دیني، سیرت او تاریخ

د شِفاء او شَفاء تر منځ توپیر

ذبیح الله شینواری

د شِفاء او شَفاء تر منځ څه توپیر دی؟
د شِفاء مطلب دی، صحت روغتیا.
د شَفاء مطلب دی، مرګ، کنده، ګړنګ
ځیني خلک وایي الله دې تاته شَفاء درکړي، دا دعا نه ښېرا ده. مونږ باید داسې ووایو الله دې تاته:شِفاء درکړي.

اخذ:

[سُوۡرَةُ بنیٓ اسرآئیل/الإسرَاء : 82]

وَنُنَزِّلُ مِنَ الْقُرْءَانِ مَا هُوَ شِفَآءٌ وَرَحْمَةٌ لِّلْمُؤْمِنِينَ ۙ وَلَا يَزِيدُ الظّٰلِمِينَ إِلَّا خَسَارًا

موږ ددغه قُرآن د نازلولو په لړ کښي هغه څه نازلوو چي د منونكو لپاره شفا او رحمت دى، خو د ظالمانو لپاره له زيان څخه پرته بل څه نه زياتوي.

[سُوۡرَةُ آل عِمرَان : 103]

وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا ۚ وَاذْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنتُمْ أَعْدَآءً فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُم بِنِعْمَتِهِۦٓ إِخْوٰنًا وَكُنتُمْ عَلٰى شَفَا حُفْرَةٍ مِّنَ النَّارِ فَأَنقَذَكُم مِّنْهَا ۗ كَذٰلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمْ ءَايٰتِهِۦ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ

ټول يو ځاى شئ، د الله رسۍ كلكه ونيسئ او تيت و پرك کېږئ مه. د الله هغه پېرزوېنه در ياده کړئ چي پر تاسي یې کړېده: تاسي يو د بل دښمنان وئ، هغه ستاسي په زړونو کښي مينه واچوله او د هغه په مهربانۍ او لورېنه تاسي سره وروڼه وروڼه شواست. تاسي د يوې له اوره ډکي كندي پر غاړه ولاړ واست، الله ځني وژغورلاست. په دغه شان الله خپلي نښانې تاسي ته څرګند وي، په كار ده چي په دغو نښانو سره تاسي ته د خپلي ژغورني سمه لاره په نظر درشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x