abdullah.abdullah-2

اسلامي اقتصاد ته اړتیا / عبدالله اخندزاده

په دې ورستیو کلونو کې د اسلامي بانکاري (Islamic Banking) چټک پرمختګ او د اسلامي اقتصاد د پوهانو له لورې ترسره شویو تحقیقاتو او څیړنو دا تاثر وزېږاوه چې اسلامي اقتصادي نظام یوازي اسلامي بانکاري نظام ته ویل کیږي، یعني که چېرته په یوه هیواد کي د پانګوني ادارې (بانکونه) په بشپړ ډول په اسلامي اصولو برابرې شي نو په هغه هیواد کي اسلامي اقتصادي نظام پلی شو. حال دا چې په حقیقت کې دواړه یو شی نه دي. اسلامي اقتصاد ډېره پراخه غېږ لري، او د پانګوني نظام ته په خپله غیږ کې ځای ورکوي. او یا دا چي اقتصادي

نظام یوه مجموعه ده او د پانګوني ادارې د هغه یوه برخه ده. د بېلګي په توګه د پيسو پاړسوب (Inflation)، وزګارتیا (Unemployment)، غربت (Poverty)، ترقي یا پرمختګ (Development) او له دې سره سره خپله د پانګوني نظام بنسټ هم په اقتصاد کې مطالعه کیږي. نو ویلای شو چې اقتصاد یو کل دی او پانګونه دهغه جز دی.

لکه څنګه چې د پانګوني نظام (Financial System) په اسلام او کپیټلزم (Capitalism) کې بېل بنیادونه، بیل هدفونه او د اهدافو ته د رسیدلو لپاره بيلي لارې لري، همدارنګه اقتصادي نظام(Economic System) په اسلام او کپیټلزم کې په بشپړه توګه بېل بېل اصول، اهداف او مقاصد لري. په کپټلزم کې د پانګوني نظام په سود (ربا) ولاړ دي خو بالعکس په اسلام کي سود په کلکه منع شوی دی. همدا راز اسلامي اقتصادي نظام له کپټلزم سره د وزګارتیا په ختمولو کې دومره توپیر لري څومره چې د پانګونې په اصولو کې له یوبل سره توپیر لري.
په دې توګه ویلای شو چې اسلامي اقتصاد ته دومره اړتیا ده، څومره چې د پانګوني په میدان کې کار روان دی. په دې مقاله کې به دا ټکی له مختلفو اړخونو وپلټو او وبه ګورو چې ایا رښتیا هم اسلامي اقتصاد ته اړتیا شته؟

1. ټولنيز علوم او اسلامي اقتصاد ته اړتیا

په ټولیزه توګه علوم په دوو برخو ویشل کیږي، لومړي قسم ته یې ټولنیز علوم (Social Sciences) وایې چې تر یو خاص وخت (Time Specific)، خاصي سیمي (Area) او خاصې واقعې (Event) پوري تړلی وی، خو دوهم قسم علوم چې سائنسي علوم بلل کیږي تر یو خاص وخت، علاقې او واقعې پوري تړلی نه وی، په بله معنی سائنسي علوم آفاقي (Universal) وي. د بېلګي په توګه د ملیریا ناروغي چې په سائنسي علومو کې مطالعه کيږي، لامل یې په ټوله نړی کې یو ځانګړی ډول بکټریا ده او په ټوله نړی کې یې د درملني لپاره هروخت دهرچا لپاره یو قسم دارو درمل کارول کيږي.

خو که په معاشرتي علومو کې د وزګارتیا(Unemployment) عوامل، اسباب او حل لارې مطالعه کړو، نو لامل به یې په امریکا، امارات او افغانستان کې سره بېل وي، آن تر دې چې پاکستان او افغانستان د جغرافیایې او کلتوري قرابت سره سره د وزګارتیا په عواملو کې سره شریک نه دي. دا خبره جوته شوه چې په هر هیواد کې، هر وخت د وزګارتیا بېله بېله درملنه کيږي. یعني په امریکا کې چې په کومه طریقه د وزګارتیا درملنه کيږي په هغه طریقه په پاکستان يا افغانستان کې د وزګارتیا درملنه نشي کیدای.
له بده مرغه موږ لکه څرنګه چې په سائنسي علومو کي د لویدیځوالو بشپړ پیروان یو، همداسي یې په ټولنیز علومو کي پېروي اړینه بولو. چې په پایله کې یې د تداوي په ځای ناروغي نوره هم خپره شې. یعني په امریکا کې چې کومه پالیسي د وزګارتیا ختمولو لپاره پیاده کيږي، د هماغې پالیسي پیاده کول په خپل هیواد کې هم حتمي ګڼو، حال دا چې کیدای شي هلته د وزګارتیا لامل همدا نه وي له کوم لامل سره چې موږ مخامخ یو.

نو ویلای شو چې په ټولنیز علومو کې (که څه هم له نورو اختلافاتو سترګي پټي کړو) باید هيڅ کله د نورو پېروي ونه شي او د دغو علومو بنسټ زموږ د خپلو عقایدو، احساساتو او کلتور په اساس تشکيل شي.

اقتصاد چې په ټولنیز علومو کې شمېرل کيږي او له هغو مهمو علومو څخه دي چې په ټولنه کې د هر سړي تعلق ورسره شته، نو باید سر له اوسه په جدي توګه متوجه شو چې د اقتصاد نظام په اسلامي بنسټونو جوړ کړو.

2. د کپیټلزم زوال، اسلامي اقتصاد ته د اړتیا مهم فکتور

په ۲۰۰۸م کال کې کپیټلزم (Capitalism) له ستر مالي بحران سره مخامخ شو چې نه یوازي امریکا بلکې د اروپا او نورې نړۍ ډېر هیوادونه یې اغېزمن کړل. دا د کپیټلزم یوازینۍ حادثه نه وه بلکې له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې کپیټلزم له سلو نه زیاتو حادثو سره مخامخ شوی دی. خو د ۲۰۰۸م کال بحران یې له ۱۹۲۹م کال مالي بحران نه وروسته دوهمه لویه او تاریخي حادثه وه چې په یوه اونۍ کې یې په بلیونونو ډالره تاوان نړۍ ته ورواړاوه.

له همدې سره د نړۍ اقتصادپوهانو کپیټلزم ته د شک په نظر وکتل او آن تر دې چې پیټر یوبل (Peter Ubel )په خپل کتاب Free Market Madness: Why Human Nature is at Odds with Economics–and Why it Matters کې لیکي: د ۲۰۰۸م کال مالي حادثه د کپیټلزم د لیونتوب ډېره ښه بېلګه ده .

نامتو اقتصادپوه نيکیټي آیډين(Necati Aydin) په خپلي مقالې(2008 Financial Crisis: A Moral Crisis of Capitalism) کې ليکي: زما په نظر د ۲۰۰۸م کال مالي حادثه د انسانیت په تاريخ کې ډېره لویه غلا ده . او وایې چې دا د کپیټلزم مالي حادثه نه بلکه د کپیټلزم اخلاقي حادثه (Moral Crisis) ده.

کپیټلزم له خلګو سره په خپله کړې وعده کې پاتي راغی، مقصد مې خوشالي (Happiness) ده، په کوم اساس چې کپیټلزم خلګ خپل ځان ته لمسولي وو. د خوشالي ډېرولو لپاره په کپیټلزم کې د یوې مشهوري اصطلاح لمخي، څومره چې لګښت ډیريږي هومره به خوشالي ورسره ډیريږي، ډېر لګښت(Consumption) په ډېرو روپو کيږي او ډیري روپۍ په ډېره ګټه لاسته راځي. پایله یې دا شوه چې په ډېره ګټه، ډېرو روپو او ډېر لګښت کې ډېره خوشالي ده. او دا درې چې څومره ډېريږي، هومره خوشالي ورسره ډېریږي.

دا فکر په عملي ږوند کې غلط ثابت شو. ایسټرلن ( Easterlin) په ۱۹۷۵م کال کې په دې اړه څېړنه وکړه، نوموړي له ۱۹۴۶ بیا تر ۱۹۷۰م کال پوري مواد یو ځای کړل او ویېموندل چې په دې وخت کې د خلګو په ګټه کې ډېر زیاتوالی راغلی دی خو خوشالي یې د یادوني وړ نه ده ډېره شوې. نوموړي همدغه څیړنه د جاپان په اړه وکړه او ویې موندل چې په جاپان کې له ۱۹۵۸ بیا تر ۱۹۸۰م کال پوري د خلګو ګټه پنځه چنده ډېره شوېده، خو د خوشالي کچه یې لږ هم نه ده ډېره شوې. یوه نوې څېړنه د چین په اړه شیي چې له ۱۹۹۴ بیا تر ۲۰۰۵م کال پوره د خلګو په ګټه کې ٪۲۵۰ زیاتوالی راغلی، په خلګو کې د موبایل کارونه له ٪۱۰ نه ٪۶۳ ته ورسیدی او رنګین ټی وي (Color TV) په کورونو کې له له ٪۴۰ نه ٪۸۰ ته ورسیدی خو د خوشالي کچه په خلګو کې د ډېرېدو په ځای لا کمه شوې ده.

همدارنګه کپیټلزم په دې نظر دی چې انسان یوازي په خپله شخصي ګټه (Self Interest) خوشاليږي او د شخصي ګټي لپاره کار کوي، له دې فکر سره د انسانانو له ذهنه د قربانی ماده ختمه شوه او دومره ماده پرست (Materialistic) شو چې د خپلو شخصي ګټو لپاره خپل مور او پلار قرباني کولو ته هم تیار شو. لدې سره خانداني نظام ترېنه کډه وکړه. خو په عملي ژوند کې د دې بالعکس ډېر خلګ مال څه چې خپل ځان هم قربانولو ته تیار وي. او په ټولیزه توګه په ټولنه کې هغه کسان ډېر خوشاله وینو چې د نورو د ګتي لپاره هلي ځلي کوي.
دا خبر جوته شوه چې کپیټلزم د انسان د فطرت، عاطفې او احساساتو په پوره توګه عکاسي نشي کولاي، کاپیټلزم د انسان د خوشالي لامل هغه څه بولي کوم چې د فطرت لپاره د منلو وړ نه دی، له دې امله خلګ د خوشالی له بحران (Happiness Crisis) سره مخامخ دي او د خپل ځان د خوشالي لپاره هغه ناوړه کارونه کوي چې د انسانیت په تاریخ کې به یې شایې بېلګي موندل ناشونې وي.

نو ویلای شو چې یوه نوي نظام ته اړتیا ده. داسي نظام چې د انسان د فطرت، عاطفې او احساساتو په پوره توګه عکاسي وکولاي شي، ویجاړ کورونه ودان کړي، مایوسه زړونو ته سکون ورکړي، او انسان د خود غرضی له میدان نه د قربانی ډګر ته راوباسي.

3. له کپټلزم سره د مسلمانانو عقیدوي اختلاف

له ۵۰۰ تر ۱۱۰۰م کال پوري په اروپا کې خلګ په بشپړ ډول د چرچ په ولکه کې وو. دې دورې ته د تورو شپو(Dark ages) دوره ویل کیږي. لدې سره سم په اروپا کې د روشن خیالي پروسه (The Enlightenment Project) پېل شوه، چې پکي هڅه کېده چې انسان د چرچ له منګولو آزاد کړي او نړۍ دخپل عقل په رڼا روشانه کړي. د یادی شوې پروسې کپیټلزم په پراخه ټنډه لاس نیوی وکړ. د کپټلزم اصلي څېرې پیژندني لپاره باید روشن خیالي و پېژنو.

روشن خیال پدې نظر وو چې انسانان ښه او هوشیار (Rational) دي، باید خپل هدف او منزل د چرچ د لارښوني په ځای په خپله وټاکي. بالآخره دوی عقل ته په ازادي ورکولو کې بریالي شوو، همدا راز دوی باوري وو چې د اروپا توري شپې یې د انسان د عقل په رڼا روښانه کړې. روشن خیال نور هم مخته لاړل او زیاته یې کړه چې نور مذاهب له عیسویت سره د انسان د آزادي په مخنېونه کې یو شان دي. نو باید ټول انسانان د مذهب له منګولو خلاص شي. ځکه چې د دوی په نظر مذاهب هسي افسانوي حیثیت لري.

په لنډه توګه که و وایو د روشن خیالي پنځه اهداف وو. لومړۍ، خلګ د عیسویت له منګولو خلاصول. دوهم، د وحي د لارښوني بغیر منزل او هدف ته رسېدنه. ځکه چې د دوی په نظر عقل د علم یوازنی ماخذ دی. درېیم، لوړو اخلاقو ته د رسېدو لپاره د وحې هیڅ اړتیا نه لیدل. څلورم، په آخرت کې دجنت نشتوالی له امله پدې نړۍ کې جنت جوړل (دې هدف ته د رسېدو لپاره کپټلزم دوی ته ډېر لوی لاس ورکړ). پنځم، یوازي د دې نړۍ لپاره ژوند کول.

روشن فکران زیاتوي، انسان باید هر هغه کار وکړي چې دی یې د ځان لپاره ګټور بولي. د انسان د ژوند هدف به نور د خدای خوشالي نه وي بلکه د خپلو خواهشاتو پوره کول وي. د ښه او بد معیار د وحي لارښونه نه ده بلکه دانسان ضمير چې کوم کار بد بولي هغه بد دی او کوم چې څه ښه بولي هغه ښه دی. هر انسان به د خپلو خواهشاتو غلام وي، دی به د خواهشاتو پوره کولو لپاره خپل هرڅه، آن تر دې چې خپل ژوند هم قربانوي.

په حقیقت کې کپیټلزم هم د انسان د ژوند هدف د خواهشاتو پوره کول بولي. په امریکا او اروپا کې د ډېرو خلګو په خله کې دا خبره چې ژوند تفریح (Life is fun) دی، د همدې فکر عکاسي کوي. له دې امله دوی پوره اونۍ په ډېر زیار کار کوي لپاره د دې چې داوني په پای(Weak end) کې تفریح ولري. ډېر کسان چې په نړۍ کې خپل ټاکل شوي هدف ته نه ورسي، خپل ژوند ته د پای ټکی ږدي.

د روشن فکري پروسه له دنیا نه په جنت جوړولو کې د کپټلزم نه په بشپړه توګه کومک اخلي. د کپټلزم په نصابي کتابونو کې همدا یادونه په بیا بیا شوې ده چې هر سړی هوښیار(Rational) دی نو باید خپله فیصله په خپله وکړي، د ده په فیصلې کې باید د هيچا مداخله نه وي. همدارنګه، کپټلزم د انسان یوازنی هدف د روپیو ډېرول بولي، آن تردې کارل مارکس وايې چې انسان د روپیو بنده دی. د کپټلزم بابا آدم سمت(Adam Smith) هم له روشن فکرانو ډېر متاثره وو. د د په نظر په کاروباري چارو کې باید د حکومت هیڅ مداخله نه وي یعني هر سړی باید آزاد وي، په خپل کتابThe Wealth of Nations کې سمت لیکي:هر سړی باید آزاد وي چې خپله ګټه په خپله طریقه باید په خپله غوره کړي .

د دوی له نظر سره سم که چېرته په ټولنه کې خلګو ته اجازه ورکول شي چې د خپلي ګټي لپاره که په هره لار وي باید کار وکړي او په دوی د خپلو خواهشاتو پوره کولو هیڅ ډول پابندي نه وي، نو پای یوه داسي ټولنه وي چې نن يې موږ په غرب کې ننداره کوو.

دا خبر جوته شوه چې کپیټلزم په عقیدوي ډګر کې هم له اسلام سره لاس او ګرېوان دی، نو ویلای شو چې یو داسي اقتصادي نظام ته اړتیا لرو چې زموږ په خپلو عقایدو، روایاتو او عناناتو ولاړ وي.

4. د وسائلو کمښت او اسلامي اقتصاد

په نړۍ کې که له یوې خوا خواهشات(Desires) ډېر زیات دي خو له بلي خوا د خواهشاتو پوره کولو لپاره وسائل(Resources) ډېر کم دي، دې ستونزي ته په اقتصاد کې د وسائلو کښت (Scarcity of Resources) وايي، د یادوني وړ ده چې همدا ستونزه د اقتصاد د تخلیق لامل هم ده، ځکه چې د دې بر عکس که چېرته وسائل زیات شي او خواهشات کم شي نو د اقتصاد علم ته به هیڅ اړتیا نه وي.

د همدې ستونزي د حل لپاره د کپټلزم لمخې باید وسائل پداسې طریقې پکار واچول شي چې تر ډېره حده خواهشات پوره شې. میلدس(Malthus) او د هغه پلویان خو لا پدې نظر وو چې باید نفوس کم شې ځکه چې په محدودو وسائلو که نفوس لا ډېر شي نو خبره به تر لوږي او قحط پوري ورسي او بله دا چې نفوس کمول که زموږ په واک دي خو د وسائلو ډېرول زموږ د وس کار نه دي.

له بلي خوا اسلامي اقتصاد نړۍ ته یو نوی حل ورکوي، د اسلامي اقتصاد لمخي خواهشات ریښتیا هم نه پوره کیدونکي دي نو باید د وسائلو له منظم استعمال سره سره خپلو خواهشاتو ته هم مهار ورواچوو. اسلامي اقتصاد له دې ټکي سره چې وسائل کم دي او یا باید نفوس کم شي کلک مخالفت شيي، ځکه چې عملي ږوند دا ثابته کړه چې څومره نفوس زیاتيږي هغومره د خلګو ژوند ورسره شه او معیاري کیږي، په نړۍ کې د لوږي لامل دا ندی چې وسائل کم دي یا نفوس زیات دی، بلکه دا د انسان لاسوهنه ده چې د نړي په وسائلو د ګوتي په شمېر کسانو قبضه نیولې ده.

په پای کې به د پایلي په توګه دومره ووایم چې کپټلزم نه یوازي په مالي ډګر کې یو بې فطرته نظام دی بلکه په عقیدوي، فکري او کلتوري ډګر کې هم په بشپړه ډول له اسلام سره لاس او ګرېوان دی. نو دا د ټول امت بالعموم او په خاصه توګه د اقتصاد د استادانو او محصلینو فریضه ده چې په دې میدان کې خپلي مټي را ونغاړي او د کپټلزم په تمبولو کي خپله برخه واخلي. متاسفانه په افغانستان کې په ډېرو پوهنتونو نو کې د اقتصاد پوهنځی شته خو د اسلامي اقتصاد یو کورس هم نه پکي درسیږي. چې په پایلي کې به یې، خدای مکړه، د افغانستان ځوان نسل له دائمي فکري غلامي سره مخ شي. خدای پاک دي موږ ته توفیق راکړي چې په هر ډګر کې په کلکه د اسلام دفاع وکړو.

اخځونه

Aydin, N. (2011), “2008 Financial Crisis: A Moral Crisis of Capitalism”, African Journal of Business Management, vol. 5, no. 22.
Aydin, N. (2013), “Redefining Islamic Economics as a New Economic Paradigm”, Islamic Economic Studies, vol. 21, no.01.
Chapra, M.U. (2000), “Is It Necessary to Have Islamic Economics?”, Journal of Socio Economics, vol. 29.
Easterlin, R.A. (1974), “Does Economic Growth Improve the Human Lot?” in Nations and households in economic growth: essays in honor of Moses Abramovitz., eds. M. Abramovitz, P.A. David & M.W. Reder, Academic Press, New York.
Gay, P. (1996), “The Enlightenment: An Interpretation”, W. W. Norton & Company.
Perloff, J.M. (1999), “Microeconomics”, Addison Wesley Longman, Inc.
Zaman, A. “Scarcity: East and West”, Journal of Islamic Economics, Banking and Finance, Vol.6, no.01.
Zaman, A. “Book of Islamic Economics”, Lectures on Islamic Economics, Available at: http://asadzaman.net/online-lecture/current-issues

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د