fiqha

شتمنه فقهي پانګه او زموږ نامناسب چلن

بسم الله, الحمد لله, والصلاة والسلام على رسول الله، وعلى آله وصحبه ومن والاه.

اسلامي أمت يو داسې غني فقهي تراث لري، چې د نړۍ پر مخ يې يو امت هم نه لري؛ له وياړه ډک تراث دى, ژوندی تراث دی، خو متأسفانه زمونږ چلند ورسره ډېر منفي دی، زمونږ بر عکس نور امتونه په خپلو مړو :پرسوده تراثونو کې چې زرګونه کاله پرې تېر شوي دي؛ د ژوند روح پو کوي، پالنه يې کوي؛ اوتر اوسه يې په خپلو پوهنتونونو او علمي مراکزو کې تدریسوي.

غواړم د اسلامي تراث په هکله د مسلمانې ټولنې د چلند له لسلګونو پديدو څخه يواځې يو څو پديدو ته اشاره کوم، چې نږدې هره ورځ ورسره مخ کي
.

د سلفيت اوسنۍ پديده:

د سلفيت تګلاره لکه څنګه چې وړاندې کيږي، د (فهم القرآن والسنة علی فهم سلف الأمة) تګلاره ده، يعنې د سلفو کرامو د فهم له مخې په قرآن او سنت باندې ځان پوهول.

دا تګلاره يو لوی سمندر ته ورته والی لري؛ ځکه چې سلفو کې د خير القرون صحابه، تابعين، أتباع التابعين، او تبع الأتباع ټول شامليږي، د خير القرون علماء، محدثين، فقهاء او مفسرين په کې شامليږي. خو متأسفانه چې د دغې تګلارې ځينې دعوادارانو له دغه لوی سمندر څخه يو کوچنی تنګ لښتی جوړ کړی؛ چې له يو څو همنظرو سره په کې يو ځای خړپيږي. او د نورو د ځايېدو ګنجايش هم په کې نه وي، په عملي او واقعي (نه نظري) توګه به د سلفو صالحو ټوله تګلاره د متأخرينو او معاصرو څو علماوو او شيخانو کې منحصره ويني. نور د سلفو کرامو عظيم تراث د نسيان د تورو تمبو شاته غورځوي.
در حالېکه حقاني سلفيت د دغه فقهي تراث قدر کوي، پالنه يې کوي، او وده ورکوي..

د اهل حديثو اوسنۍ پديده:

د اهل حديثو تګلاره چې منشأ يې هند دی، د فقهي تراث په هکله د دوی له خوا مختلف نظرونه څرګنديږي، خو کومه چې د دوی مشهوره تګلاره ده، هغه دا ده دوی مستقيما له شرعي قرآني او حديثي نصوصو څخه استفاده کوي؛ خو د سلفو صالحو فهم نه ردوي. دوی د تحصيل لپاره له حديثي کوچنيو کتابونو څخه نيولې تر لويو کتابونو پورې استفاده کوي. دوی ته ځينې منتسب لکه اهل ظاهر غوندې اجماع او قياس نه مني، او ځينې يې اجماع مني، خو قياس مني، او ځينې نور يې دواړه مني، چې دوی بيا په ځان باندې د سلفيانو اطلاق هم کوي؛ د کومو په اړه چې خبرې لږ پورته تېرې شوې.

د فقهي غني تراث په اړه بيا دوی وايي چې: تقليد مطلقا حرام دی، تمذهب هم حرام دی، ځکه چې د دوی په فکر تمذهب تعصب ته لار پرانيځي، او په دې کار سره له سوونو کلونو راهيسې د لويو لويو علماوو، محدثينو او فقهاوو په تمذهب باندې د بطلان کرښه راکاږي.
يوه خبره بايد ومنو، چې د اسلامي تاريخ په اوږدو د اسلامي علومو د تحصيل لپاره تل د دوه لارو څخه کار اخيستل شوی دی:

لومړۍ لاره: چې يو ابتدائي طالب د يو معروف مذهب چې غالبا له څلورو مذهبونو څخه نه ووځي، د هغه مذهب يو کوچنۍ فقهي متن پيل کړي، کوم کې چې دليلونو نه وي؛ کله چې هغه ښه زده کړي، نو وروسته هغو متونو ته لاس وغځوي، کوم چې دليلونه راوړل کيږي، بيا هغه متون چې له دليل سره د مذهب دننه اختلاف په کې څېړل کیږي، بيا هغه متون چې د مذهب بهر خلاف په کې هم له دليل سره يو ځای څېړل کيږي، او د راجح او مرجوح او په پای کې سبب د ترجيح او د سبب د اختلاف ته خبره رسيږي. چې په دې سره دارس يو تکړه مرتب ذهنه فقيه جوړيږي.

که چېرته به يې په ادله وو باندې ډېر اهتمام وکړ؛ او له حديثي کتابونو به يې هم استفاده وکړه، او له خپلو متخصصو محدثينو څخه به يې تلقي کړل، نو د فقيهتوب سره سره به ترې محدث هم جوړ شو.

دويمه لاره دا وه چې طالب به کوچنی حديثي متن پيل کړ، بيا به سوکه سوکه متوسطو او غټو حديثي کتابونو ته لاس وغځاوه، او له حديثو څخه به يې فقه زده کوله، چې فقه الحديث به يې باله، په دې لاره کې به ترې محدث يا محدث فقيه جوړ شو، خو د دې لارې د فقيه او د لومړنۍ لارې د فقيه به ډېر توپير وو. د استنباط، اجتهاد، او د دقيق فقهي نظر کومه ملکه چې به اولني سره وه، له دويم سره به نه وه. د دې ډېر مثالونه دي، نه غواړم ليکنه پرې درنه کړم.

خو د دې دواړو طريقو څخه د انفرادي استفادې څخه ښه لاره دا وه، چې دواړه طريقې سره جمعه شي، البته په دې شرط چې د حديثي نصوصو کتاب د فقهي هغه سره موافق وي، تر څو مبتدئ طالب العلم له ذهني کشمکش سره مخ نه شي؛ او بالفعل همداسې وشول؛ د مذهبونو علماوو د فقهي تأليفاتو تر څنګ د حديثي متنونو کتابونه هم تصنيف کړ. چې أحاديث الأحکام يې بولي.

ستونږه اوس دلته ده، چې د اهل الحديث د تګلارې والا په فقهي لارې باندې د بطلان کرښه را کش کوي، د بطلان کرښه پرې داسې راکش کوي، چې هم تمذهب يعنې په يوه فقهي مذهب کې تحصيل هم ردوي ځکه چې تعصب ته لار پرانيځي، او همدارنګه د فقهي مذهب او له مذهب څخه بهر تقليد هم ردوي. چې په دې کار فقهي غني تراث په بشپړه توګه ايسته غورځول کيږي. داسې حالت کې طالب په فقهي مسائلو کې له ذهني کشمکش سره مخ کيږي، الا که يواځې هغه قرآني او حديثي نصوص ورته تلقي شي، چې دی په هغو باندې د خپلو نظرياتو لپاره استدلال کوي؛ او عموما دغه تلقي له خپل شيخ څخه کوي.

.د حنفيت اوسنۍ پديده:

حنفي مذهب د اسلامي امت په تراث (پانګه) کې د يو لوی سيند مثال لري، د لوی سيند سره يې ځکه مشابه کوم، چې دا هم د سلفو صالحو د سمندري تراث څخه د ډېرو را بېل شويو سيندونو څخه يو لوی سيند دی، چې ډېر مسلمانان يې خړوبه کړي؛ حکومتونه يې خړوبه کړي، خو متأسفانه چې په وروستيو کې له دغه سيند څخه ځينو د اوبو ولاړ ډنډ جوړ کړی دی، چې اوبه يې هر وخت د عدم تجدد له وجهې د استفادې وړ نه وي، دغه لوی مذهب يې د يو څو ابتدايي کتابونو په متن، او د کلي، او جومات د يو څو ابتدايي ملايانو په فهم کې را منحصر کړی دی.

حنفي مذهب چې بايد د يوې قوي متجددې فقهې مدرسې په توګه پر خپل متجدد حالت پاتې وی؛ د جمود کندې ته يې ګوزار کړی او شنډ کړی دی، د تعصب په لاس يې هغه وسعت ورته له منځه وړی، چې په وجه يې حنفي مذهب د عباسي خلافت د قضا د رسمي منصب لايق ګرځېدلی وو. د جمود او تعصب په وجه يې د نويو نوازلو په وړاندې يې د چلنج له ځواکه غورځولی.

په داسې حال کې که چېرې مونږ د دغه لوی سيند سرچينې ته وروګرځو، نو ګورو چې مبنا يې په تعدد او اختلاف رأی ده، د امام ابو حنيفه رحمه الله په مذهب کې تنها درېيمه برخه د امام ده، نورې برخې يې د شاګردانو دي. خپلو شاګردانو يې له امام سره اختلاف کړی دی؛ او امام ښه په ورين تندي منلی دی.
که تاسې دې لانديني اصطلاحاتو ته ځير شئ؛ نو زما د خبرو کره توب به درته جوت شي:
الإمام : الإمام أبو حنيفة
الشيخان: أبو حنيفة وأبو يوسف
الطرفان: أبو حنيفة ومحمد بن الحسن
الصاحبان: أبو يوسف ومحمد بن الحسن

اوس پوښتنه دا ده: چې دغه اختلاف رأی، تعدد او عدم جمود چې د دغه لوی مذهب يوه مهمه خاصه وه؛ ولې مو له منځه وړی دی؟
آيا د تېر په څېر پکار داسې نه ده چې مذهب د يوې فقهې معتبرې مدرسې شکل غوره کړي؛ او د اهل العلمو له خوا يې په نصاب کې تجديد وشي؟ دغه تجديد بايد د دوه مېکانيزمونو له لارې ترسره شي: اجتهاد داخل المذهب، اجتهاد خارج المذهب. يعنې د مذهب په داخل کې د مختلفو رأيو تر منځ متجددې ترجيح ته لاره پرانيستل شي، همدارنګه د مذهب هغو اختلافاتو کې چې له نورو مذهبونو سره يې لري؛ په هغې کې هم د ترجيح دروازه پرانيستل شي. البته وړ علماء بايد دا کار وکړي. او د علمي ټولنو په مټ تر سره شي، تر څو مونږ د خپلې فقهي مدرسې لپاره د نوي تدريسي منهج خاوندان شو؛ او د فقهې شاګردان مو له يوې خوا د تشتت او ذهني پراګندۍ څخه وژغورو. او له بلې خوا ورته يوه مغربله مهذب مجدده فقه وړاندې کړو.
د مثبت بدلون په دې لاره کې حنفي مذهب د نورو مذاهبو څخه هم استفاده کولی شي؛ ځکه چې دې سيند او هغه نورو سيندونو ټولو له يوې سرچينې څخه اخذ کړی دی.

پاتې شوه له مذهب څخه د عوام الناس د استفادې مسأله؛ نو هغه ستونځمنه نه ده، هغوی خو د مذهب په کتابونو نه پوهيږي، نه يې په تقليد پوهيږي، هغوی به له هر هغه معتمد عالم څخه پوښتنه کوي، چې دوی ته تقوادار او ښه عالم بريښي، او د هغوی تقليد ته به پناه وړي، د جمهور العلماوو په نظر په عامي باندې د يو خاص مذهب التزام واجب نه دی، او نه د کوم خاص مذهب ملا پوښتنه پرې لازم ده.
ابن عابدين رحمه الله په خپلې حاشيه کې له شرنبلالي څخه نقل کړی دی چې: په انسان باندې د يو ټاکلي مذهب تقليد لازم نه دی، او ورته روا دي چې د خپل مذهب مخالف د بل چا تقليد وکړي، په دې شرط چې هغه بل امام د اجتهاد شروط پوره کړي وي.
همدارنګه هغه مبتدئ طالب العلم چې د ترجيح ملکه نه لري؛ هغه به هم ورته تقليد ته پناه وړي.

ابن الأنباري رحمه الله په خپل کتاب الانصاف کې وايي: په مسأله کې په يو مذهب باندې التزام، او له هغه څخه بل ته د انتقال څخه منع کې دوه قوله دي: له امام مالک او امام شافعي څخه منعه راغلې، او عدم منع يې ډېر شهرت لري. ابن القيم په اعلام الموقعين کې وايي: عدم منع؛ صحي او مقطوع به قول دی، ابن مفلح په خپلو اصولو کې وايي: په يو مذهب د التزام نه وجوب د جمهور العلماوو قول دی، او ابن برهان او نووي هم راجح بللی. ځکه چې صحابه کرامو به په عامو خلکو دا بده نه منله، چې په ځينو مسائلو کې به يې د ځينو صحابه وو تقليد کاوه، او ځينو نورو مسائلو کې بې د ځينو نورو صحابه کرامو تقليد کاوه.
کوم چې مجتهدين في المذهب يا مجتهدين مطلق دي؛ نو هغوی به له شرعي دليلونو سره سم عمل کوي، او هم به فتوا ورکوي.
لنډه دا چې مو بايد حنفي مذهب ته له څو اړخونو وګورو، او له هر يو اړخ سره د هغه مناسب چلند وکړو، يو مو تدريسي او د نصاب اړخ دی، بل مو د عوام الناس، او د جزئي او کلي مجتهدينو د عمل اړخ دی، او بل د فتوا او د قضا اړخ دی.

مجتهد قاضي او مفتي باندې دا لازم نه دي، بلکه روا ورته نه دي، چې د مذهب مطابق فتوا ورکړي، يا قضايي فيصله وکړي، کله چې ورته واضح شي؛ چې حق په بل قول کې دی، البته دا حالت استثناء لري، چې وروسته به يې ذکر راشي.
.
د قضا په اړه الله جل جلاله فرمايي: “فاحکم بین الناس بالحق” تفسير: فيصله کړه د خلکو تر منځ په حق باندې.
په حق باندې فيصله کول؛ د حق يقيني معرفت يا غلبة الظن ته اړتيا لري؛ اجتهاد ته اړتيا لري، له دې معلوميږي چې قاضي بايد مجتهد وي؛ که مجتهد کلي نه وي؛ په هغو مسائلو او پېښو کې د اجتهاد وړتيا ولري؛ چې ده ته وړاندې کيږي.

خو ځينې علماء بيا د حاجت او ضرورت په وخت کې قاضي ته اجازه ورکوي؛ چې د يو ټاکلي مذهب په فقهې فتوا ورکړي، په دې شرط چې د هغه امام چې دی يې تقليد کوي؛ په دليل او استدلال يې ښه سر خلاص شوی وي. دلته مسأله د شريعت د تقنين د مسألې سره ورتوالی پيدا کوي؛ چې په کې هم د علماوو اختلاف دی. يعنې د قضا لپاره د فقهې ماده وار کول د يو قانون په توګه، چې قاضي ورته په آسانه ورګرځي؛ او له مخې يې فيصلې کوي، په غربي قوانينو کې سره له دې چې قاضي بايد د ماده وار قانون له مخې فيصله وکړي؛ بيا هم دومره آزادي لري چې کله کله د قانون ظاهر النص پرېږدي، او د قانون د عرفي اصولو له مخې فيصله وکړي.

همدارنګه يوه بله نږدې مسأله مطرح کيږي، که چېرې د أمير له خوا قاضيان په يو ټاکلي مذهب ملزم شي؛ نو څه حکم لري؟
حنابله وايي چې دا کار جايز نه دی، او دا قول په شافعي او مالکي مذهب کې راجح بلل شوی دی.
احناف وايي چې: جايز دی، دا نظر د يو قول په توګه د مالکيانو په مذهب کې هم شته، امام المازري او سحنون او ځينو شوافعو هم خوښ کړی دی.

تقريبا عام عمل د اسلامي تاريخ په اوږدو کې په دويم قول وو، اوس هم په دويم قول عمل جاري دی. په سعودي کې په لومړي قول باندې عمل کيږي، خو په وروستيو کې د سعودي حکومت هم په قضايي أحکامو کې د ګډوډوۍ د مخنيوي په موخه د تقنين په طرف په چټکه ګامونه اخلي.
.
د فتوا په اړه هم نفس تفصيل دی؛ مفتي بايد مجتهد وي؛ خو د ضرورت په وخت کې چې کله مجتهد نه وي؛ يا لاسرسۍ ورته نه کيږي، ځينو علماوو اجازه ورکړې، چې مفتي په مذهب باندې فتوا ورکړي؛ په دې شرط چې د خپل هغه امام چې دی يې تقليد کوي، په دليل او استدلال يې ښه رسېدلی وي..

د نوي ظاهريت پديده:

د دې پديدې سربراه امام ابن حزم ظاهري رحمة الله عليه پېژندلی شوی دی، لکه څنګه چې د ظاهريت له لفظه ښکاري، دوی د قرآن او حديث له ظاهر څخه احکام ثابتوي، او پرته له قرآن او حديث څخه نور تشريعي مصادر ورته د قبول وړ نه دي، خو دغو ظاهريانو د فهم په خاطر د سلفو صالحو اقوال لوستل، او نقلونه يې ترې هم کول، که څوک د ابن حزم کتاب: المحلی وګوري، نو دا هر څه به يې تر سترګو شي.
خو اوس د ظاهريت يوه نوې پديده را پيدا شوې ده، چې له مخکنۍ هغې يې تشدد زيات دی، دوی د سلفو صالح عظيم تراث ته د ډېر ناچېز څه په نظر ګوري، دوی وايي چې: مونږ له قران او صحيح حديث نبوي څخه مستقيما په خپل فهم استفاده کوو، او د سلفو کرامو فهم ته (فهم السلف الصالح) هيڅ اړتيا نه لرو. لنډه دا چې د تجديد او نوښت په پلمه ټول تراث له يوه سره په لغته وهي، او لوستل يې د وخت ضايع بولي.
دوی په اسلامي مسائلو کې غالبا د اعتدال څخه لرې، هر وخت د بېحده انغلاق، او بېحده انفتاح ښکار کيږي.

که دوی چېرته خپل تراث ته رجوع وکړي؛ نو د نوښت کافي ريښې به په کومې ومومي، داسې ريښې چې دوی به يې تصور هم نه وي کړی، نو بيا د دې عظيم تراث په مقابل کې دومره بغاوت او ظلم ته ولې لاس واچول شي؟، دې حضراتو ته به يوه قصه راوړم:
د ابن عباس رضی الله عنه له مولى (يعنې ابن عباس يې ولي النعمة دی) شعبة څخه روايت راغلی دی، چې مسور بن مخرمة رضي الله عنه د عبد الله بن عباس رضي الله عنهما د مريضيتا په وجه د هغه پوښتنې ته ورغی، پهابن عباس باندې يوه د ورېښمو چپن وه، او مخې ته يې بخارۍ (يا د اور لګولو ځای د ګرمېدو په موخه) وه, له پاسه پرې مجسمې ايښودل شوې وې.

مسور بن مخرمة ورته وويل: اۍ د عباس پلاره! دا څه ډول کميس دی؟ دا ورېښم؟! نو ابن عباس ورته وويل: څومره چې زه خبر يم، زه ګمان نه کوم چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم دې له دغه منعه کړي وي؛ مګر هغه وخت کې منع دی چې د تکبر او تجبر په موخه واغوستل شي؛ او د الله حمد او ثنا ده، مونږ دغسې نه يو.
بيا ورته مسور بن مخرمة وويل: په بخارۍ کې چې دا جوړې شوې مجسمې دي؟

ابن عباس ورته وويل: آيا ته نه وينې چې مونږ په اور سوځولي دي ؟!!
کله چې مسور ووت؛ نو ابن عباس وويل: دا کميس له ما لرې کړئ، او د دې مجسمو سرونه ورپرې کړئ. مجلس والاوو ورته ويل: آۍ د عباس پلاره، که چېرې يې بازار ته ويسې؛ نو سره له سرونو به ښه بيه وکړي؛ ابن

عباس وويل: نه، نو امر يې وکړ، چې سرونه ترې پرې کړئ.
د دې روايت اسناد حسن دی، امام احمد په مسند کې، البغوي په جعدياتو کې، او طبراني په المعجم الکبير کې روايت کړی دی.

حَدَّثَنَا أَبُو النَّضْرِ، عَنِ ابْنِ أَبِي ذِئْبٍ عَنْ شُعْبَةَ أَنَّ الْمِسْوَرَ بْنَ مَخْرَمَةَ دَخَلَ عَلَى ابْنِ عَبَّاسٍ يَعُودُهُ مِنْ وَجَعٍ، وَعَلَيْهِ بُرْدٌ إِسْتَبْرَقٌ، فقال: يَا أَبَا عَبَّاسٍ، مَا هَذَا الثَّوْبُ؟ قَالَ: ” وَمَا هُوَ؟ ” قَالَ: هَذَا الْإِسْتَبْرَقُ ! قَالَ: ” وَاللَّهِ مَا عَلِمْتُ بِهِ، وَمَا أَظُنُّ النَّبِيَّ صلی الله عليه وسلم نَهَى عَنه هَذَا، حِينَ نَهَى عَنْهُ، إِلَّا لِلتَّجَبُّرِ وَالتَّكَبُّرِ، وَلَسْنَا بِحَمْدِ اللَّهِ كَذَلِكَ “. قَالَ: فَمَا هَذِهِ التَّصَاوِيرُ فِي الْكَانُونِ؟ قَالَ: أَلَا تَرَى قَدْ أَحْرَقْنَاهَا بِالنَّارِ؟ فَلَمَّا خَرَجَ الْمِسْوَرُ، قَالَ: انْزَعُوا هَذَا الثَّوْبَ عَنِّي، وَاقْطَعُوا رُءُوسَ هَذِهِ التَّمَاثِيلِ. قَالُوا: يَا أَبَا عَبَّاسٍ، لَوْ ذَهَبْتَ بِهَا إِلَى السُّوقِ، كَانَ أَنْفَقَ لَهَا مَعَ الرَّأْسِ؟ قَالَ: لَا. فَأَمَرَ بِقَطْعِ رُءُوسِهَا
مسند أحمد – الرسالة (5/ 99)

په دې روايت کې د ابن عباس رضي الله عنه استدلال ته که ځير شو؛ نو عجيب استدلال يې کړی دی، ورېښم هغه چاته ناروا دي، چې د تکبر او تجبر په موخه يې په تن کوي؛ د پيغمبر صلی الله عليه وسلم نهي له ورېښمو څخه د دغه علت په وجه وه، کله چې دغه علت منتفي شي؛ نو د تحريم حکم ورسره منتفي کيږي. همدارنګه هغه ته ورته استدلال يې د مجسمو په هکله هم درلود. چې دلته د مجسمو تعظيم نشته، کله يې چې تعظيم ونشي؛ او د تقديس کومه نښه يې نه وي؛ نو تحريم ورته نه شامليږي.

که څوک وايي چې ابن عباس له خپل دې عمله وګرځېده، نو داسې ځواب يې کوو، چې لومړی خو په روايت کې داسې څه نشته، چې په دې خبره دلالت وکړي، او که بالفرض والتقدير ګرځېدلی هم وي؛ نو زمونږ لپاره يې هغه استدلال مهم دی، چې دې جليل القدر صحابي د يو فقيه مجتهد په توګه وکړ.

دلته دا مهمه نه ده چې مونږ د ابن عباس له دې نظر سره موافق يو او که مخالف؟ خو له ځان څخه يو پوښتنه کوو: که چېرې يو عالم يا ملا ورېښم واغوندي، او په کور کې مجسمې کېږدي، او د ابن عباس غوندې استدلال وکړي؛ نو زمونږ برخورد به د هغه په وړاندې څه وي؟؟.
د دې سوال په ځواب کې د صحابه کرامو د تراث بډايتوب او شتمنتوب پټ دی، چې دوی څه ډول استدلال کاوه، له شرعي نصوصو څخه يې څه ډول فهم اخيست؟ او يو له بل سره يې په داسې حالاتو کې څه ډول برخورد

کاوه؟ آيا له داسې سلګونو نورو پېښو وروسته به هم مونږ وايو، چې زمونږ د سلفو کرامو غني فقهي تراث ته اړتيا نشته، د هغوی فهم ته مو اړتيا نشته، او خپله به مستقيما له قرآن او حديث څخه استفاده کوو؟؟!! د سلفو کرامو له فهم څخه لرې ډېرو ډلو د قرآن او حديث څخه د استفادې کوښښونه کړي؛ نو په ګمراهيو سر شوی دي، لکه معتزله، خوارج، وغيره.

نو راځئ چې د دې شتمن تراث قدر وکړو، فخر پرې وکړو، را ژوندی يې کړو، استفاده ترې وکړو، او په رڼا کې يې د قرآن او حديث په نصوصو ژور وپوهيږو، او موفق استدلال پرې وکړو، او د خپلو نويو معاصرو ستونځو حل لارې په کې ولټوو.

والسلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

يادونه: نن آسيا به د اسلامي فقهې د ارزښت او اړتيا د په ډاګه کولو، د هغې له حجيّت، حقيّت او صداقة نه د دفاع په لاره کې د دا ډول لیکنو هرکلی کوي، له دې پرته د مخالفانه دریځ خپرولو ته هم چمتو ده خو په دې شرط چې د مجادلې له تګلارې سره برابر او د قلم عفت پکې ساتل شوی وي او يواځې اکاډميکه بڼه ولري، مناظراتي، احساساتي او جذباتي لیکنې بې ګټي وي د نن آسيا اداره.

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د