fbpx
mediaa

د افغان ژورنالیستانو مرکز: د بیان د ازادۍ پر خلاف ۸۴ پيښې ريکارډ شوي دي

په افغانستان کې د ژورنالیستانو مرکز د ۲۰۱۳ م کال هغه پيښې راټولې کړي چې پکې د بیان د ازادۍ او ژورنالیستانو سره ظلم زیاتی شوی دی. د رسنیو دغه مرکز د ۲۰۱۳ له جنوري د دسمبر تر اخره ۸۴ هغه پيښې رسنیو ته وړاندې کړي چې پکې د ژورنالیستانو وژل، وهل ټکول، سپکول او تهدیدونه شامل دي. په راپور کې ويل شوي چې دولتي ارګانونه، امنيتي کړۍ، طالبان او ناقانونه وسلوال د رسنیو پر وړاندې د زور زیاتي مسؤولین دي. دغه بریدونه د ژورنالیزم د اصل چې، تحقیق او پلټنه ده، مخه نیسي. د افغانستان د ژورنالیستانو مرکز لخوا

په دې اعلاميه ويل شوي چې دوی له ښکيلو اړخونه غوښتنه کوي چې باید د ژورنالیزم اصولو ته درناوی وکړي او دوی ته دې ډاډ ورکړای شي تر څو د روان کال د مارچ ولسمشريزې ټاکنې، د بهرینو عسکرو وتل او د هيواد نورې پيښې په ازاده توګه وڅاري.  په یاده اعلاميه کې ويل شوي چې د ژورنالیستانو پر خلاف د زور، زیاتي اتلس پيښې د حکومتي کارکوونکو لخوا شوي، شپاړس په فردي توګه د نالومه کسانو لخوا، یوولس د طالبانو او یوولس د ملي امنيت د کار کوونکو لخوا شوي دي. نهه پيښې د پولیسو، اته د جګ پوړو چارواکو د ساتونکو او شپږ پيښې د ناقانونه وسلوالو لخوا او څلور پيښې د رسنیو د مالکانو لخوا ترسره شوي دي. د یادونې وړ ده چې په اعلاميه د ایساف عسکرو لخوا يوازې د يوې پيښې یادونه شوې ده. په اعلاميه کې راغلي چې حکومت دې د بیان ازادي ته احترام او د ژورنالیزم اصولو او بنسټيزو حقونو ته په درنه وګوري تر څو مو په هيواد کې د بیان ازادي، چې د خلکو حق دی خوندي شي.

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د