
جلال اباد: د ګاز ډبې چاودنې پنځو تنو ته مرګ ژوبله واړوله
نن سهار د جلال اباد ښار د کمپونو په سیمه کې په یو کور کې د گاز د ډبې د چاودلو له کبله ۳ ماشومان مړه او دوه تنه ټپيان شول. د جلال اباد د ملکي روغتون مشر ” ډاکتر همایون زهیر” رسنیو ته ویلي چې د یوې کورنۍ درې تنه مړه شوي او دوه ټپيان د همدغو ماشومانو مور او پلار دي. درې واړه مړه شوي ماشومانو عمر له لسو کالو کم و او د مور روغتیايي حالت يې هم د اندېښنې وړ دی.هر ژمی په افغانستان کې په لسګونو کورنۍ د ګازو ډبې او بخارۍ سره د نه احتیاط له کبله له ورته پیښو سره مامخ کېږي. د روان ژمي له پيله په افغانستان کې د ګاز ډبې او بخاۍ له امله په لسګونو پيښې شوي چې ستر لامل يې بې غوري ده