افغانستان

ارګ د کورنیو چارو وزارت څخه د دوستم د «نهه ساتونکو» نیولو غوښتنه کړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغه ۷، ۱۳۹۵ل): له هغه وروسته چې د څارنوالٍ له لوري د دوستم او ساتونکو په جلب کې حکومت بې بسه شو، د څارنوالۍ له لوري د دوستم د نهه تنه ساتونکو پر ضد دوسیه ثبت شوه او دوستم خپله له پامه وغورځول شو، خو تر اوسه هم تورن کسان ازاد ګرځي او په وړاندي یې حکومت بې بسه دی.

څه موده مخکې جنرال دوستم په جوزجان ولایت کې قومي مشر او سپین ږیری احمد ایشچي اختطاف کړ او بیا یې تر ۱۶ ورځو په بند کې ساتلو تر څنګ پر هغه جنسي تیری کړی.

احمد ایشچي تر خلاصېدو وروسته رسنیو ته وویل چې جنرال دوستم خپل عسکرو ته امر وکړ چې دوی لوڅ کړي، جنسي تیری باندی وکړي او عکاسي یې وکړي.

جنرال دوستم وايي چې د اساسي قانون سره سم چاته جواب ګویه نه دی،د محکمې څخه مصؤونیت لري او د ایشچي ادعاوي ردوي.

که څه هم په افغانستان کې د حقوق بشر سازمانونو، بهرنیو سفارتونو او دولتي چارواکو دغه کړنه په کلکه ټکو وغندله او د تورنو کسانو د محاکمې غوښتنه یې وکړه، خو تر اوسه حکومت نه دی توانیدلی چې د جنرال دوستم پر ضد څه وکړای شي.

تېره ورځ په کابل کې د ولسمشر ماڼۍ ویاند محمد هارون چخانسوري رسنیو ته وویل چې لویه څارنوالې په بشپړه توګه خپلواکه ده، حکومت یې په کار کې لاسوهنه نه کوي. د کورنیو چارو وزارت مسؤولیت لري چې د جنرال دوستم نهه تنه ساتونکي ونیسي، که داسي ونه کړي، لویه څارنوالي به بله پرېکړه اعلان کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x