شعـــــرونه

مدرسې/ رضوان الله فيضاني

 

رضوان الله فيضاني

ابادې دې وي تل په عالمانو مدرسې
ښكارېږي تل ښايسته په طالبانو مدرسې

قرآن او احاديث يې دي سپېڅلي مضامين
دي پاته په ميراث له اصحابانو مدرسې

تهداب د مدرسو پخپله ايښى ګران رسول
په مينه تل ساتلي مؤمنانو مدرسې

كوي لكه طوطيان تلاوتونه پكې تل
سمسورې وي مدام په حافظانو مدرسې

د علمِ دين چينې دي هره خوا خړوبوي
تيارې تل بدلوي په رڼاګانو مدرسې

عالم ته هم طالب ته رب وركړى اوچت شان
دوى ژغوري د هر وخت له جابرانو مدرسې

ډېر زيات دي محبين او مخلصين د مدرسو
بې شمېره جوړې كړي مسلمانو مدرسې

د دين ټول مراكز په مينه ستايه ( فيضاني )
ستايلي د هر عصر شاعرانو مدرسې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x