ټولنیزه برخه

مه خفه کېږه! (۱۲۳)

لیکوال:- دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن:- رحمت الله مومن

۞ دا چې مسلمان یې، نو مه خفه کېږه!

څومره بدمرغه دي، هغه خلک چې اسلام له سره نه پېژني او پر دغه لاره نه ځي!
دا چې اسلام یو ستر خبر دی، د خپلو پلویانو له پلوه نړیوال اعلان ته اړتیا لري، ځکه چې د بشریت نېکمرغي له دې پرته په بل څه کې نشته!

﴿ وَمَن يَبْتَغِ غَيْرَ الإِسْلاَمِ دِيناً فَلَن يُقْبَلَ مِنْهُ ﴾
ژباړه: ( له اسلام نه پرته چې هر څوک کوم بل دین غوره کړي، هېڅکله به ورڅخه قبول نکړای شي. )

یو مسلمان بلونکی د المان په میونخ ښار کې استوګن شو، ښار ته د دننه کېدو په وخت یې پر یوې نصب شوې لوحې سترګې ولګیدې، پرې لیکل شوي وو: ( ایا ته د یوکوهاما ټایرونه نه پېژنې!؟ )

همدغه بلونکی را ولاړ شو او په مقابل کې یې تر دې هم پر یوې سترې لوحې داسې ولیکل، چې: ایا ته اسلام نه پېژنې؟ که غواړې چې اسلام وپېژنې، نو له موږ سره په دغو شمېرو اړیکې ټینګې کړه!

د المان له ښارونو، کلیو او بانډو څخه ورسره ټیلېفوني اړیکې ونیول شوې، تردې چې د یوه کال په اوږدو کې یو لک المانیان ښځې او سړي د همده په لاس مسلمانان شول او هلته یې یو لوی جومات او ستر اسلامي مرکز جوړ کړ.

بشریت په رښتیا هم دغه سپېڅلي دین ته اړ دی؛ ځکه چې دغه دین د بشریت د هر اړخیزو ډاډمنتیاوو تضمین کوي.

الله تعالی ﷻ وایې:

﴿ يَهْدِي بِهِ اللّهُ مَنِ اتَّبَعَ رِضْوَانَهُ سُبُلَ السَّلاَمِ وَيُخْرِجُهُم مِّنِ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ بِإِذْنِهِ وَيَهْدِيهِمْ إِلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ ﴾
ژباړه: ( د هغه په وسیله الله تعالی ﷻ هغو خلکو ته چې د هغه د رضا غوښتونکي دي، د سلامتیا لارې ښيي او په خپل امر سره هغوی له تروږمیو څخه راوباسي او د رڼا لوري ته یې راولي او د سمې لارې په لوري د هغوی رهبري کوي. )

یو عابد وایې:
( زه فکر نه کوم چې په نړۍ کې به داسې هم څوک وي، چې د غیرالله عبادت دې کوي. )

مګر:
﴿ وَقَلِيلٌ مِّنْ عِبَادِيَ الشَّكُورُ ﴾
ژباړه: ( زما په بندګانو کې بېخي لږ شکر ویستونکي دي. )

یوه عالم راته کیسه کوله چې:
( یو کلیوال سوډانی د سوډان پلازمینې خرطوم ته راغی او هلته یې د انګلیسي ښکېلاک په دوره کې د یوې څلور لاري پر سر یو برطانوی ترافیک ولید، دغه مسلمان ترې پوښتنه وکړه: ته څوک یې؟

هغه ورته وویل: زه کافر یم!
پوښتنه یې ترې وکړه: د چا په اړه کافر یې؟
هغه ورته وویل: د الله په اړه!
مسلمان سوډاني ورته وویل: ایا د الله په اړه هم څوک کافر کېږي!؟
له دې سره یې په خپله خېټه لاس کېښود او کانګې یې وکړې او بېرته خپل کلي ته راستون شو. )

﴿ فَمَا لَهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ ﴾
ژباړه: ( بیا په دې خلکو څه شوي دي، چې ایمان نه راوړي. )

اصمعي وایې:
( یوه کلیوال له یوه قاري څخه دغه مبارک ایت واورېد، چې:

﴿ فَوَرَبِّ السَّمَاء وَالْأَرْضِ إِنَّهُ لَحَقٌّ مِّثْلَ مَا أَنَّكُمْ تَنطِقُونَ ﴾
ژباړه: ( سوګند دی د اسمان او ځمکې پر مالک، دا خبره حقه ده، همداسې یقیني لکه چې تاسې غږېږئ. )

کلیوال وویل: سبحان الله! الله تعالی ﷻ چا په سوګند خوړلو مجبور کړ؟ دا ښه ګومان د الله ﷻ رحمت او مهرباني او د هغه لطف او کرم دی. )

که څوک د سیرت کتابونه ولولي او د رجالو د ژوند پر حالاتو ځان پوه کړي، نو ډېر مسایل به په ډاګه کړي، چې څو یې لاندې ډول دي:

۱: علی بن ابی طالب رضی الله عنه وایې چې:
( د انسان علم او ادب، خوی او اخلاق، په حقیقت کې د هغه ارزښت په ډاګه کوي، نه د هغه صورت او اندامونه! )

﴿ وَلَعَبْدٌ مُّؤْمِنٌ خَيْرٌ مِّن مُّشْرِكٍ وَلَوْ أَعْجَبَكُمْ ﴾
ژباړه: ( یو مسلمان مریه له اصیل مشرک نه ډېر ښه دی، که څه هم چې هغه ستاسې ډېر خوښ وي. )

۲: د انسان همت او زیار د هغه مقام ثابتولای شي، خو مجد او عظمت نه شي وربښلای، ځکه د خرما په اړه چې ته یې خورې، د مجد او عظمت اټکل مه کوه.

۳: انسان هماغه څوک دی، چې د وړ او ناوړه عملونو له کبله خپل تاریخ پخپله جوړوي.

﴿  وَنَكْتُبُ مَا قَدَّمُوا وَآثَارَهُمْ  ﴾
ژباړه: ( کومې چارې چې هغوی سر ته رسولي دي، موږ هغه ټولې لیکو. )

۴: د بنده عمر بېخي لنډ دی، په بیړه له منځه ځي، هغه باید پر غمونو او د ګناهونو په ارتکاب لاپسې لنډ نه کړای شي، چې بیا به داسې اټکل وکړي، چې:

﴿  لَمْ يَلْبَثُوا إِلَّا عَشِيَّةً أَوْ ضُحَاهَا ﴾
ژباړه: ( [په دې دنیا کې یا د مرګ په حالت کې یې] صرف د یوې ورځې وروستنۍ برخه یا لومړنۍ برخه یې تېره کړې ده. )

﴿ قَالُوا لَبِثْنَا يَوْماً أَوْ بَعْضَ يَوْمٍ فَاسْأَلْ الْعَادِّينَ  ﴾
ژباړه: ( هغوی به ووایې، موږ یوه ورځ یا د یوې ورځې یو څه برخه هلته اوسېدلي یو، له شمار کوونکو څخه پوښتنه وکړه. )

یو شاعر وایې:
( د غم لپاره همدا بس ده چې ژوند تریخ کړي، په پله کې داسې عمل نه ګورم، چې الله تعالی ﷻ پرې خوښ شي. )

#لاتحزن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx