شعـــــرونه

غزل/ محمد نعيم افغان زوی

محمد نعيم افغان زوی

لکـه وړانګه چې لـه لـمـر اخلې عقیـده د میـنې
بـلې شـغــلې را خــوروي بـلـه ډېوه د مـیـنې

آسمـانه ستا د لـمـر شـفـق ورته عاجـز ولاړ دی
تیـاره د عصـر له بیـن وړي ښکاره جلوه د مینې

د انـواراتـو تجـلې شـي عـاشـقان کې جلـب وي
لـه فیـض نـه ډکـه شـي پرنـوره حـجـره د مینې

عـاشـق دې تل وي د منصـور د فلسفې انعـکاس
وي امـتـحـان تـه يې چې مـتـن خـلاصـه د میـنې

د پاکې میـنې حد معـلوم نه دی هیڅ حد یې نشته
چـا تـه مـعـلـومـه ده چې څه ده انـدازه د میـنې

د مینې عصـر کې د ورځو شپو معیـار نه وي هیڅ
شپه لکه ورځ غوندې او ورځ وي لکه شپه د مینې

مینې ستا قتـل ته ټول شـوي دي یو څو ظالمان
رب دې تـرې سـاتـي وبـه نکـړي جنـازه د میـنې

سپېڅلې مینـه لافـانې ده تـر مقـامه وړې څوک
چـا بیـا لیـدلې؟ چېرتـه جـوړه هـدیـره د میـنې

مینې میـن درتـه لـوګی شـول پـه لمبـه اورونو
درتـه یې وړانـدې کـړل سـرونه نظـرانه د مینې

کلـه چې یـاد شـي د تـاریخ پـه پاڼه پاکـه میـنه
تـاریـخ بـه وستـای یـو سپیـنه قـافـلـه د میـنې

خدای دې حساب کړه افغـانزویه له همدې قافلې
د خـدای حضـور ته به ورځې پـه وابسته د میـنې

محمد نعیم افغانزوی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x