حکومت څومره د ورپیښو ستونزو په هواري کې بریالی دی؟

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

په دې شپو ورځو کې د ملي یوالي حکومت د قانون د تنفیذ په برخه کې له سترو ننګونو سره مخ دی.

د احمد ایشچي په موضوع کې د جنرال دوستم ښکیلتیا او د قضايي او عدلي ارګانونو له اوامرو څخه د نوموړي سرغړوای هغه څه دي چې په مجموع کې یې د ټول حکومت تنفیذي وړتیا تر ګواښ لاندې راوستی.

دا چې د لویې څارنوالۍ له مکررو غوښتنو سره سره نه خپله جنرال دوستم او نه هم د هغه ساتندویان د څارنوالۍ اوامرو ته اعتناء لري ولسمشر غني مجبور شو تر څو د کورنیو چارو وزارت د پولیسي ځواکونو په وسیله د جنرال دوستم تورن محافظین لویې څارنوالي ته احضار کړي.

وبه کتل شي چې وزارت داخله تر کومه د احمد ایشچي په قضیه کې د جنرال دوستم د ۹ تنه تورنو محافظینو د احضارولو توان لري؟

د احمد ایشچي پر قضیه سر بیره د ۷ تنو سلب صلاحیت کړل شویو وزیرانو د تعلیق لانجه منه دوسیه بله هغه ستونزه ده چې دولت یې له هواري څخه ناتوانه دی.

که څه هم چې ارګ ادعاء کوي چې د یادو وزیرانو په اړه یې د اساسي قانون د۹۲ مادې د توضیح او تفسیر لپاره سترې محکمې ته لیک لیږلی خو د سترې محکمې چارواکي د دغه ډول لیک له ترلاسه کولو ناخبري ښیي.

د احمد ایشچي او ولسي جرګې لخوا د سلب صلاحیت کړل شویو وزیرانو لانجمنې دوسیې یو ستر چلینچ دی چې د ملي یوالي حکومت ورسره مخ دی.

په دغو دواړو دوسیو کې به په عملي ډول څرګنده شي چې حکومت تر کومه په خپلو ارکانو او افرادو باندې د قانون د تنفیذ صلاحیت لري؟

دومره صلاحیت چې وکولای شي د هغه په وسیله په ظاهري ډول له ورسره مخامخ شوي فضیحت څخه ځان خلاص کړي.

کنه هسي خو د ګډ حکومت له منځته راتلو څخه تر اوسه پوري د قانون په پلي کولو کې د هغه تنفیذي اړخ ډیر پیکه دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د