خبرتیاوی او پیغامونه

د هغه علماوو لپاره ښه زیری چې په اردو ژبه پوهیږي

دمکتبه جبریل په نامه  یوپه زړه پوري  پروګرام چې  تر دې وړاندي یواځي د کمپیوټرلپاره کاریدله او داسلامي نړۍ دبرصغیر داهل سنت والجماعت مسلک  علماء کراموقیتمي علمي توکي ، لکه تفاسیر، حدیث ، شروحات ، فتاواوي اونور ډیرڅه موجود ؤ اوس  دمکتبه جبریل جوړونکو له لوري   د انډرایډ سیستم لپاره هم دامکتبه  بشپړه شوي اوهیله ده چې  رارواني جمعې مبارکي (2017/1/26) نیټه به په پلي سټورکې د لوستونکو لپاره  وړاندي شي  چې په دې سره به  دعلماء کرامو اونورو مستفیدونولپاره ډیره اسانتیا رامنځ ته شي

 

پوښتنه ، مکتبه جبریل به په اینډرایډ کې په څه ډول انسټال یاثبت کوو؟

جواب: له ګوګل پلي سټورڅخه تاسو دهغې سیټپ ترلاسه کولی شي  له ۲۷ جنوري وروسته ، ان شاء الله تعالی

پوښتنه : ایاپه موبایل کې له ثبت کولو یا انسټالیشن وروسته  به په مکتبه جبریل کې ټول کتابونه موجودوي؟

جواب : نه !بلکه مکتبه به بلکل تشه  اوخالي وي ، په مکتبه کې خپله د ډانلوډ کولو سهولت شته چې له دې څخه تاسو دضرورت په اندازه  خپل منتخب کتابونه  دکتاب اویامصنف په نامه سره  تلاش کړئ  اوډانلوډ به یې کړئ، په یو وار کې له ۲۰۰ زیات کتابونه نه شي ډانلوډ کولی

پوښتنه : ایا د پي ډي ایف (PDF) فایلونه به ځانته ډانلوډ کوو؟

جواب : نه ! که له تاسو سره په کمپیوټرکې مکتبه جبریل موجوده وي  نو تاسوکولی شئ له هغه ځایه پي ډي ایف فایلونه راکاپي کړئ اوبیایې په موبایل کې وچلوئ ،ځکه دپي ډي ایف فایلونو وزن اوحجم ډیرزیات دی ، خوله دې سره سره  دموبایل په مکتبه کې یې هم تاسو راډانلوډکولی شۍ.

پوښتنه:که څوک په یوه موبایل کې یونيکوډ کتابونه ډانلوډ کړي ، ایاهغه نورو موبایلونو یامیموري ته  کاپي کیدلی شي کنه ؟

جواب : هو بلکل یې کافي کولی شي،په کوم بل موبایل یا ټیبلټ کې  دوهم ځل ډانلوډ کول ضروري نه دي ، بلکه که لمړی موبایل چې تاسوپکې دمکتبې کتابونه ډانلوډکړي وي کمپیوټرته وتړئ اوبیا یوني کوډ کتابونه چې په books  فولډریا خانه کې به موجودوي  کاپي کړئ  او بیایې دبل موبایل په  import فولډرکې کافي کړئ ، اوس نو په هغه بل موبایل کې چې مکتبه چالانده کړئ او ترتیباتو ته ورشئ ( درآمدکتب) کې تاسو کولی شي چې ټول کتابونه راولئ،

یادونه  د : books  import فولډرونه د مکتبي د نصب په ځای کې جوړیږي چې ترتیباتو ته په ورتلو یې لیدلی شئ

نوټ : دمکتبه جبریل چلولو لپاره  کم ترکم  اینډرایډ۵  ورژن  ضروري دی

 

په دې اړه نور تفصیلات  به   ان شاء الله  په  دې پاڼه  http://www.elmedeen.com/  خپاره شي

یا دفیسبوک په  دې پاڼه :  https://web.facebook.com/maktabajibreel/?hc_ref=NEWSFEED&fref=nf

 

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
آمیري

ماشاء الله ماډانلوډ کړه په دې لینک باندي ، لینک فیسبوک باندي نشرشوی دی
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.elmedeen.maktabajibreel

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x