شعـــــرونه

غزل/ ذوالقرنين پاچا

ذوالقرنين پاچا
امام چې څنګه وایي الرحمان په ترنم کې
زه دا رنګه نوم واخلم د جانان په ترنم کې

یادیژي به مې څنګه نه دا ستا د ناز خبرې
چی دا رنګه وریژی شړک باران په ترنم کې

نو خدای خبر چی کوم ارمان بۍ پاته په زړګی وی
په خپل مینځ کی چی ګډ سی دا ګونګیان په ترنم کی

له جنګه دومره ستړی دی چی بله دعا نکړی
د سولی چیغه وکړی افغانان په ترنم کی

د ږمی اوږده شپه ده ذوالقرنین به ټفی وایم
ته هم سره وایه، یه قربان په ترنم کی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x