دیني، سیرت او تاریخ

دنیغې لارې (صراط المستقیم) دوښمنان

قاری شفیق الله سهاند عمري
په تیره لیکنه (صراط المستقیم او په قران کریم کې د هغه مصداقات)کې مو د صراط المستقیم مختصره پیژندنه او تعریف وکړ او دا مو واضحه کړه چې قران کریم څلورو شیانو ته صراط المستقیم ویلي دي
۱:د الله تعالی یووالي (توحید) ته
۲: د الله تعالی کتاب ته
۳:د انبیاؤ لار(سبیل لأنبیاء) ته
۴:د رسول الله لار او تابعداري ته

پدغه لیکنه کې د صراط المستقیم له دوشمنانو بحث کوو

لکه څنګه چې دغه لار تر ټولو غوره او مهمه لار ده نو همدارنګه سخت او مضر دوشمنان هم لري ٬قران کریم موږ ته د نیغې لارې څلور ډوله دوشمنان را معریفي کوي

۱ شیطان: کله چې شیطان ګمراه شو٬ نو د ضد او عناد له وجهې نه یې قسم وکړ چی زه به ستا بندګان “ستا له نیغی لارې” څخه اوباسم او هغوي به په هیڅ حالت کې په قرار نه پریږدم (ستا د بندګانو او ستا د نیغې لاري دوشمني به کوم)٬الله تعالی په دې اړه داسې فرمايي:

قال فبما أغويتني لأقعدن لهم صراطك المستقيم (۱۶) ثم لآتينهم من بين أيديهم ومن خلفهم وعن أيمانهم وعن شمائلهم ولا تجد أكثرهم شاكرين (سورة الاعراف ۱۶او ۱۷ ایتونه)

ترجمه: شیطان وویل:له دې وجهې نه چی تا زه ګمراه کړم نو خامخا به کینم ستابندګانو ته په “نیغه لار” کې٬بیا به نو راتلل کوم دوی ته له مخکې طرف د دوې څخه ٬او د شا طرف د دوی نه٬ او له ښيي طروفونو د دوی نه ٬او د چپ طرفونو د دوی نه ٬او وبه نه مومي ته اکثر د دوي مؤحدین.

۲ د شیطان روحاني اولاده او د هغه پیروان: د شیطان پیروانو تل دا کوشش کړی چې د الله تعالی بندګان “د الله تعالی له لارې” څخه را وګرځوي٬دوی د دې کار لپاره بیلابیل پلانونه جوړ کړي او جوړوي یې٬ الله تعالی د دوی دوشمني ته داسې اشاره کړې ده

إن الذين كفروا ينفقون أموالهم ليصدوا عن سبيل الله فسينفقونها ثم تكون عليهم حسرة ثم يغلبون والذين كفروا إلى جهنم يحشرون (سورة الانفال ۳۶)

ترجمه:بیشکه هغه کسانو چې کفر یې کړی ده هغوی خپل مالونه د دې لپاره خرچ کوي تر څو خلک “د الله تعالی له لارې” څخه منع کړي٬پس ژر ده چې دوی به خپل مالونه مصرف کړي بیا به راشی په دوی باندی افسوس او پښیمانتیا(ځکه چې خپل هدف ته به ونه رسیږي) او بیا به دوی مغلوب شي٬او هغه کسان چې کافران دې بیا به جهنم ته جمع کړل شي

همدارنګه هر پیغمبر چی الله تعالی رالیږلی نو د هغه خلاف شیطان او د شیطان پیروانو کړی٬الله تعالی په قران کریم کې د ډیرو پیغمبرانو یادونه کړې کله چې هغوی د الله لور ته بلنه ورکړه نو شیطان او پیروانو یې د هغوی مخه ونیوله او هغوی یې له دعوت منع کړل څوک یې ووژل او څوک یې له کلیو څخه پسې واخستل.

۳ ظالمان: د صراط المستقیم بل ډول دوشمنان ظالمان دي الله تعالی فرمايي:

الذين يصدون عن سبيل الله ويبغونها عوجا وهم بالآخرة كافرون (سورة الاعراف ۴۵۵)

ترجمه: ظالمان هغه خلک دې چې منع کوي خلک “د الله تعالی د لارې” څخه٬او لټوي دوی په هغې کې کوږوالی او د اخرت څخه منکران دي

۴ جاهله ملایان او پیران: څلورمه ډله خلک چی د الله تعالی د نیغې لارې دوشمني کوي هغوی ناکاره ملایان او پیران دي الله تعالی د دوی په هکله فرمايي:

يا أيها الذين آمنوا إن كثيرا من الأحبار والرهبان ليأكلون أموال الناس بالباطل ويصدون عن سبيل الله والذين يكنزون الذهب والفضة ولا ينفقونها في سبيل الله فبشرهم بعذاب أليم (سورة التوبه ۳۴)

ترجمه: ای ایمان والاو یقینا ډیر د ملایانو او پیرانو څخه داسی دي چی هغوی خامخا له خلکو څخه په ناروا طریقو د هغوي مالونه خوري٬او هغوی خلک “د الله تعالی د لارې” څخه منع کوي او دا هغه کسان دي چې سره او سپین زر جمع کوي او د الله تعالی په لاره کې یې نه خرچ کوي پس نو دوی ته په دردناک عذاب سره زیرئ ورکړه

نو مسلمانانو ته لازم ده چې د صراط المستقیم د دوشمنانو له دوشمنئ څخه ځانونه خبر او هر وخت یې په خلاف مبارزې ته حاضر أووسې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x