايا ملي اقتدار نه غواړو؟

ايا ملي برخليک نه غواړو؟

ايا ملي وحدت نه غواړو؟

ايا ملي ثبات نه غواړو؟

نو بيا ولې هغه ته نه رسيږو؟

د دې پوښتنو ځواب دا دی چې بايد د ګډ ې سياسي ټولنې درناوی وکړو.

د دې ټولنې د تشکيل لپاره اساسي شرط ټولنيز منل او رضايت دی.

د دغه سياسي ګډې ټولنې څخه د نورو خذفول پر ملي ژوند او ملي يووالي کلکه ضربه واردوي څو چې په سياسي ګډه ټولنه کې د افغانستان د خلکو سياسي حضور او ارادې ته درناوی ونشي نشو کولی چې ملي يووالي ته ورسيږو او که چېرته ملي يووالی نه وي زمونږ ملي اقتدار ، ملي هويت او ملي برخليک به مو برباد شوی وي.

مخکې له دې چې په خپل ملي ژوند کې دغه ټول ارزښتونه وساتو بايد سياسي يووالی ولرو، پرته له سياسي يووالي څخه به موږ ته ملي يووالی وجود ونلري.

د ملي يووالي په فضا کې ده چې خلک هوساينه، پرمختګ، سوله، ثبات، نيکمرغي او فکري سلامتيا څخه برخمن کيږي .

ناپوهي، ډار، جګړه، ناهيلۍ، کمزورۍ او ټولې بدبختۍ به پای ته رسېدلي وي، د اخوت او محبت واقعي ژوند به وي.

نو څومره ښه ده چې د داسې يو نيکمرغه راتلونکي لپاره پر هغو لارو چارو عمل وکړو چې يو واقعي ملي يووالی رامنځ ته کوي او له هغه څخه ډډه وکړو کوم چې زمونږ ملي يووالي ته زيان رسوي، لکه: تعصب، کرکه، د يو بل نه منل، د يو بل خذفول، شخصي ګټو ته پر ملي ګټو ترجېع ورکول، د اسلامي ارشاداتو څخه سرغړونه، جزوي اختلافات، د برترۍ دليل ګڼل او انساني باورونو ته نه درناوی.

په دې اړه وړانديز دا دی چې بايد ټولو هيوادوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شي، له ټولو مهم دا چې دغه پوهاوی بايد د اسلامي ارشاداتو په بيان او تشريح سره ورکړل شي، دغه دنده يوه اسلامي او ملي دنده ده چې نه بايد د مادي مکافاتو لپاره بلکې د معنوي مکافاتود ترلاسه کولو لپاره يې هر عالم او هر روشنفکره  ترسره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x