دیني، سیرت او تاریخ

نر او د ښځي توپیر په اسلام او ساینس کي (۲۰)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر
د لويديځو پوهانو،سياست والو او د بشر د حقوقو د پلويانو ليکنې او ويناوې:

١-د پورتنيو معلوماتو په هکله د اتحاد جماهير شوروي د اخري ولس مشر ګرباچوف ليکلې کتاب حقيقت بالکل روښانه کوي . ګرباچوف پخپل کتاب (پروسټرائيکا) کې دارنګه ليکي :

((لويديځې ټولنې د کورونو څخه د ښځو په ويستلو سره څه لږ شانته پرمختګ کړى او عايدات يې زيات شويدي
ځکه چي نر او ښځه دواړه کارکوي، خو ددې سره سره زموږ کورني نظام ختم او تباه شو، کومه ګټه چي مونږ کړې وه د هغې څخه زيات زيان او تاوان راورسيده، زه ددې زيانونو او تاوانونو د کمولو او ختمولو لپاره د پروسټرائيکا په نامه خوځښت او تحريک پيل کوم تر څو د کور څخه وتلې ميرمنې بيرته خپلو کورونو ته راشي، که پدى خبره غور ونشي نو زموږ دکورني نظام د تباه کيدو په شان به ټول قوم او ملت هم تباه شي))

٢-انسائکلو پيډيا اف برټانيکا د١٩٨٤م کال د ټوک په ٧٣٢ پاڼه کې دارنګه ليکلي دي :
زموږ په ټولنه کې چي کومې ښځې کار کوي د هغوى زيات شمېر په ټيټو معاشونو باندى په کار اخته دي ، همدارنګه په يو شانته او يو ډول کار کې ښځو ته د نرانو په نسبت کمه تنخوا ورکول کېږي، په امريکا کې د ښځو اوسط معاش نسبت نرانو ته%٦٠ کم دى، په چاپان کې%٥٥ کم دى او په سياسي لحاظ د ښځو برخه او ونډه ډېره کمه ده.

٣-لندن ټايمز د١٩٩٣م کال د٩ نومبر پخپله ګڼه کې دارنګه ليکلي :
((زياتو لويديځوالو ښځو چي اسلام مطالعه کړی او منلی يې دى، هغوى وايي چي اسلام ښځې ته په زيات تقدس او احترام قايل دى کوم چي په لويديځ کى ښځو ته نه په برخه کېږي، د لويديځوالو ښځو د ازادۍ تحريک پرته له دې څخه بل څه کار ندى کړی چي ښځه يې د ژرندې د دوو پلونو او ډبرو ترمنځ راګير کړېده.))

٤-د امريکا نامتو او مشهوره ناول او داستان ليکوونکې او د بشر د حقوقو پلوۍ ميرمن رهو ډالرمين د هندوستان ټايمز سره په (٣٠) اپريل ١٩٨٧م کال يوه مرکه کړې چي دهغې لنډيز پدى توګه وړاندى کېږي :

الف : په امريکا کې %٧٧ غريبان او بې وځلې ښځې او ماشومان دي .

ب : د نرانو په نسبت د ښځو عايدات%٦٢ کم دي.

ج : يو شانته کار کول، يوشانته اسانتياوې په لاس راوړل او يو شانته حقوق اخستل يوه افسانه او خوب دى .

د : ښځې يواځې په ټيټو کارونو باندى ګمارل کېږي .

٥-د امريکا ټايمز اونيزه چي نامتو اونيزه ده د ٢٠ مارچ ١٩٩٢م کال په ګڼه کې دارنګه ليکلي :

الف : د امريکا د ساينس اکاډمۍ غړي ٨٠٠ دي چي په هغې کې (٩) ښځې دي .

ب : د امريکا په ٢٧٨ نوبل جائزه اخستوونکو کې (٩) ښځې دي .

ج : په نيويارک ټايمز کې ٦٢٦ خلک کار کوي چي ٦٤ پکې ښځې دي .

د : په واشنګتن پوست کې ٣٨٥ کسه کار کوي چي ٧٠ پکې ښځې دي .

ھ : ښځې ډاکترانې کمې خو نرسانې زياتې دي او جراح ډاکترانې، بالکل کمې دي .

و : په امريکا کې نژدې (١٠٠٠٠) قاضيان يعنى ججان دي چي په هغې کې (٢٠٠) ښځې دي .

ز : د وزارت کار د راپور سره سم نران په هفته کې اوسطاً (٣٦٠) ډالره او ښځې اوسطاً (١٩٠) ډالره تنخوا او عايدات لري .

٦-د کره او موثقو معلوماتو او راپورونو په اساس په لويديځ کې لاندي ستونزې او مشکلات شته چي د ښځو او نرانو د مساوات حقيقت پکښې څرګنديږى :

١- د ډير احتياطي راپور په اساس په امريکا کې په هر لسو دقيقو کې د يوې ښځې آبرو تويږي .

٢- په امريکا کې يواځې%١٥ ماشومان د مور او پلار د سيوري څخه برخمن دي پاتې هسې بې پلاره ګرځي .

٣- په ډنمارک، برتانيا، فرانسى او امريکا کې%١٥ ماشومان حراميان او ناجائز پيداکېږي .

٤- په جرمنى کې %٧٢ نارينه د نکاح څخه پرته ښځې لري او١٢٠ لکه جوړې پرته له نکاح څخه ژوند تيروي .

٥- په کال کې %٦٤ ودونه په طلاق باندى له منځه ځي .

٦- په جرمني کې د يو ماشوم لپاره مور او پلار نيم ساعت وخت ورکوي پداسې حال کې چي هره جرمنۍ ښځه د خپلو ملګرو سره نيم ساعت په ټيلفون خبرى کوي او پنځه ساعته تلويزون گوري او نور تفريحي کارونه کوي .

٧- هر جرمني ماشوم اوسطاً ٢.٥ ساعته تلويزون ګوري چي په هغې کې (٥٠) دقتل او جرمونو پيښى او صحنى ګوري .

٨- په جرمني کې ٢٦ لکه ميرمنې د پلار د شتون څخه پرته دماشومانو پالنه کوي .

٩- د امريکا په مرکزي دفترونو کې%٨٢ ښځې په جنسي ډول زورول کېږي .

١٠- د امريکا په ايالتي حکومتونو کې%٨٥ ښځې په جنسي ډول زورول کېږي .

١١- په امريکا کې د نکاح او طلاق نسبت سره برابر شويدى .

١٢- په امريکا کې د نرانو په نسبت د ښځو کار کوونکو فيصدى د٤٠ څخه کمه ده .

١٣- په امريکا کې د ښځو معاش دنرانو څخه %٤٤ کم دى .

١٤- په نورو لويديځو هيوادونو کې د ښځو معاش اوسطاً %٤٥ کم دى .

١٥- په لويديځو هيوادونو کې د ښځو ګډون په سياسي او ټولنيزه ډګرونو کې اوسطاً %٢٠ دې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x