ټکنالوژي

دفلکي علومو لارښود (10) ددايرې، قطر، وتر او مماس پيژندنه

مفتي احسان الله

دایره (Circle):

دایره دهغو نقطو مجموعې ته وايې، چې ددایرې هره نقطه له مرکزي نقطې نه مساوي لرېوالی لري، هغې نقطې ته ددایرې مرکز ویلکیږي.

ددایرې قطر (Diameter):

هغه برابر (مستقیم) خط چې ددایرې له یوې نقطې بیا تر بلي نقطې داسي کش کړل شي، چې ددایرې پر مرکز تیر شي، او دایره پر دوو برابرو برخو ووېشي، هغه ددایرې قطر بلل کیږي، دقطر یوه او بله نقطه ددایرې دنقطو په منځ کې بعید ترینه مسافه وي، دقطر نیمايې برخي ته نصف قطر ویلکیږي، یعني ددایرې له مرکز نه بیا تر محیطه پوري خطته نیمايې قطر (نصف قطر)، او یا رُداس (Radius) وايې.

وتر:

هغه خط چې دایره پر دوو مختلفو (غیر مساوي) بر خو ووېشي، هغه ته وتر وايې، قطر دایره پر دوو برابرو برخو تقسیمه وي، او وتر بیا دایره پر دوو نابرابرو برخو وېشي.

یا هر هغه خط چې دایره پر دوو برخو تقسیم کړي، هغه ته وتر وايې، که دغه خط ددایري پر مرکز تير شي، هغه ته قطر هم ویلکیږي، یعني تر ټولو لوی وتر قطر وي.

مماس خط:

هغه برابر خط ته وايې، چې له دایرې سره پر یوه نقطه ولګيږي.

قوس:

ددایرې یو جز ته قوس ویلکیږي.

ددایرې محیط:

له کوم خط نه چې دایره جوړه وي، هغه ته ددایرې محیط وايې، څومره چې دایره لویه وي، هغومره يې قطر او محیط هم لوی وي.

یا ددایرې پر مرکز چې کوم خط راتاو شوی وي، هغه ددایرې محیط وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
hassanjankharoti

سلام

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x